د ادبیاتو په ترمینالوژۍ کې یوه اصطلاح د پووېټيک لایسنس ده. دا اصطلاح په پښتو کې پر شعري اړتیا/ضرورت او په پارسي کې په ضروت شعري سره ترجمه کېدای شي. یعنې شاعر کله -کله مجبوريږي چې له ځینو وضعه شویو دویونو(قاعدو) او آرونو سرغړاند شي. شاعر وخت نا وخت د دې اجازه ترلاسه کوي چې له ځينو اصولو تېری وکړي او پښې پرې کېږدي. مانا، شاعر ته لایسنس/جواز ورکول کیږي او دی د دې لایسنس په ذریعه کله کله پر بل لاس تلی شي، کله پر چا برېک وهلی شي او کله خو د سرې اشارې په وخت کې حرکت کولی شي. خو؛ داسې هم نه ده چې پنځګر ګوندې د خپل اختیار څښتن شو او څه یې چې زړه وي، هغه به کوي. د شعري اړتیا بحث ډېر زوړ او نږدې پای ته رسېدلی ښکاري. په عربي کې دا بحثونه آن څلورمې او پینځمې سپوږمیزو پیړیو ته رسیږي. پر دې عرب عروضپوه خلیل ابن احمد، جرجاني، ابوهلال عسکري، رشیق قیرواني او نورو جدلي بحثونه کړي. د پارسي ادب لوستونکي یې رامنځته کوونکی ایرانی کره کتونکی او ژبڅېړونکی ناتل خانلري بولي. په انګريزي ادب کې هم دا بحث ژوولی ښکاري. خو په پښتو کې لا هم پرې یوه لیکنه نه شته. استاد غضنفر او منلی په ادبیاتو دنیا کې وایي: (( دا اصطلاح له پېړیو راهیسې موجوده ده، خو ګومان کیږي چې تر اوسه پورې په افغانستان کې ورباندې ځانګړې څېړنه نه ده شوې.))
پر دې موضوع موږ یو عمومي جاج څرګندوو او پښتو بېلګې ورته راوړو. پر شعري اړتیا د هر پېر ادبپوهانو بحثونه کړي. ویل کیږي چې عرب عروضګذار خلیل ابن احمد د شعري ضرورت پلوی و. له بلې خوا عسکري، ابن رشیق او نور یې په بډ وو. دا مسله هغه وخت بیخي جنجالي شوه چې ابن رشیق قیرواني وویل چې شعري اړتیا ته هېڅ اړتیا نه شته. دا نو څنګه ځان ته قادرالکلامه شاعر وایي چې له عامو قاعدو مخ اړوي. که شاعر تکړه وي خو د اصولو په پام سره دې داسې هنر وپنځوي چې تر ټولو لوړ وي. موږ دلته نه دې بحثونو ته نه تمیږو او نه هم د عربي، پارسي او انګریزي بېلګې راوړو. زموږ هڅه دا ده چې د پښتو ادب لوستونکو ته پر یاده موضوع عمومي بحث وکړو.
ضرورت خپله له اضطراراه وتې کلمه ده او مانا یې بې وسه کېدل دي. مانا کله کله سړی بې وسه کیږي او بیا مجبوريږي چې له وضعه شویو اصولو پښې واړوي. یعنې شاعر کله نا کله یو نیم ځای د اړتیا په بنسټ وزن ماتوي، یو ځای یوه نیمه څپه زیاتوي، ځای نیم قافیه نیموي. کله کله خو د وزن جوړولو لپاره په یوه کلمه کې یو توري زیاتوي او یا کموي. دا هر څه باید د اړتیا له مخې رامنځته شي. خو اصلي مسله دلته دا ده چې شاعر ته د عامه اصولو د ماتولو څومره اختیار شته؟ شاعر باید دومره تېری ونه کړي چې لوستونکي/اورېدونکي ورسره وځوريږي او یا یې پر لطیف احساس ناوړه اغېز وکړي. بیا وایو چې شاعر تېری کړی او شعري نقص یې بولو. بله هېښوونکې دا ده چې زموږ دودپالو د قافیو استاذانو او د دوی ځوانو پلیونو داسې شعرونه هم د شعري عیوبو په کتار کې درولي چې اصلا عیب نه دی؛ بلکې ښکلا او امتیاز دی. د بېلګې په ډول، په زړه قافیه پوهنه کې دا هم عیب دی چې ولې همقافیه کلمه په ردیف پورې نښلي او یا ولې قافیه او ردیف خپلواک نه دي؟ خو که وکتل شي، دا عیب نه دی، امتیاز دی چې پښتو شاعري یې لري. په عربي کې باید د قافیې کلمه تل یو بېل مورفیم وي، خو پښتو کې کېدای شي قافیه او ردیف ایکې یو مورفیم واوسي. زوړپالي د خوشال په دې شعر کې قافیوي عیب ویني.
په نېکۍ به له بدانو نه خلاص نۀ شې
بويه دا چې لکه دوی وي هسې تۀ شې
د غنمو په لذت به نه پوهېږي
د هر چا چې زيست روزګار وي په اوربشې
وایي چې دا شعر خو عیبجن دی، ځکه چې اوربشې( قافیه او ردیف یې سره ګډ کړي.) او بیا یې پاس له ( نه شې) سره هم قافیه دی. خو بحث دا دی چې دا بیت هېڅ ستونزه نه لري. ستونزه په تپل شوې عربي قافیه پوهنه کې ده چې په پټو سترګو یې پر پښتو شعر پلې کوو. د دې قافیې او ردیف فونیټکه بڼه (نۀشې nǝ Še، اوربشې orbǝŠe) ده. دلته اصلا هماهنګه برخه پر زورکي پیل شوې، خو زورکي ته موږ په اوسني لیکدود کې توری نه لرو. قافیه څېړونکي په دې بېلګه کې روي کوم توری راښيي؟ زموږوال وایي چې که یوه عربي کلمه په مفغنه بڼه ولیکې، نو دا هم عیب دی!؟ د بېلګې په ډول که قصه په کیسه او یا سقاط په سخات ولیکي، نو ګوندې دا عیب دی او تا تېری کړی.
شاعر ته د شعري اړتیا له مخې مجاز شته چې ( س، ص، ث ) سره په یوه قافیه وتړي. دلیل یې هم دا دی چې دا غږونه/ توري د یوه عرب لپاره جلا-جلا غږونه دي، زما لپاره نه دي. د مجید قرار شعر یې د بېلګې په ډول راوړو:
غوټ درپسې مات يم نورې يې څه کوې؟
سر په الصلوات يم نور يې څه کوې؟
زه خو ګرفتار د غم پوليسو هم
ستا په اتباط یم نور یې څه کوې؟
په دې شعر کې هماهنګه برخه (ات)ده، خو په یوه بیت کې (اط) ورسره هم اهنګه شوي. دودیز قافیه پوهان دا هم عیب بولي، خو دا په شعري اړتیاوو کې راځي. بیت کې هېڅ عیب نه شته.
کله ناکله ښایي یوه مفغنه کلمه له اصلي عربي کلمو سره په قافیه کې راشي. دا هم د پووېټیک لایسنس او یا شعري ضرورت بحث کې راتلای شي. هېڅ ستونزه نه لري. د ملنګ جان په خوږو نغمو شعري غونډ کې یو شعر د (یه! د سوات پښتنو) په نامه دی. یوه برخه یې د لوړ بحث د بېلګې په توګه راوړو.
یوسفزو! پاڅئ پښتوالې او پښتو په خاطر خپلو نیکو په خاطر
له خپله لاسه په ځان مه کوئ پسات پښتنو یه د سوات پښتنو
دلته فساد په پسات لیکل شوی او بیا له سوات سره په یوه قافیه کې راوړل شوی. په زړه قافیه پوهنه کې دې ته د عدول عیب وایي، خو هېڅ ستونزه پکې نه لیدل کیږي.
کله نا کله شاعر مجبوريږي چې د وزن د ساتلو لپاره په یوه کلمه کې یو توری حذف کړي. دا هم په شعري اختیاراتو کې راځي. تاسو به د خوشال خټک شعرونه لیدلي وي چې د قافیې د مجبورئ له امله چار په (چر) او خپلسر په (خپسر) لیکي. بیا یې هم د ملنګ جان د شعر بېلګه راوړو.
زما سلام دی په هغوی چې سخت(ه) په ځان تېروي
د قام لپاره تکلیقونه د زندان تېروي
زما سلام دی پر همه خدمتګاران(و) د وطن
په دې بېلګه کې د وزن لپاره سخته پر سخت لېکل شوی.
کېدای شي یو شاعر د قافیې له مجبوریته یو غږ پر بل واړوي. دا د ډینامیک فونولوژۍ بحث دی. په اسمېلېشن او تضعیف او تقویه کې بحث دا وي چې څنګه یو غږ د بل غږ ځانګړنه اخلي؟ څنګه یو غږ له بله اغېزمنیږي او حتی یو غږ/توری پر بل غږ/توري اوړي. د بېلګې په توګه به یې د همیم نیهام د یوه غزل مطلع راوړو:
لا مې زخم ستا له حسنه وړه کی دی
پښتون زړه ته مې په خدای د شرم ځی دی
شاعر د قافیې د سمون لپاره الف پر زورکي اړولی او (ځای) یې پر (ځی) لیکلی. دا هم د پووېټیک لایسنس یو بل اړخ و.
کله ناکله شاعر ګرامري اصول ماتوي او دا هم د ضروت(بې وسه کېدو) پر بنا کوي. بېشکه دا هم د شعري اړتیاوو یو بحث دی. بېلګه به یې د ملنګ جان پورته شعر راوړوو:
زما سلام دی په هغوی چې سخت(ه) په ځان تېروي
د قام لپاره تکلیقونه د زندان تېروي
زما سلام دی پر همه خدمتګاران(و) د وطن
په پښتو صرف کې قاعده دا ده چې په اضافي ترکیب کې مضاف تصرفیږي او یو (واو) اخلي. دلته ( د وطن خدمتګارانو) پر (د وطن خدمتګار) باندې لیکل شوی.
ځیني وخت د قافیې له مجبوریته شاعر ښایي نارینه نوم په ښځینه او یا بالعکس واړوي. د خوشال دا بیت یې د بېلګې په ډول در واخلئ:
چې دا هسې ښېوه ګره ځنې زېږده
سړۍ نه ده ښاپېرۍ ده ستا ادکه
دلته سړی په سړۍ لیکل شوې. د بلاغي علومو استادان یې عیب بولي، خو شاعر د دومره سرغړاندۍ اخیتار لري.
په پښتو شعري اختیاراتو کې یو بل باب د قلب دی. قلب په ډینامیکه فونولوژۍ کې هغه کلمې ګڼل کیږي چې په ترتیب کې سره اوښتې وي. د بېلګې په ډول: ږغ پرغږ، روځ پر ورځ، پښه پر ښپه، ولاړ پر وړال اونور.. دا هم دشعري اختیاراتو په بحث کې راتلی شي.
د شعري اختیاراتو له مزایاوو هغه شاعران ښه ګټنه کوي چې پر لیک لوست نه پوهیږي او یا نیم لوستي وي. فرض کړئ یو چا عربي لوستي وي او یا پر دیني امورو اګاه شاعر وي، نو هغه به دا د ځان بې ابي ګڼي چې د ( اخلاص، وسواس او اناث) کلمې سره هممقافیه کړي. په فوکلوریکو ادبیاتو کې هم د شعري اختیاراتو بېلګې ګڼې دي. په کلاسیکو شاعرانو کې خوشال خټک په زیاتو شعرونو کې ځان ته حق ورکړي چې ژبه د ځان په ګټه وکاروي. خو!! شعري اختیارات هاغه وخت عیب شي چې کمزوري یې په غوږ حس شي او یا هم د سړي پر خیال او مزاج سم ونه لګي. ما د پورته بحث لپاره د ملنګ جان (خوږې نغمې) او د مطیع الله تراب ( سپین بغاوت) ټولګې ولوستې. د دواړو شاعرانو په شعرونو کې د قافیوي او شعري عیوبو کمی نه وو. خو دواړو زیات وخت د قافیو هماهنګي په( ان، نګ او ار)جوړه کړې. په دې قافیو کې د ځان خلاصون اسانه وي. موږ به له سپین بغاوت ټولګې څو بېلګې راوړو چې رښتیا یې هم عیب په ټولو حواسو درک کیږي.
بس ته پوهېږې معالج یې ته حکم باداره
له متنتها تر انتها بورې قیوم باداره
په دې بیت کې حکم او قیوم سره همقافیه کلمې دي او هماهنګه برخه يې (م،م) ده او روي یې هم ( م) توری دی. په حکم کې له روي مخکې حرکت زور دی او په قیوم کې له م مخکې حرکت نه شته.
د تراب د یوه بل غزل دوه بیتونه ولولئ:
د نارنج ګل چې په حمل کې عزونې وکړې
خوشبو واړه چاپیریال کې غزونې وکړې
آه بېګانۍ پرخې ته پروت ایله په ډډه شواوس
تک تور بورا په نارنج ګل کې غزونې وکړې
په دې بیتونو کې (حمل، چاپیریال، ګل) همقافیه کلمې دي او (غزونې وکړې) یې ردیف دی. دلته قافیوي عیب شته او په غوږو هم بد لګي، نو دا په شعري اړتیاوو کې نه شو راوستی او عیبجن شعر یې بولو. روي یې د (ر) توری دی. په حمل کې له روي مخکې د زور حرکت، په چاپیریال کې الف او په ګل کې له روي وړاندې د پېښ حرکت؛ رښتیا هم عیب جوړکړی. قافیه پوهان د روي له توري مخکې د حرکتونو توپیر ته د افواه عیب وایي.
ماخذونه:
د ادبیاتو دنیا، اسد غضنفر او نجیب منلی
فورمول، نقیب احمد عزیزي
د پښتو فونولوژي، پوهندوی بایزید اڅک( محمود مرهون په زیار)
سپین بغاوت، مطیع الله تراب
خوږې نغمې، ملنګ جان( لعل پاچا ازمون په زیار)
د دوديزې قافيهپوهنې تنقيدي جاج(مقاله: تاند)، میوند بختیار