چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبشعرالله هو للو للو/ پروین سید

الله هو للو للو/ پروین سید

الله هو للو للو

خوب دې در شي د لېمو

راویښ نه شئ پښتنو

کړئ خوبونه تر غرمو

یو و  بل ته په ښکنځلو

په وهلو، ټکولو

ستړی مه شی پښتنو

الله هو للو للو

سپکاوی د یو بل مه کړئ

ها غلجو ها درانو

یوه لار یوه ارشو

په څو لارو ځئ تر څو ؟

څنګه درومئ ها سپیرو

د نفاق په کروندو

تر څو ژاړئ له پردو

ها غلجو ها درانو

ټوله یو شوه ټوله یو دی

درومي په اغزو

یو وبل ته لاس ورکړئ

په هنر په مکیزو

په تیارو باندي چې راشی

یو دبل لاس په اوږو

خوب دې در شي د لیمو

را ویښ نه شی پښتنو

کړی خوبونه تر غرمو

ها غلجو ها درانو

دیو ذات د یوه دین یاست

د یو کور  یوه پښتو

یوه ورځ سره یو نه شوئ

یو بل وژنئ په چړو

 هلئ ، هلئ ژر را ویښ شئ

ژر شئ، ژر شئ،  وایم ویښ شئ

هلئ، هلئ میړنو

تار یخ بیا په لاس کې  واخلئ

یه ښاغلو پرونو

تاو لاسونه یو تر بل کړئ

 غیږې ورکړئ د پښتو

یو وبل وته مسکۍ شئ

در ګو هر شیندی له خو لو

الله هو للو للو

هلی ویښ شی پښتنو

که نه لا ړلاست ویده شواست

د قیا مت تر  نښا نو

هلی ، هلی لمر را وخوت

مغل و یښ دی پښتنو

تا سو وړاندی شی سر کښیږ دی

و الله ته په سجدو

هلی هلی ژر را ویښ شی

ژر شی ، ژرشی سره یو شی

ها غلجو ها درا نو

مه کړی مه کړی نور خو بونه

میړ نو و ګلا لو

سره یو شئ سره یو شئ

درومئ درومئ

پل په پلو

ها غلجو ها درانو

ها آغلو پښتنو

 پروین سید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب