شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهفایق: ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رایې ځنډولو ستونزه غیر سیاسي...

فایق: ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رایې ځنډولو ستونزه غیر سیاسي او تخنیکی ده

تاند ( جمعه، د ثور ۲۸مه) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نمایندګۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، چې په دغه نړیوال سازمان کې د افغانستان د رایې د حق ځنډولو پرېکړه تخنیکي او غیر سیاسي ستونزه ده.

هغه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دې ستونزې د ژر حلیدو په  هیله دي.

د فایق په وینا، په ملګرو ملتونو کې د داخلي طرزالعمل له مخې که یو هېواد په مسلسله توګه دوه کاله د خپل غړیتوب ګډون ونډه ورنه کړي، د رایې حق یې ځنډول کیږي او بیا د دلایلو له روښانولو وروسته یې بېرته حق ورکول کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د سویس یوه بانک ته د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د درې نیم میلیارد ډالري امانت صندوق یوه افغان مسوول انور الحق احدي له دغو پیسو څخه په نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان د ګډون ونډې د ورکولو خبر ورکړی و.

هغه د فایق څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د ملګروملتو له لوري له خپور شوي لیست سره سم، په تېرو دوو کلونو کې شپږ هیوادونو د ملګروملتو د غړیتوب فیس یا حق نه دی ورکړی. په دغو شپږ هیوادونو کې افغانستان، کومور، ایکوادور، سایوتومې او پرنسیپ، سومالیا او وینزویلا شامل دي.

کومور، ایکوادور او سومالیا د فیس د نه ادا کولو لپاره دلایل وړاندې کړي او له دې لیسته ایستل شوي دي خو له افغانستان، ایکوادور او وینزویلا سره د دلایلو او د قانع کوونکو توضیحاتو د نه وړاندې کولو په خاطر د رایې حق واخیستل شو.

دا په داسې حال کې ده چې په ملګروملتو کې د افغانستان استازی د واکمن رژیم استازیتوب نه کوي او اوسنی استازی له کابل سره اړیکې نه لري.

په تېرو درو کلونو کې، چې طالبان واک ته رسیدلي، په ملګروملتو کې د افغانستان چوکۍ لانجمنه ده.

طالبانو په ځلونو په ملګروملتو کې د افغانستان د چوکۍ د ورسپارلو غوښتنه کړې او سهیل شاهین یې دې چوکۍ ته نومولی دی خو د دې لپاره چې د طالبانو حکومت نه ملګري ملتونه او نه کوم هیواد په رسمیت پېژتي، د افغانستان چوکۍ لا هم د پخواني حکومت له لوري د ټاکل شوي استازي په لاس کې ده.

افغانستان د نلګروملتو له جوړېدو یو کال وروسته په ۱۹۴۶ م کال کې د ملګروملتو غړیتوب ترلاسه کړ. د ملګروملتو سازمان د ۱۹۴۵ د اکتوبر په ۲۴ مه تاسیس شوی دی.

4 COMMENTS

  1. افغانستان تقریبا ۴۰-۴۵ پورې نفوس لری که ملګری ملتونه دی او که امریکا له بده مرغه دافغانستان له ملت سره صادق نه دی اوچم وهی . دیوه ملت زعامت او برخلیک له شخص، ډلې او هرګروه مهم دی. نصیر اوشاهین دواړه دملګرو ملتو نه اهلیت لری او نه کاری شخصیت دا په ډاګه ده. دواړه دکاغذ له مخی یوه موضوع نشی څېړلی .
    دلته درې اساسی لانجمنې پدیدې شتون لری :
    ۱- ددیپلوماسی په برخه کې
    ۲- دامریکا اوطالبانو پاسیفه طرحه
    ۳- دامریکا او طالبانو له خوا دڼړیوالو اصولو څخه سر غړونه او ملګرو تل موږسره لوبه کړې اوکمزورې ادارې یې موږ ته جوړې کړی
    دفایق خبرې ډیرې ماشومانه دی هغه د شف شف شفتالو په لټه کې دی.

  2. سلامونه،
    د ورور شریفزاد په تایید؛ م.م.م. هم منافق او د امریکې ګوډاګیان دي.یو اسراییل باندې جګړه نشي بندولی!
    او اَ اِ اُ خو اقلن ديفکتو له ۳۶ مملکتو سره اړیکې لري او د سولې ،ثبات او ضد مخدرات هلې ځلې کوي البته مشکلات او نواقص به لري چې ښايي په مرور د زمان حل سي.
    خو دا د فراری رپبلکنز بقایا فایق ناکام! چې هیڅکله ې اقلن د پوکسټین راکټونو ضد د افغانستان کوم غږ ندی پورته کړی ؛ او لکه د سلفیانو طنین منین او صیقل میقل غوندې په لسهاو زره ډالری کورونه او نور د عیاشیو امکاناتو نه سوء استفادې کوي ؛ وردې کړي حقالعضویت د خپلو معایشو او چوچای جبل سراج او شوروای نضوارغلاوو او دزدیانو څخه!!!

  3. محترم دکتور ساپی سلام
    وایی له کلی ووځه خو له نرخه مه وځه!
    چا له ۴۵ ملیونه انسانانو پوښتنه کړې؟
    ملت سازی دی ته وایی تا سمو ټکو ته ګوته نیولې ده خو له بده مرغه موږ همدا کوو او همدا.

  4. روغ واقعیت خو دا دي چې،هیبتې ځناور او نه هم د شمالي ټلوالي لنډغر او نه د جمهوریت په نامه د مجالینو، کمونستانو څخه جوړه سلاته د افغان ملت نماینده ګي کولى شئ. ټول منفور قاتلین جواسیس او ګرانۍ غله دئ. دا چې ملت خاموشه دي دا د تعجب وړ خبره دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب