پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د روغتیا وزارت د پولیو واکسین د مخنیوي ادعا رد...

د طالبانو د روغتیا وزارت د پولیو واکسین د مخنیوي ادعا رد کړه

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۶ مه) د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند نن (دوشنبې) وویل چې په افغانستان کې د پولیو د واکسیناسیون د کمپاین د بندیز خبر سم نه دی.

تر دې مخکې اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د ملګرو ملتونو له قوله ویلي و چې طالبانو د پولیو واکسین کمپاین بند کړی دی.

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان وویل، “تر دې دمه، د واکسین د بندیز په اړه هیڅ رسمي لیک نه دی صادر شوی.”

زمان د پولیو واکسین ګټور وباله او په ایکسپاڼه کې یې لیکلي: “د عامې روغتیا وزارت د پولیو واکسین له خپلو ټولو قانوني او تخنیکي اصولو سره سم تطبیق کړی څو دا اغیزمن او ګټور وي.”

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هیوادونه دي چې تر دې دمه یې د دې ناروغۍ د خپریدو مخه نه ده نیولې.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۱۸ پېښې ثبت شوې دي.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ پېښې ثبت شوې وې.

اسوشیتیدپریس خبري اژانس راپور ورکړی و چې د روغتیا نړیوال سازمان یوه چارواکي چې له موضوع خبر و، نن دوشنبه ویلي، چې د کور پر کور واکسین پر ځای په جوماتونو کې د واکسین د ورکړې سپارښتنه شوې ده.

د طالبانو حکومت ۤپه افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین ځنډولی

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب