سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Home+ولي د افغان ملالو لوڼو پر زدکړو او د ښځو پر حقونو...

ولي د افغان ملالو لوڼو پر زدکړو او د ښځو پر حقونو ټینګار کوو؟

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

افغانستان یو مسلمان هېواد او پر دې خاوره ټول مېشت قامونه مسلمانان، د ګډو ارزښتونو، ګډ تاریخ، ګډ هویت، ګډو قربانیو او حتا ګډ برخلیک خاوندان دې.

د همدې هویت او ملي مشترکاتو برکت و چې استعمارونو او ښکېلاکونو د افغان تاریخ او وطن په ډیرو نازکو او سختو حالاتو کې دا هېواد او ملت ونه ویشل، بلکي په سخته ورځ دوی تل متحد شوي، خپلمنځي ناخوښۍ او تربګنۍ یې شاته پرې یښې او د یوه واحد افغانستان په پار یې د آزادۍ، هېوادساتنې، ملت پالنې او خپلواکۍ په لار کې په یوه مورچل او دریځ کې بې شمیره قربانۍ ورکړي.

ولي ددي ټولو سره افغان ملت هڅه کړې چې د سیالۍ، ابادۍ، هېواد جوړونې، ځان او خدای پیژندنې په برخه کې هم د زمانې له اوښتونکې یون سره بدلون وکوي، سیال شي، خپل هویت ته کار وکړي، ځان او هېواد د پردیو له احتیاج او محتاجۍ خلاص کړي او په لویه کې د ځان بساینې او ملي اتکاء پر لور په ګڼو ډګرونو کې اړین ګامونه واخلي.

په دې دریځ کې د روښانیانو روښان ګرایانه خوځښت، د خوشحال خان بابا د اقتدار غورځنګ، د هوتکیانو افغان شموله ویښتابه، د احمدشابابا هیژمونیک او هویت پاله ژوراندۍ، د امیر شیرعلی خان دولت محوره لید او د وزیر اکبر خان او امان الله خان د زمانې له استخباراتي او ښکېلاکې ټکر سره مبارزه، د پاچا ظاهر شاه عصری سازۍ او منځ لارې اعتدال پر فکر ولاړ اصلاحات او د افغانستان د سالمیت په برخه کې د طالب جریان قربانۍ ټولي د ستاینې، یادونې او پالنې وړ دي.

مګر دې ټولو ته په کتو، له موږ څخه دا ویاړونه نور په تاریخ کې پاتي شوي، د پرون یوازی یادونه کولای شو، زموږ د نن په برخلیک کې هېڅ بدلون نشي راوستلي، د نن شرایط او غوښتنو نهایت بدلون کړی، د نن افغانستان ژغورنه، سالمیت او د ابادۍ باب له موږ څخه د نن د یوه مسوول او ملي ماموریت لرونکې کهول په توګه ګڼې او نوي غوښتنې لري، نویو ننګونو ته زاړه ځوابونه کار نه ورکوي، فردی مزاجونو او شخصي انګیرنې باید د عقلانیت او اړتیا تر کچې ومنل شي، توندلارې او افراطي سرونه یې باید سکښت شي، ملي فکر ته کار وشي، ملي ګټې باید مهمي وبلل شي او د افغاني ملتپالنې هویت باید قوت وګڼل شي د ملي وحدت ترڅنګ د ملت سازۍ، نظام سازۍ او ملي ثبات پر تناظر کې باید د افغان ښځو ملت سازه، انسان سازه او تمدن سازه دریځ ته هم د پام وړ کتنه وشي او پدې برخه کې باید د افغانستان د ملي ګټو، د زمانې له عقلانیت او شرایطو سره سم کار وشي.

د افغان ښځو پر بحث کې د افغان ملالو لوڼو له ښوونځی تر پوهنتون پورې د زدکړو خبره د نن افغانستان د بقاه، سالمیت، ریښتوني خپلواکۍ، ملت سازۍ، له احتیاجه د افغانستان د خلاصون او په لویه کې یو بنسټیز ملي او ولسي لومړیتوب ده.

د افغان وطن د ملالو لوڼو پر زدکړو زموږ ټینګار د اسلامي نړۍ او امت د تمدني هویت او حوزې خبره ده، د مسلمانو علماوو د اجماع بحث ده، د اسلام د مبارک دین د فرایضو له باب څخه ده، د ښځو اړوند د قران کریم د ۱۹۶ نصوصو استدلال او منطق ده، د قران کریم د ولوله عظیم الشان میثاق ده، د ربتعالي ( ج ) دا حکم ده چې ایا برابر دي هغوي چې پوهیږی او هغوي چې نه پوهیږی، د رسوالله (ص) د نبوي سنتو منشور ده، د رسوالله (ص) د سیرت پر بحث کې د حضرت عایشي ( رض) شخصیت، علمیت او فقاحت ده او همدارنګه نه یوازی د زدکړو بحث بلکي د رسوالله (ص) د حضور پرمهال د ټولني پر ګڼوبرخو کې دښځي فعال شتون بله هغه موضوع ده چې د مسلماني ښځي پر پوهي او د هغې پر ټولنیز، ولسي او مانادار رول ټینګار کوي.

د بیلګې په توګه د اسلام له راتګ سره نه یوازی د ښځو په ژوند کې په ټوله مانا بدلون راغي بلکي ددې ترڅنګ د اسلامي ټولني په ګڼو او مهمو برخو کې فعال شتون ته راوبلل شوي. د بیلګې په توګه د حدیثو په نقل او د قرانکریم د متن په راټولونه کې که د مسلمانو ښځو رول چې ټولي د پوهی او فهم خاوندانې وي د پام وړ ده، علی شیرازی د نوموتو مسلمانو ښځو پر کتاب کې د ۶۸ حدیث پوهانو ښځو یادونه کړې، ابن سعد په یوه روایت کې د ۵۲۹ صحابه ښځو یادونه کوي چې ۹۴ پکې یوازی د حدیثو راویانې وي، د ابن حجر په کتاب الاصابه کې د صحابیاتو ښځو شمیر ۱۵۵۱ او د ابن سعد په طبقات کې ۶۲۹ کسه ښوودل شوي.

اسلام نه یوازی د ښځو له زدکړو او د مسلمانو لوڼو له پوهي او معرفت څخه ملاتړ کوي بلکي د ښځی پر ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او رهبرانه رول هم ټینګار کوي، اسلام او اسلامي تاریخ د څلور واړه راشده خلفاوو او بیا را وروستو ټولو حکومتونو په ځانګړي ډول پر عباسي او اموي خلافتونو کې دښځو ځایګی د تعریف شوي هویت خاوند و.

د اسلامي نړۍ په اوسنې دور کې هم نه یوازی د ښځو د زدکړو پر موضوع کې بلکي پر ګڼو برخو کې د پام وړ بدلون او پرمختګ لیدونکي یوو، د بیلګې په توګه د سعودی عربستان ۴۰ سلنه پوهنیزه برخه ښځی رهبری کوي، په قطر کې خو بیا په کال ۱۹۹۹ کې ۷۰ سلنه د پوهنتون زدکړیالانې ښځی وي، په بحرین کې بیا دا شمیر د ۶۰ او ۶۵ ترمنځ وه، همدارنګه د حکومتواله پر بحث کې همداوس زموږ د ګاونډی ایران د فرهنګي – اسلامي انقلاب بانیانی ښځی ګڼل کیږی، اندونیزیا او مالیزیا د ښځینه رهبرۍ پر ادرس پیژندل کیږی او د تورکانو خو یوازی د عدالت او پراختیا په ګوند کې چې اردوغان یې رهبر ده تر ۲۳ زره ډیرې ښځي د ماسټرۍ او دوکتوراه په کچه پکې پر زدکړو سمبالي دې، ددي ټولو ترڅنګ که تاسو د مصر د ۲۰۱۱ کال انقلاب ته چې د اسلامی بیدارۍ په نوم نومول شوي کتنه وکړي، نو د تحریر او اسکندریه د لاریونونو ۶۰ سلنه ګډونوالئ ښځی او د اخوان المسلمین د نړیوال اسلامي خوځښت غړي وي.

ددي ټولو سربیره الحمدالله زموږ پر افغان ټولنه، فرهنګ او تاریخ کې هم د ښځو رول ته د ټولو ناخوالو سره سره درناوي شوي، منل شوي او ډیر کله يي د ښځو پر عقلانیت، مدیریت، رهبریت، ځایګي او د هغوی په مانادار رول اعتراف کړي.

 د بیلګي په توګه په میوند کې د ملالي تاریخي کردار او تاریخ سازه کرکټر، پر دویمه افغان – انګریز جګړه کې د غازي ادې او د کابل د عاریفانو او عاشقانو د زهره او ۴۰۰ ښځو د مجاهدت او وطنپالني دریځ، د احمدشابابا د واکمنۍ پرمهال د کندهار د عینو افغاني لید، د شاحسین هوتک د واکمنۍ پرمهال د زینوبې د سیاسي او ټولنیز رول اغیزه، د انګریزانو پر ضد جهاد او تخت ته د امیرمحمد یعقوب خان د بیرته راګرزولو په پار د یعقوب خان د مور او ښځی سیاسي، ولسي او ټولنیزی هڅې، په ملي هینداره کې له تاریخي او ټولنیز پلوه په افغانه پښتنه ټولنه کې د ښځو د ونډی، دریځ، خبرې، ټولنیز مقام، منطق، استدلال، فصاحت، عقلانیت، هېوادپالنې، وقار او پوهي څرک له ورایه ښکاري.

د اسلامي، تاریخي او افغاني فرهنګي روایت ترڅنګ د نن افغانستان خبره، اړتیاوي، ګټې، د نننې اسلامي نړۍ واقعیتونه، د علم ټولیز ارزښت، د ساینس، صنعت او ټیکنالوژۍ په زمانه کې زموږ حال، د معاصرې اسلامي فقهي غوښتنې، زموږ ملي ګټې، د ملت او دولت منل شوي تامل، استخباراتي او پر سیاسي او اقتصادې ستراتیژیکه جغرافیه ولاړ نړیوال نظم، لاسوهني، ژر بدلیدونکې سیمه اییز او نړیوال شرایط او د افغانستان د سالمیت او د افغان ملت د غوښتنو رواه والي او برحق والي ته په کتو سره د افغان ملالو لوڼو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانستل نه یوازی اړین دي – بلکي زموږ د اسلامي او ملي ګټو له مخې فرض دي.

پدې برخه کې یوه ورځ ضایعه کول د توجیی وړ نه ده، د افغانستان له ملي ګټو او ملي مصالحو سره جدا په ټکر کې ده، د ملت او دولت ترمنځ د واټن لامل کیږی، افغان لور باید د وخت پر ټولو علومو او فنونو برلاستیا ولري، زموږ پر تاریخ او هویت تپل شوي استعماری افکار چې ښځه تر کور او ګوره رامحدودوي دا ګردونه باید د افغان لور د زدکړو له لارې وڅنډل شي ځکه هغه ښځی چې اسلام د عربی جهالت له ګوره ژوند ته راوګرزوله او په کور کې د زندانی کولو پر ځای یې پر پوهه او علم د سمبالولو ستر علمي او انساني دریځونو ته اوچته کړله، هغه باید بیرته په ګور نشي، بلکي د علم او تقوي، د پوهي او فنونو پر هنر او ښکلاء باید سمباله او ښکلی کړای شي.

زه باور لرم که افغان لور او ښځی ته د زدکړو اسلامي، انساني او ملي حق ورکړل شي،  دوي به افغان وطن ته د ویاړ مشالونه شي، د پوهی او سیالۍ پر هر ډګر به د افغانستان په نوم مډالونه راوړي او تل به لکه د میوندونو ملاله د افغانستان نوم ورسره په هسک سر او ویاړ اخیستل کیږی.

د افغان وطن په لور باور وکړۍ او له ښوونځی تر پوهنتون پورې د زدکړو حق او زمینه ورته برابره کړۍ.

5 COMMENTS

  1. محترم جامع صاحب د لیکنی دی مننه. سلیسه او روانه ژبه کارول سوې ده. د محتوا له حیثه هم غنی لیکنه ده.

    خو یو څه چی پوښتنی ته می یی جواب ونه موند هغه د شهید سردار محمد داود خان نوم وو چی د لست نه غورځول سوی دی. د خدای بخښلی محمد داود خان نوم د افغانستان په تیرو سلو کلونو کی د پرمختګ، خپلواکۍ او عصری کیدو سره نغښتی دی او دده لور لید به تاریخ تل په یاد لری او تايید به بې کړی. دمرحوم پر پنځه کلن پلان تر نن پوری افغان دولتونه شخوند وهی. هر هغه څه چی موږ ته (حتی د ظاهر خان ددورې په شمول) را پاتی دی، د همدې ستر لارښود د ابتکاراتو څخه دي. دا به بې انصافی نه وی چی دیوه پر هیواد مین او تر سرتیر، د مېړانی او پاکۍ سمبول زعیم نوم له قلمه و غور ځول سی. هیله ده زموږ راتلونکی نسل د شهید داودخان په هکله منصفانه قضاوت وکړی او زمږ راتلونکي ملی او سیاسي مشران د مرحوم د تجاربو او اشتباهاتو نه څه زده کړی.

    روح دې ښاد او نوم دې تل پاتی وی.

  2. QAZEE SAHIB NAJIBULLAH JAAMEE ;ASSLAMOALIKUM
    KHUDAYEE. TAALAA. DEE 1000 KALA ZHWANDAY LARAH ZMONG FAKHER YAAST,
    TASSE DE QADER WARR. YAST.
    MANANAH

  3. سلام
    ډیرمحترم اوقدرمن جامع صاحب دزده کړو په هکله ستا ژوندی ژور احساس ماپه کوم تلویزیو کې ولید واقعا دمسئولیت برخې دې په کې راڅرګندې کړی اوبل داچې ستا دځینو مرکو پس منظر په سالمه نیوکه او جامع طرحو او دریځ کې رابرسیره کیږی چې عملا ستا جامع بودن ښیی بناء ستا نوم، جامع او دقاضیتوب لقب یو دبل سره تړاو رامنخ ته کوی.زما هدف دې تبصره کې شخصی ببولالی او ګونګوسی نه دی او نه دکلام له عفته وتل دی زما هدف یوازې او یوازې زده کړې ، پوهه اوجهان بینی ده چی دا زموږ دټولنې، نظام ، سیستم، ملت او وږی بیګناه ولس ستره ننګونه ده که موږ دغه ننګونه بشبړه نه کړو بدلون هیڅکله نه راخی.
    ورور کیه ! تاهرڅه ګل اوګلزار ښودلې خو داسې هم نه ده شبه که تیاره ده مڼې په شماردی! دبدلون غږ سوره رعد کې۰۰ ۱۴ کاله پخوا موږ ته ارشاد شوی خو کومه برخه کې موږ به کوم مقذار اوڅنګه عملی کړی زموږ د یوشمیر نیم او نیمه کله سیاستوالو لافې او باټې[ تودې خبرې، تاوده بحثونه، څار ، تحول، فراخبر، افغانستان انتر نشننال، سرخط او نور تکراری زنبورک شاهان] ډیرې ماشومانه اوکوڅه دبې دی زموږ مسئولان تر اوسه مشترکه ژبه نه لری اوس زما اوتا بحث کې [ دولې! خبره مطرح کیږی؟]
    ځکه اکثریت یې کلبی دی او که مقصود له اسلام او خپلې ټولنې څخه بشپړه جهان بینی نه لری حتی دخبرو به طریقه یې سر نه خلاصیړی هغه هم ډیره ابتدایی برخه کې!تا دذبیح الله مجاهد مسکا تا لیدلې. واقعیت هسې نه دی کوم چې احساس کیږی او دټولنې ضرورتونه ایجابوی.
    یوقاضی به اسلامی ټولنه کې دسولې ،عدالت،مساوات، اخوت، اواجتماعی قرارداد باندې باید تاکید وکړی زموږ عام وژنې، سیالی ، سرتمبګی ، در بدری، حقارتو نه اهانت غر اوفش اوبدمرغی خونړیوال بد نوم لری دهمدې بدمرغیو لاملونه دی چې په ټوله نړۍ کې تیت اوپرک براته یو. دوه کاله شو چې عملا دقیقا اخلاقا مسئولا او اهلا د[ امارت اسلامی] او یا[ اسلامی آمارت ] کلیمو ترمنځ مو دروابط اوضوابطو دسبلین جوړ نه شو کړای فلهذا تا تر اوسه پورې به نړۍ کې یو داسې مستبد ،ستمګر ، ظالم موقتی او دایمی سیستم یانظام لیدلی چې دزدکړو دروازې یې دخپل ولس پرمخ تړلې وی ایا دولس کړکیچونه چا له روس او امریکا سره محاسبه کړي؟بېړه دقدرت اوشخصیګتو اوانړیوالیو وه چې څوک له چا سره اړیکی لری اوتل دې همدې قدرت لپاره دغه ولس قربانی اومعامله شوی ستر مثال یې کرزی اوغنی متکور دی! . عزیز معارج ددې معاملې په اناتومی دیر ښه بلد سیاستوال دی.

  4. سلامونه
    استاد قاضي صاب جامع ، همهاغسې چې په تاوده بحثونو کې په ټول جرآت او عدل خپل نظر وړاندې کوي ، په دا لیکنه کې ې هم د افغان ملالو له حقه حقوقو دفاع کړیده او ډیرو ښو ټکو ته ې اشاره کړیده.
    زما په فکر ډیري رسنیو کې هر ډول خلک خبرې کوي لاکن د استاد قاضي جامع؛ استاد مومند، ډ.حکمت؛ډ.پوپل افغانیار، هاتف مختار،ډګروال امان، پیګیر ساب، ،بلال فاطمي، عزیز معارج ا.د.ن. په شان شنونکي د ګوتو په شمار دي . د موبي ګروپ والا، بی بی سی، ا.انټرنشنل خو ابلیس څټلي دي ځانګړې توګه پښتو ، افغان او پښتون سره ازلي عناد لري چې نه پوهیږو څه وخت به سړیتوب زده کړي؟؟؟
    بله خبر دا چې : د شمشاد له هسکې څوکې
    د خیبر د زړه ءله نوکې
    هرې خواته وهو کووکې
    څوک ې اوري او که نه؟؟ …
    “ارواښاد اجمل خټک”

  5. ما چی کله په لمر کی د ” تودی خبری ” پروګرام کاته نو د معدودو میلمنو تر څنګ ښاغلی جامع صاحب تر ډیره سریع او تر یو ځایه صریح ( او اکثراً دو پهلو ) صحبت کاوه. ژبه او قواره او لباس ئی هم زما تر سترګو ښه ایسیدی البته اوس را ته تر ډیره ښکلی ښکاری.
    ښاغلی جامع یو وخت خپلی ټولی لیکنی ” نن ټکی آسیا ” ته لیږلی او داسی ښکاریده چی جامع صاحب هغه وخت هم طالب ته تمایل درلود ( البته لیکنی او دریځ ئی متحجرانه او افراطی نه ؤ او ممکن نن ورځ هم نه وی ) خو اوس داسی حدس کیږی چی یا د ” نن ټکی آسیا ” متصدین په کونه کی دی او لیکنه ئی نه خپروی او یا جامع صاحب د طالب سره فکری زاویه موندلی ده او هڅه کوی چی طالبی او ملی ارمانونه سره ګډ او یو بل مخرج مشترک تری تر لاسه کړی.
    بله دا چی ما ته به دا کیسه هم ډیره جالبه او خندوونکی وه چی مجری بیچاره به څو ځله جامع صاحب ته په جدّی توګه اِشاره کوله چی نور وخت تمام دی خو جامع صاحب به بیا هم لګیا ؤ.
    بله دا چی د جامع صاحب پراخ سواد او مطالعی ته په کتو سره په پورته لیکنه کی یو څو املائی درنی غلطیانی تر سترګو کیږی چی ممکن د تلواری او عجولانه لیکلو او مجدد نه مرور محصول وی نه د کوم بل څه.
    په هره توګه، جامع صاحب یو مستعد او دردمن او با احساس ځوان دی او ممکن د هری پاچهی په درد وخوری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب