شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهتر سلو ډېرو افغانانو رووانډا ته د استولو خلاف په لندن کې...

تر سلو ډېرو افغانانو رووانډا ته د استولو خلاف په لندن کې مظاهره وکړه

تاند (جمعه، د ثور ۲۸ مه) لسګونو افغان کډوالو پرون (پنجشنبې) د لندن په کرادین سیمه کې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت مخته مظاهره وکړه او روانډا ته د افغان کډوالو د استولو پر پرېکړه یې اعتراض وکړ.

د راپورونو له مخې، په مظاهره چیانو کې هغه افغانان هم شامل وو چې په افغانستان کې یې له بریتانیايي پوځیانو سره په بیلابیلو برخو کې کار کړی وو.

دا مظاهره وروسته له دې وشوه چې د بشري حقونو ډلو د بریتانیا د کورنیو چارو په وزارت کې د بندي پناه غوښتونکو د خلاصون غوښتنه وکړه.

د بریتانیا د پولیسو له لوري نیول شوي کډوال د کورنیو چارو وزارت په توقیف ځای کې ساتل کېږي او دا وزارت په پام کې لري چې هغوی روانډا ته واستوي.

د مظاهرې یوه ویناوال قمر جبارخېل وویل، روانډا ته د افغان کډوالو، په تېره بیا د هغوی چې د ۲۰۰۲ او ۲۰۲۱ ترمنځ یې له ناټو ځواکونو سره همکاري کړې ده، لېږل منفي پایلې لري.

د مظاهرې یوه بل برخوال، د نوم د نه څرګندېدو په شرط تاند ته وویل، ډېرو افغان پناه غوښتونکو، چې د پناه برخلیک یې لا څرګند نه دی، غوښتل چې په دې مظاهره کې ګډون وکړي خو لهدې بیرې چې پولیس به یې ونیسي، مظاهرې ته رانغلل.

جبارخېل، چې اوس د بریتانیا پاسپورټ لري، او انجینیر دی، وویل چې دی په هغه کمپاین کې شامل دی چې د سره صلیب او د بخښنې د نړیوال سازمان په شمول د بشري حقونو بیلابیلې ډلې ورته هلې ځلې کوي.

د بریتانیا حکومت په وروستیو کې پرېکړه وکړه چې هغه کډوال، چې د مهاجرت قضیې یې سپړل شوې نه دي، روانډا ته ولیږي او تر څو چې دوسیې یې څېړل کېږي په دغه افریقايي هیواد کې انتتظار وباسي.

ډیری کډوال، چې لا یې په بریتانیا کې د مهاجرت په د منل کېدو یا نه منل کېدو په اړه پرېکړه نه ده شوې، لالهانده دي او هڅه کوي چې ځانونه پټ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب