یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهملا برادر د نوي کابل ښار د جوړیدو چارې پرانېستې

ملا برادر د نوي کابل ښار د جوړیدو چارې پرانېستې

تاند: (جمعه، د زمري ۲۷ مه ) د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون د نوي کابل ښار عملي چارې پرانېستې.

د کابل نوی ښار د اوسني ښار شمال لور ته موقعیت لري، چې د ده سبز ولسوالۍ ټولې سيمې او د شکردرې، قره باغ، ستالف او کلکان ولسواليو يو شمېر سيمې او د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ د باریک آب سيمه په بر کې نيسي.

ياد ښار په ۷۴۰ کيلومتره مربع ځمکه کې، چې ۳۷۰زره جریبه سره برابره ده جوړېږي او د کابل له اوسني ښار څخه کابو ۱,۵ (يو نيم) چنده لوی دی.

د طالبانو چارواکي وایي، د نوي کابل ښار پروژې ماسټر پلان په دوو ۱۵ کلنو مرحلو کې پلې کېږي او په لومړۍ مرحله کې به يې د یونیم میلیون کسانو لپاره ۲۵۰ زره کورونه جوړ شي، چې سوداګریزې، کرنیزې او تفریحي ساحې به هم پکې شاملې وي.

ملا برادر اخوند په یادو مراسمو کې ویلي، چې د دغې پروژې له پيل سره به ګڼو هېوادوالو ته د کار او پانګوالو ته د پانګونې زمينې د برابرېدو ترڅنګ په اوسني ښار کې ګڼه ګوڼه تر ډېره بريده کمه شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شيخ حمدالله نعماني بیا ویلي، چې د دغه ملي پروژې د اړوندو سيمو ټول اړوند اسناد په پوره غور او دقت سره څېړل شوي او د غصب او فساد مخنیوی شوی دی.

د هغه په وینا، د نوي کابل پروژه په ۴ فازونو کې ډیزاین شوې ده، چې د لومړي فاز چارې په ۵ پارسلونو کې په پام کې نیول شوې او پرون یې د دوهم پارسل د جوړېدو چارو پرانیسته وشوه.

1 COMMENT

  1. له دې څخه بل لوی جهالت نشته ، دغه څناورتوب د خپلې مردارې مفکوري لپاره کوي چې خپل ځناورتوب پرې پټ کړي ! ښار جوړول اوس ورته ضرورت نشته اوس قدامت وږی اولس لري ، اوس قدامت د ښځو حقوق دي ! ښار جوړونه یې په سیاسی ډول لوی ځناورتوب دی ! اول د زوړ کابل جوړ کړي ! نه یې کوڅې نومونه لري او نه کنارابونه ! دا یوه چنګیزی اقتصادی دوره ده چې نه یې سر مالوم دی نه بیخ ! په سیاسي ډول دا زهر دی خو دا ځناور پر دې نه پوهیږي او په خپل جهالت مملکت تقسیمه وي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب