جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېد ولسمشرۍ ټاکنو بریالی ټيم کوم یو کیدای شي؟

د ولسمشرۍ ټاکنو بریالی ټيم کوم یو کیدای شي؟

محمد صابر عزیز  

که ټاکنې کیږي او د سولې په پروسې سره شاته نه لویږي نو دا احتمال تر ټولو قوي دی.

هغه ډلې چې د ټاکنو ډګر ته راوځي په قوي احتمال سر له اوسه له لاندې برخلیک سره مخ کیدونکې دي:

رشید دوستم او محمد محقق چې ځانونه د لویو رایو د بانکونو مالکان بولي دا ځل له نظام نه کاملاً بیرون پاتې کیږي او راتلونکو پنځو کلونو کې به د ګڼو ایتلافونو غړیتوب واخلي خو بیرته به وپاشل شي.

د پخواني حکومت ډير فاسد او له اوسني حکومت څخه شړل شوي مامورین او لوي چارواکي به د محمد حنیف اتمر په دسترخوان راټول شي او دا چې دا ټیم له اوسه په معاملو سر دی او پکې راټول خلک به هم مخکې یاد شوي کسان وي نو بریا یې ناممکنه ده او په پای که به د اتمر په ګډون ځینې خلک د بریالي ټیم برخه ګرځي.

جمعیت اسلامي چې سر له اوسه یې نمجونو دیوالونو درزونه کړي ، په ځينو ټیمونو کې یې مشران ځای پر ځای کیږي چې ډير به یې بیا هم په کور کینې او یوازې هغه برخه چې د ولسمشرغني او ډاکټر عبدالله خواته ورځي په نظام کې به پاتې کیږي.

عطامحمد نور ،رحمت الله نبیل ، احمدضیا مسعود او د پارلماني هغه جنجالي وکیلان چې دا ځل یې پارلمان ته هم لاره نده موندلې تر ټاکنو او له هغې وروسته به د یوه څه وخت لپاره د ایتلاف له دریځه نیوکې او خبرداري جاري وساتي او که کوم یو پکې لارې ته راغی ښایې د حکومت برخه شي کنه هر ورځ به له دوستم ، محقق ، احمدضیا مسعود او نورو سره ایتلافونه جوړوي.

د پخواني ولسمشر حامدکرزي ټیم چې دا مهال له ټولو سیاسي جریانونو په ټيټه کچه کې موقعیت لري له هند نه په رابلل شوي شیدا ابدالي ، احمد ولي مسعود او زلمي رسول په شان کسانو  پانګونه کوي ، خو په اغلب ګومان چې ښاغلی ابدالي به د نوماندانو په مینځ کې هغه کس وي چې له ټولو به کمې رایې راوړي.

کریم خلیلي چې له وړاندې یې د سروردانش سره د ځينو امتیازاتو په سر جنجالونه شته هڅه کوي چې په یوه ټيم کې خپل زوي ځای پر ځاي کړي خو که د ناکامو ټيمونو لمن نیسي نو هغه هم بې برخې وبوله او ښایې له سرور دانش سره بیا جوړجاړی وکړي.

خبره راغله د ښاغلي حکمتیار ، له هغه سره خو سر له اوسه نه څوک د مرستیالانو په توګه زړه ښه کوي او نه هم کوم بل ټيم غواړي چې د ګوند کوم کس یې د مرستیال په توګه ومني نو پداسې حالت کې چې حکمتیار له ټولو زیات د قدرت تږی دی ښایې له بریالي ټيم سره پاتې شي او په هیڅ صورت نه غواړي چې ورسره په مخالفت کې واقع شي.

ښاغلی سیاف هم له ورته برخلیک سره مخ دی په اغلب ګومان چې هغه به اوسنۍ خاموشۍ ته دوام ورکړي او په کمو امتیازاتو به ګذاره کوي.

پاتې نور واړه ګوندونه او سیاسي جریانونه چې نوماندان وړاندې کوي تر ډيره به د ټاکنو تر پایه له حکومت او بهرنیانو د څو پیسو په تر لاسه کولو اکتفا وکړي.

خو اصلي خبره داده چې ګټونکی ټیم به څوک وي او څنګه به دا ځل سره جوړیږي.

دا جوته ده چې د ولسمشرغني او عبدالله ټیمونه د راتلونکو حکومت واګې په لاس کې اخلي.

عبدالله عبدالله پدې ښه پوهیږي چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته نه شي رسیدی نو داځل هم هڅه کوي د اجراییه ریاست دوهمه دوره تکمیل کړي او ترڅنګ یې غواړي د ولسمشر د لومړي مرستیال څوکۍ ته هم صلاح الدین رباني ورسوي چې په ټيم کې به یې د انجینر محمد خان ، عبدالهادي ارغندیوال او  امر الله صالح په شان کسان هم جوت رول ولوبوي.

حکمت خلیل کرزی چې له عبدالله عبدالله سره ځان هم قماشه بولي سر له اوسه یې بهرنیو چارو وزارت ته اړولي دي.

انوار الحق احدي هم دا ځل په هیڅ صورت نه غواړي چې له نظامه بهر پاتې شي نو ځکه پدې پوهیږي چې ګټونکی ټیم کوم دی او له هغې سره د یوې چوکۍ په تر لاسه کولو موافقه کوي.

بلاخره ګټونکی ټيم د ولسمشرغني په مشرۍ جوړیږي چې لومړی معاون به یې دا ځل ازبک نه بلکې تاجک وي او د هزاره ګانو په استازیتوب خو له وړاندې سروردانش جمع کریم خلیلي هلته ځان ټينګ کړئ دی.

1 COMMENT

  1. SALAMOALIKUM;IF AFGHANS THINK POSITIVE.
    HONOR DOCTOR ASHRAFGHANI HAVE WIDELY KNOWLEDGE
    AND HAVE ABILITY TO PUT AFGHANISTAN IN RIGHT DIRECTION FOR REBUILD &ECONOMIC STRATEGY,
    HE CAN PUT YOUNG EDUCATED NEW POWERFULL PEOPLES IN
    THE GOVERNMENT POSTS.
    PLEASE SUPPORT AFHRAFGHANI FOR MODERN AFGHANISTAN.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب