پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهدوستم: د طالبانو د پرځولو لپاره د امریکایي وسلو نه، د ښې...

دوستم: د طالبانو د پرځولو لپاره د امریکایي وسلو نه، د ښې رهبرۍ کمی دی

تاند: (جمعه، د زمري ۲۷ مه ) د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا یوه غړي مارشال عبدالرشید دوستم په تازه څرګندونو کې منلې، چې د طالبانو د پرځولو لپاره د امریکایانو وسلو او تجهیزاتو نه؛ بلکې ښې رهبرۍ ته اړتیا ده.

هغه په دې ډول، د طالبانو د مخالفانو ترمنځ د اختلافاتو په موجودیت ضمني اعتراف کړی.

له دوستم څخه مخکې، د دوی د شورا یوه بل مهم غړي عطا محمد نور د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې جنګي ډلې پر مشرانو(احمد مسعود او امرالله صالح) ځینې نیوکې کړې وې.

طالبان بیا باور لري، چې د دوی مخالفان له هېواده تښتیدلي او د دوی د مقابلې لپاره د خلکو د ټولولو باور یې بایللی.

د یادې شورا بل غړی عطامحمد نور بیا، چې دوستم سره یې د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په مناسبت انلاین غونډې ته وینا کوله، طالبان د امریکا نوکران وبلل او تورن یې کړل، چې امریکایانو د خپلو ګټو لپاره د افغانستان واک ور سپارلی.

د طالبانو یو شمېر نور منتقدان هم ورته ادعاوې کوي، خو طالبان یې بې بنسټه بولي.

4 COMMENTS

  1. TO DUSTEM;
    you don’t have one honest afghan in your shura.
    all of you are corrupt.
    last 20 years you just collect dollars for your pockets.
    your houses is best proof of your corruption.
    NOW PEOPLES DON,T TRUST YOU.AND PEOPLES WILL NOT STAND WITH YOU
    talibs are in the power/and not easy for you to get power.
    you and atta mohammed was in mazare shareef ;why you run from afghanistan.
    sleep relax and enjoy life

  2. ههههههه
    د په همدې ډرتو مارشالي واخسته او د هر چا سره یې دا کار کړی، خانه ستا به جنګ وي او زه به نه یم. دا ټول بګیل شوي فکر کوي چې افغانستان ددوی میراث دی وه وروره بس دی چې ژوندي یاست خپلو اولادو ته دوښمني مه پریږدي تاسو خو نو ختم یاست د لکۍ نه پاڅئ بیا به مو بچیان خلکو د یوې پښې ځوړند کړي وي.

  3. بهتره همدا ده چی تاسو چپاولگران او تشتیدلی گیدړان اروپایی ملکونو که د همجنسبازانو یوه ډله جوړه کړی او یوبل سره واده وکړی پدرام خو هسی د همجنسبازانو رهبر ده او دستم هم لوی لوطې ده

  4. د غربیانو د شیطانی سیاست نتیجه دا ده چی د عام او خاموش او اکثریت وولس د ارمانونو او هیلو غوښی او هډوکی د میچن دوو درنو او بیرحمو پَلونو تر منځ میده سی ( په ترکیه او کابل کی نصب سوی او کرایه سوی میچن ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب