جمعه, اپریل 26, 2024
Homeمقالېدرید پارلماني رژیم په پلمه د هېواد د تجزيه کیدو هڅې

د پارلماني رژیم په پلمه د هېواد د تجزيه کیدو هڅې

استاد رباني وحدت 

 لکه څه ډول چې د کال د هر موسم په بدلېدو سره هوا بدلیږي،  په ورته ډول په افغانستان کې هم د سیاسي بدلونونو سره جوخت، په اساسي قوانینو ،سیاسي رژیمونو، اداري سیستمونو، ایدیالوژیو او د دولت په سیاستونو کې بدلون راځي. ځکه نوموړي اېديالوژی، سیاسي رژیمونه، قوانین….یا د پردیو هېوادونو له خوا زمونږ پرهېواد تحمیل شوي وي یا په پټو سترګو د نورو هیوادونو څخه تقلید شوی وي.

    که له یوې خوا زمونږ هیواد ته د امپراطوریو قبرستان ویل کیږي؛ خو له بلې خوا د پردیو ایډیالوژیو، سیاسي رژیمونو، نظامي ځواک او وسایلو د ازمایلو لابراتور هم دی. په همدې اساس ویلای شو، چې افغانستان د زبرځواکه او نیواکګرو هېوادونو لپاره د قبرستان ترڅنګ، د ښکېلاکګرو او نورو هېوادونو د نظامي وسایلو او طرحو د ازمایلو لپاره لابرتوار هم دی.

     د ۱۳۵۲ لمریز کال راپدېخوا په افغانستان کې (۷) ځلې اساسي قانون تعدل شوی دی ،کیدای شي افغانستان په نړۍ کې یوازېنۍ او لومړنۍ هیواد وي، چې د شاوخوا ۳۰ کلونو په اوږدو کې (۷) اساسي قانون پکې بدل شوی وي. د اساسي قانون او سیاسی رژیم د بدلون او تعدیل شرمونکي  لړۍ پای ته نه ده رسیدلي، بلکې اوس هم ځينې سیاستوال( لکه یونس قانوني او نور همفکره يې) هڅي کوي، چې د هېواد په سیاسي رژیم کې بدلون راولي او اوسني نظام په پارلماني رژیم واړولي، ترڅو د مرکزي حکومت او ولایاتو ترمنځ واکونه وويشل شي، په پایله کې د متمرکز حکومت پرځای فدرالي نظام رامنځته کړي.

    ایا په اوسنیو شرایطو کې پارلماني نظام د افغانستان لپاره ګټوره نسخه ده ؟ په ځواب کې باید ووایم، چې نه،ځکه چې د پارلماني نظام د برياليتوب لپاره ترټولو مهم شرط د پياوړو ملي سياسي ګوندونو او مدني  ټولنو شتون دى، چې له بده مرغه په افغانستان کې په نشت حساب دي. د هېواد زياتره سياسي ګوندونه د حقوقي قواعدو او اصولو برخلاف، د قومي، مذهبي، ژبنيژو او نورو ملاحظاتو پربنسټ رامنځته شويدي.همدارنګه يو شمېر سياسي ګوندونه، چې اوس مهال ورته د فعاليت اجازه ورکړل شویده او د هېواد  په سياسي ډګر کې رغنده رول لوبوي، په حقیقت کې سياسي ګوندونه نه، بلکې قومې، سمتي او ژبنیزې ډلې دى.

    له بلې خوا په پارلماني نظام، هغه وخت د ولسواکۍ اړوند ارزښتونو، لکه ټاکنو کې هغه مهال آغیزمن ونډه درلودلی شي، چې په هېواد کې پیاوړی ملي سیاسي ګوندونه موجود وي، ترڅو د ټاکنو پرمهال د سياسي ګوندونو ترمنځ سيالي رامنځته شي او خلک ددې فرصت تر لاسه کړي، چې د بېلا بېلو ګوندونو طرحې او پروګرامونو  ولولي او د هغه ګوند یا ټيم نوماند ته رایه ورکړي، چې پلانونه، طرحې او شعارونه يې د خپلو ځانونونو، هېواد او ملت په ګټه وبولي. یعنې په پارلماني نظام کې، خلک د ټاکنو پرمهال، له يوې خوا يو فرد ته رايه ورکوي او له بلې خوا يو ګوند یا ټاکنیز ټیم ته رایه ورکوي، چې د هيواد په کورني او بهرني سياست کې ګټورې طرحې او پلانونه لري. همدارنګه د پارلمان هغه غړي، چې په سیاسي ګوندونو پورې تړلي وي د خپلو اړوند ګوند ترڅارنې لاندې وي، په ډيرې مواردو کې نشي کولاى په خپل سر پریکړه وکړي .

    دا چې  اوس مهال  د پارلمان زياتره غړي  ځانونه خپلواک بولي او زیاتره یې د سیاسي ګوندونو تر څار لاندې نه دي او يا هم په ګڼ شمېر ګوندونو پورې  پورې تړلي دي، نو د ملي مسايلو په اړه ددوي د نظریاتو يوځاى کول به ستونزمن څه چې په ځینو مواردو کې  ناشوني دي. که په اوسنیو شرایطو کې پارلماني نظام رامنځته شي؛ نو زیاتره وکیلان به د اوس په څېر په خپلو شخصي، قومي او نورو ګټو پسي منډې وهي. لنډه دا چې په هیواد کې د پياوړو سياسي  ګوندونو په نشتون کې پارلماني نظام نیمګړی او د هغې زمري په څير وي، چې غاښونه نه لري.

۲ـ هغه کسان چې په هیواد کې د پارلماني نظام غوښتونکي دي هدف یې څه دی؟

دا چې اوسمهال افغانستان د بهرنیو نظامي او کلتوري یرغلونو، لاسوهنو، اقتصادي ستونزو او امنیتی ننګونو او ګواښونو سره مخ دی؛ نو هغه کسان چې اوسنی سیاسي رژیمی په پارلماني نظام  اړوي، موخه او هدف يې په هيواد کې د ټوپکسالارى، پټکسالارى بيا راژوندي کول (که واليان… انتخابي کيږي؛ نو په اوسنيو حالتونو کې په ګڼ شمېر سيمو کې اوس هم ټوپکسالاران حاکم دي او خلک به مجبوروي چې رايه ورکړي)، د ملي يووالې مخنيوى، د خپلو شخصي او قومي ګټو لپاره، له ولسمشر سره په واک کې شریک کیدل او د هيواد د تجزيې  لپاره د زمينې برابرول دي، ځکه تراوسه پوري زموږ په هېواد کې هغه اړین عناصر او شرايط( قوی مرکزي حکومت، پیاوړی نظامي او اقتصاد ځواک، د سیاسي شعور او سیاسي کلتور د کچې لوړ والی …داسې نور)، چې په شتون کې يې پارلماني نظام ګټور او مثمر تمامیږي وجود نه لري.

  1. انسان خدايي، طبيعي،بنيادي او قانوني حق دى، پښتانه هم لكه د نړۍ

پ ورڅخه پورته كړي. د افغانستان او پاكستان حكومتونو څخه غوښتنه كېږي،چې په ژبنۍ برخه كې خپل 1.      ژبه د هر ا1.   ژبه د هر انسان خدايي،طبيعي،بنيادي او قانوني حق دى،پښتانه هم لكه د نړۍ د نورو وگړو په شان دا حق لري چې خپل دا حقوق يې  به د هر

په شان دا حق لري چې خپل دا حقوق يې خوندي وي او گټه ورڅخه پورته كړي. د افغانستان او پاكستان حكومتونو څخه غوښتنه كېږي،چې په ژبنۍ برخه كې خپل مكلفيتونه او مسوليتونه درك كړي،د پښتو ژبې پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه يوسي او د هغې د ودې لپاره هلې ځلې وكړي./ّي او گټه ورڅخه پورته كړي. د افغانستان او پاكستان حكومتونو څخه غوښتنه كېږي،چې په ژبنۍ برخه كې خپل مكلفيتونه او مسوليتونه درك كړي،د پ��تو ژبې پر وړاندې پرتې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب