یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاپه افغانستان کې د پولیو وایرس پر ډېرېدو اندېښنې

په افغانستان کې د پولیو وایرس پر ډېرېدو اندېښنې

د ثناءالله سليم لیکنه

د واکسین تطبیق کولای شي چې زموږ د ټولنې کوچني ماشومان له وژونکو اومعیوبیت رامنځته کوونکو ناروغیو څخه وژغوري، خو ځينې عام خلک هيڅ ارزښت نه ورکوي او نه ورته په درنه سترګه ګوري.

خو که په يو ولايت کې د ګوزڼ یا پوليو ويرس څرګند شو، نه يوازې د همدې ولايت د ماشومانو روغتيا ته خطر دی، بلکې د ګاونډيو ولايتونو او حتی د ټول هېواد د ماشومانو روغتيا ګواښي.

دا ناروغي د یوه فوق العاده ساري وایرس په واسطه منځ ته راځی، وایرس د خولې له لارې د ککړ شویو خوراکي توکو او اوبو په واسطه بدن ته ننوځي، او په کولمو کی تکثر کوي او بیا وروسته د عصابو په ریښو حمله کوي چې د وخت په تېرېدو سره د فلج لامل ګرځي.

هر کله چې یو ماشوم په دې ناروغۍ اخته شي زموږ غريب هېواد خو لاپرېږده چې په پرمختللو هېوادونو کی یې هم درملنه امکان نه لري او د پنځه کالو څخه په کمو ماشومانو کې د دایمي او تل پاتې فلج سبب کېږي.

د دې ناروغۍ څخه د خلاصون یوازینی لار په دوامداره توګه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته  د خولې له لارې د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکول دي.

اوس مهال افغانستان، پاکستان،او نایجریا د هغه هېوادونو له ډلې  څخه شمېرل کېږي  چې د پولیو وايرس پکې په انډیمیک شکل شته.

په افغانستان کې د پولیو مثبتو پېښو شمېر ۲۱ ته رسېږي چې د ثبت شوو مثبتو پېښو څخه ۱۵یې یوازې د هېواد په جنوبي حوزه هلمند، کندهار، روزګان او ۶ نورې په ختیځه حوزه کونړ، نورستان او ننګرهار کې ثبت شوي دي.

له دغو پېښو څخه ۹ یې په کندهار، ۴ هلمند، ۲ روزګان، ۳ کونړ، ۲ ننګرهار او یوه یې په نورستان کې ثبت شوي .

 د افغانستان د یو شمير نورو ولايتونو په څيرکونړ هم يو د هغو ولايتونو څخه دی چې د پوليو د وايروس د شدید ګواښ لاندې دی او ځيني ولسوالۍ يې د ننګونکو ولسواليو په لېست کې شاملي دی.

په کونړ کې دمثبتو پېښو دشتون لامل  امنیتي‌ ستونزې ، خلاص سرحدات کليو او باڼډو ته دواکسيناتورانو، نه لاسرسی او په ګاوڼډيو ولايتونو کې دمثبتو پېښو شتون  يادېږي.

د روغتيا پالانو په وينا، ترهغه چې په هېواد کې د پوليو يوه مثبته پېښه هم موجوده وي، د واکسينو له تطبيق پرته هيڅ ماشوم له دې ويروسي ناروغۍ نشي خوندي کېدای نو بايد لمنځه لاړه شي، له منځه وړل یې د هر چا مسؤليت دی او بايد دغه مسؤليت ته حق اوليت ورکړل شي، ځکه که موږسالم ماشومان ولروسالمه ټولنه لرو او په سالمه ټولنه  کې ژوند د هرچا هيله ده.

که د پوليو په لمنځه وړلو کې بې مسؤليته پاتې شو، نو د طبي پرمختګ ټولې هيلې به مو له خاورو سره خاورې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب