Homeادبلنډه کیسهاته نفره (لنډه کیسه) نصيراحمد احمدي

اته نفره (لنډه کیسه) نصيراحمد احمدي

سړی په بېړه د اور خونې (دالان) ته ورننووت.

ويې ويل:

_غوښه، غوښه شته؟

ښځې په حيرانۍ ورته وکتل.

سړي وويل:

_مېلمانه لرم، درې کسه دي.

ښځې وويل:

_ د ابۍ د پرهېز چرګ پاتې دی.

سړی يې په خبره کې ور ولوېد:

_پروا نه کوي، مورکۍ ته به مې بل چرګ راوړم.

ټوخی راغی، يوه زړه ښځه دالان ته ور ننوته، په سينه کې يې غژهاری وو، په زحمت يې وويل:

_وی نږورې! دا څنګه خبرې کوې، زه دې خاورې وخورم، د مېلمنو عزت مهم دی.

ښځې دسترخوان پرانيست، ويې ويل:

_وه سړيه! ډوډۍ سړه ده.

سړي وويل:

_تنور واچوه، د مېلمنو عزت مهم دی.

اته کلن ماشوم راغی، د مور تر څنګ کېناست، د سړې ډوډۍ وړه ژۍ يې ور پرې کړه، په ډکه خوله يې وويل:

_ادې! په مکتب کې يې راته ويل چې مېلمه د خدای دوست دی. د خدای دوست ته به څنګه سړه ډوډۍ ورکوو! پروا نه کوي، سهارنۍ پاتې شوې سړه ډوډۍ به موږ وخورو.

_سړي د ماشوم پر سر لاس تېر کړ، په مينه يې ورته وکتل، د ماشوم سترګې وځلېدې.

په ووړنې کې تړلې نجلۍ وچونګېده، ماشوم وويل:

_ادې، ته اور بل که، خورکۍ به مې زه کراره کم.

يوه څلور کلنه ماشومه راغله، په خوند يې وويل:

_ادې، مېلمنو ته ورشم؟

انا يې تر لاس ونیوله، ګړی يې کوږ کړ، د نجلۍ مخ ته يې يوه لپه اوبه ور واچولې، د هغې پر مخ يې خپل ټکری تېر کړ، ټوخي واخيسته، ويې ويل:

_هو، اوس ورشه، خو ګوره، شوخي به نه کوې، مېلمانه په تکليف کېږي.

نجلۍ په منډه له دالانه ووته.

بوډۍ خپلې نږور ته وکتل، لاسونه يې تور وو، له تناره يې ايرې ايستې.

بوډۍ وويل:

پوهېږم، په خپله ام ښه نه يې، ماشوم لرې، خو مېلمه د خدای دوست دی.

* * *

ټک شو، اته کلن ماشوم کېناست، تياره وه، د لاس ګوتې نه ښکارېدې. څو نورې ډزې وشوې…

ماشوم د خپلې نيا خوبولی غږ واورېد:

_زويه، څه خبره ده؟ ټکا نږدې ښکاري.

د دروازې له چولو څخه سپينه تېره رڼا راووته، پر مخامخ دېوال پرېوته.

ماشوم کېناست، په وېره يې وويل:

_په دهلېز کې څوک ګرځي!

درب شو، د کوټې دروازه له چوکاټ سره ولګېده. ماشوم د صندلۍ تر مېز لاندې ننووت.

دوې ډزې وشوې، ماشوم د خپلې نيا چونګۍ واورېد.

د صندلۍ بړستنه يې چوله کړه، په کوټه کې د لاسي بتيو سپينې رڼاوي ګرځېدې.

ډډ نارينه غږ يې واورېد:

_کار خلاص شو، ځو؟

بل سړی په خبره کې ور ولوېد:

_نه، په اووړني کې تړلۍ ماشوم يې شپږم و، دا زړه بوډۍ هم اومه. اتم پاتې دی.

_ څوک؟

_هغه هلک چې ډوډۍ يې راوړه ، وروسته يې لاسونه را پرېمانځل.

ماشوم لړزېده… د بړستې په څنډه يې غاښونه ټينګ کړې وو.

يو ناڅاپه يې پښه کش شوه، ماشوم چيغه کړه، ډز شو، خوله يې وسوځېده، په ځان ونه پوهېد.

(پای )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...