شنبه, جولای 27, 2024
Home+آر ویونه | لیکوال: سراج احمد حبیبي

آر ویونه | لیکوال: سراج احمد حبیبي

آر ویونو ته په فارسي کې (واژه های کلیدی) او په انګلیسي کې ورته (key words) ویل کېږي. دا هغه ویونه (کلیمې) دي، چې د یوې څېړنې په لنډیز کې له (۳) څخه تر (۶) یا (۸) ویونو (کلیمو) پورې لیکل کېږي، دا ویونه له لوستونکي سره د څېړنې د منځپانګې په لا ښه وضاحت کې مرسته کوي او د څېړنې مهمې برخې لوستونکو ته ور په ګوته کوي.

آر ویونه که څه هم پخوا د علمي او څېړنیزو مقالو برخه نه وو او د اوسني پرمختللي عصر یو ایجاد او لاسته راوړنه یې ګڼلای شو. خو بیا هم ځینو څېړونکو به هغه وخت هم د خپلو څېړنو ځینې مهمې برخې په بېلابېلو توګو داسې څرګندې لیکلې، چې لوستونکي به ترې د هغوی پر ارزښت پوهېدای شوای. د دې نه معلومېږي چې اوسني آر ویونه هم د هغوی پرمختللې بڼه ده.

 د آر ویونو په باب باید وویل شي، دا هغه کلیمې دي چې: 

د مقالې په منځپانګه کې اصلي نقش لري. 

په کتاب، یا مقاله کې د فهرست رول لوبوي. 

د مقالې یو کُلي تصویر د لوستونکي په ذهن کې جوړوي. 

د مقالې د منځپانګې له مناسبو کلیمو څخه ټاکل شوي وي. 

 او د سیمي کولن (؛) لیکنښې په واسطه له یو او بل نه بېل شوي وي.

د آر ویونو ارزښت

۱ـ آرویونه له څېړونکي سره مرسته کوي، تر څو په اسانۍ سره خپلو هغو موخو ته ځان ورسوي، چې ده د خپلې څېړنې لپاره ټاکلې دي. 

۲ـ آر ویونه له لوستونکو سره مرسته کوي، چې کوم ډول مقالې، کتابونه او رسالې د خپلې مطالعې لپاره غوره کړي؟

۳ـ په انټرنیټ کې چې میلیونونه مقالې په یوه موضوع باندې لیکل شوې وي، د لوستونکو سره مرسته کوي، چې د خپلې مطالعې اړوند مقاله په اسانۍ سره ومومي. ځکه دا میلیونونه مقالې په انټرنیټ کې د آرویونو په مرسته فلتر کېږي او لوستونکي ته هماغه مقاله په لاس ورکوي، چې دی ورپسې سرګردانه دی. 

په آر ویونو کې باید کومو خواوو ته پام وشي؟ 

۱ـ د څو شېبو لپاره مو ځان د خپلې مقالې د لوستونکي په توګه فرض کړئ!

 ستاسو په نظر یو لوستونکی باید ستاسو د مقالې اړوند کومې خواوې په انټرنېټ او علمي مجلو کې وپلټي؟

۲ـ کله چې د کلمې پر ځای عبارت د آر ویونو په توګه کاروئ، تر ۴ کلمو باید اوږد عبارت نه وي. 

۳ـ آر ویونه باید ستاسو د موضوع له عنوان سره بشپړ توافق ولري. 

۴ـ له بېلابېلو عباراتو او اصطلاحاتو نه استفاده وکړئ، چې ممکن ستاسو لوستونکی  یې ستاسو د مقالې اړوند په انټرنېټ کې پلټي. 

۵ـ آر ویونه ډېری په هغو ژورنالونو پورې اړه لري، چې ستاسو مقالې سبمیټ (submit ) کوي، خو په ټوله کې ویلای چې په هره مقاله کې له (۳) څخه تر (۸) پورې آر ویونه باید موجود وي. 

۶ـ کله چې د یوې خاصې سیمې (جغرافیې، آب و هوا) په اړه څېړنه کوئ، هغه د یوه آر ویي په توګه هم استعمال کړئ! مثلاً ووایاست! یخه سیمه، ګرمه سیمه، وچه سیمه، لوړه سیمه… 

۷ـ هغه مواد او تخنیکونه چې تجربه شوي وي، له هغوی نه هم د آر ویونو په توګه ګټه اخیستلای شئ! مثلاُ د څېړنې اړوند لیکلای شئ: کتابوتوني روش، ساحوي روش، O.B.E  (Outcome Base Education) او نورو. 

۸ـ د ټولنې او چاپیریال اړوند خاص موضوعات هم د آر ویونو په توګه استعمالولی شئ. مثلاً: چاپیریال ساتنه، د هوا ککړتیا، ژورې څاه ګانې او نور. 

۹- دا هم کېدای شي چې آر ویونه د مقالې له داسې کلیمو څخه وټاکل شي، چې د مقالې په عنوان یا لنډیز کې نه وي را وړل شوې؛ خو د مقالې په نوره منځپانګه کې په بېلابېلو ځایونو کې راوړل شوي وي. 

۱۰- آر ویونه باید د مقالې له اصلي عنوان، د بیان له مسلې او حتی له څپرکو سره بشپړ تناسب ولري او په ټوله کې د مقالې د اصلي منځپانګې بشپړ بیانوونکي وي. 

۱۱- آر ویونه باید نه دومره عام وي، چې د څېړنې جزیاتو ته هم نغوته وکړي او نه دومره خاص وي چې د څېړنې فرعي موضوعاتو ته هم نغوته ونه شي کړای. 

۱۲ـ څېړونکی باید پر دې ځان ډاډه کړي، چې د څېړنې آر ویونه یې د لوستونکو پر ژبه دي او که نه؟ له سختو، نااشنا او نامانوسو کلمو څخه د څېړنې آر ویونه ترتیبول، له لوستونکو سره د څېړنې په لوستلو او مفهوم اخیستلو کې مرسته نه شي کولای.  

۱۳ـ دا هم لازمه نه ده چې د آر ویونو له کلیماتو څخه بېرته د څېړنې په سر کې استفاده وشي، بلکې په تدریج سره دې ورو، ورو د متن په منځ کې وکارول شي. 

۱۴ـ ښه دا ده چې آر ویونه لومړی په یوه لښتلیک(جدول) کې ډلبندي شي، تر څو په اساني سره تشخیص او د کارولو ځایونه یې په نښه شي. دا کار د آر ویونو په ترکیب کې هم له موږ سره مرسته کولای شي. 

څېړونکي څه ډول کولای شي، د خپلو مقالو لپاره مناسب آر ویونه پیدا کړي؟ 

۱ـ څېړونکی باید پر دې ځان پوه کړي، چې لوستونکي د دا ډول څېړنو کومې خواوې په انټرنېټ کې پلټي؟ د دې کار لپاره دی خپله باید د خپلې څېړنې ځینې مهمې برخې په انټرنیټ کې وپلټي، تر څو دا ورته څرګنده شي، چې لوستونکو زما څېړنې ته د ورته څېړنو کې برخې ډېرې پلټلې دي. 

۲ـ څېړونکی کولای شي، له هغه لښتلیک(جدول) څخه چې د خپلې څېړنې له فرضي آر ویونو نه یې د ځان لپاره ترتیب کړی دی، د ( keyword planner) په مرسته  دې ته پام وکړي، چې د څېړنې کومې او څومره کلمې یې په کال یا میاشت کې په انټرنيټ کې پلټل (search ) شوې دي؟ 

په دې سره دی کولای شي، چې هغه مهمې او ډېرې پلټل شوې کلیمې، د خپلې څېړنې د آر ویونو په توګه وټاکي. 

۳ـ (google trend) یا (google trends) دا شمېر په ګوتو ورکوي، چې د آر ویونو کومې کلیمې یې په انټرنیټ کې ډېرې پلټل شوې دي؛ یعنې: 

۱ـ د آر ویي لوړ او ټیټ شمېر یې ورته ښيي. 

۲ـ هغه ځایونه ورته ښيي چې آر ويی یې په کې ډېر او یا لږ پلټل شوی دی. 

۳ـ آر ويي ته نیږدې یا ورته آر ویونه یې ورته ښيي. 

۴ـ دا ورته ښيي چې آر ویی یې په کال، میاشت، اونۍ، یا ورځ کې څومره پلټل شوی دی. 

په پای کې د افغانستان اکاډیمیکو بنسټونو (پوهنتونونو او علوم اکاډیمۍ) ته وړاندیز کوم چې په ګډه سره په انټرنیټ کې د کورنیو بېلابېلو علمي ژورنالو د آر ویونو څخه یو داسې (software) جوړ کړي، چې  څېړونکي یې له مخې په اسانۍ سره وکولای شي، چې خپلو څېړنو ته ترې مناسب آر ویونه وټاکي. 

دغه راز څېړونکو ته هم وړاندیز کوم چې که چېرته د انټرنیټ لپاره علمي او څېړنیزې مقالې لیکي، هلته باید د آر ویونو پر ځای آر عبارتونه (عبارتهای کلیدی) وکاروي، ځکه آر عبارتونه د آر ویونو په پرتله په انټرنیټ کې د لوستونکو سره د خپلې خوښې د موضوع په پیدا کولو کې ډېره مرسته کولای شي.

هغه څېړونکي چې د عبارت په مفهوم نه پوهېږي او یا یې د تخصص څانګه ادبیات نه دي، هغوی ته باید وویل شي چې؛ عبارت د دوو یا زیاتو خپلواکو کلیمو ټولګې ته وایي، چې یوه د بلې تابع شي او مرکب مفهوم افاده کړي؛ لکه: د احمد قلم، کتاب لیکل او نور. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب