پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد (سرو زرو چاڼوونکي) په ځای زرچاڼی

د (سرو زرو چاڼوونکي) په ځای زرچاڼی

غزا نور

وړمه ورځ بدخشان کې پاڼ غورځېدو سره زرچاڼي لاندې شول.
ملګرو لیکلي وو، بدخشان کې سره زر چاڼوونکي لاندې شوي
ما چې جمله ولوسته، فکر مې وکړ (د سره زر چاڼوونکي) په ځای زرچاڼی غوره کلیمه ده.
زرچاڼی لنډ دی. بله د سرو او سپینو دواړو لپاره څه چې ان د نورو ګرانبیه ډبرو د چاڼوونکو لپاره کارېدلی شي، ځکه پښتانه هر ګرانبیه شي ته زر وايي.
دا کلیمې مې استاد زیار ته واستولې خوښې او منلې یې دي.
زرچاڼی مفرد
زرچاڼي جمع
زرچاڼي مفرد اوښتپېر: حکومت یوه ناقانونه زرچاڼي ته لس کاله بند سزا ور کړه.
زرچاڼو جمع اوښتپېر؛ حکومت ناقانونه زرچاڼو ته لس کاله بند سزا ور کړه.
د پوسټ مارټم په ځای توشپل
څه مهال مخکې چې د سیمع الحق د مړي را ایستلو خبره شوه، ملګرو لیکلي وو، حکومت غواړي د مولانا مړی پوسټ مارټم کړي.

ما وویل د پوسټ مارټم په ځای توشپل ښه دي.
ځکه کله چې به پښتونخوا کې څوک ووژل شول، پوځ به د طبي یا عدلي طب معاینې لپاره روغتون ته وړل، زموږ خلکو به د پوسټ مارټم په ځای توشپل کلیمه کاروله.

دوی به ویل، مړی یې توشپلو ته وړی. مړی روغتون کې توشپي.
که څه هم ملګرو دا کلیمه را سره نه منله، خو استاد زیار را سره منلې ده.
د نیابتي جګړې په ځای بلواکې جګړه
موږ وخت ناوخت د نیابتي جګړې یا فراکسي وار لپاره خپله کلیمه نه لرو.
استاد زیار ته مې لیکلي و چې که نیابتي جګړې ته بلواکې جګړه ووایو هغه را سره منلې ده.
بلواکې مطلب دا چې د بل واک کې ده یا د بل د واک لپاره جګړه کېږي.
یاده دې وي چې بلواکې او بلواکي(غلامي) توپیر لري.
بلواکې(اوږده ی) سره او بلواکي( څرګنده ی) سره ده.
که د جګړې په ځای جنګ وایو، بیا بلواک جنګ یا جنګونه ویلی شو.
بلواکې او بلواک د مفرد او جمع دواړو لپاره راځي:
بلواکې جګړه بلواکې جګړې.
بلواک جنګ، بلواک جنګونه.
د سټبلېشمنټ په ځای پټواکي
استاد ویلي دې برخه کې څه غور پکار دی.

یو سپیناوی

ځینې ملګري وايي، کلیمې جوړول د اکېډمۍ کار دی. خو که کومه بېلګه لري چې اکېډمۍ کله پښتو کلیمه جوړه وي یا دې برخه کې کار کوي، نو موږ به له دې کار تېر شو.

که د اکېډمۍ په تمه کېږو، هسې ځان تېرباسو. دا کلیمې چې یا په ژبه کې شته یا ما وړاندې کړې، قضاوت به ژبه کوي، که ور سره جوړې عامې به شي که نه وي، هېرې به شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب