جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeادبلنډه کیسهکتابداد/ لنډه کيسه/ بارکوال مياخېل

کتابداد/ لنډه کيسه/ بارکوال مياخېل

د خدايداد سپينه څېره اوس تکه توره اوښتې وه، د سترګو سپين يې هم ژيړ شوي وو، نه پوهېدم چي د کوټې په سړو بادونو کې خدايداد څه د ملتان لمر وواهه، چي سم دم بنګالى مالومېږي. اوس د پخوا غوندې چسپاند او په خبرو کې بيداره هم نه وو، زما په ليدو به يې له لرې په سترګو کې موسکا وکړه، يوه ورځ مي چي په غېږ کې نيولى وو، لکه کومه پټه خبره چي راته کوي، سوکه يې تر غوږ را تېره کړه:

– که دي پخواني کتابونه پکار وي ږغ کوه

– کتابونه به نو د چا نه وي پکار

ما فکر کاوه، چي خدايداد عادي خبره وکړه، زه خبر وم چي هغه په کور کې لوى کتابتون لري. خدايداد له کتابونو سره زښته ډېره مينه لرله، په تېره بيا پخواني کابل چاپ کتابونه خو يې ښه ډېر ساتلي وو. خدايداد به که پخپله کتابونه لږ لوستل که ډېر، خو په دې مشهور وو، چي په کور کې لوى کتابتون لري.

د کوڅې خلکو به يې خدايداد په مياشتو- مياشتو نه ليده، هغوى هم پېژانده چي خدايداد بې له کتابونو نور ملګري نه لري، که به چا وليد هم، نو کتابونه به يې په سينه پورې نښتي نيولي وو، يوه ورځ يې د کوڅې يوه سپين ږيري دوکاندار ټوکه هم پرې وکړه:

– خدايداده ستا نوم بايد کتابداد واى، خلک خپل بچي په سينه پورې نيسي، تا کتابونه نيولي وي

خدايداد سوکه و خندل، د دوکاندار خبرې خوند ورکړ:

– بس کاکو ته مي کتابداد بوله، تر دې ښه نوم نه سته

زه په دې هم خبر نه وم، چي خدايداد به څومره زدکړې کړې وي، څه کار به کوي که نه، خو له څه وخته چي ما د کتابونو په يوه دوکان کې کار پيل کړى وو، هغه مي پېژندلى وو او اکثر به راته، نوي کتابونه به يې غوښتل. يوه ورځ زه د دوکان په شاتنۍ برخه کې کمپيوټر ته ناست وم، خدايداد دوکان ته را ننووت، خو د نور کله غوندې يې نه د کتابونو کتلو ته سودا وه او نه يې څنګ ته د پرتو نويو چاپ شويو کتابونو پروا کوله، پنډ خړ پټو يې پر ځان اچولى وو، د مارچ مياشت وه، ژمى په تېرېدو وو، خو نه پوهېدم چي د ده په زړه يخ ننوتى وو، که سړې تبې نيولى وو، چي ځان يې په پټو کې پېچلى وو. زه د کمپيوټر له برخې د دوکان خواته ورته راغلم، په روغبړ کې يې وچ کلک لاسونه د يوه دېرش کلن ځوان نه، د يوه اويا کلن سپين ږيري راته و ايسېدل، سترګې يې اوښکلنې وې، ناببره يې له پټو په تېلۍ کې تړلي شپږ اووه کوچني او غټ کتابونه را و ايستل

– دا کتابونه مي تاته راوړي، ډېر نايابه کتابونه دي

– خيريوسې، خو بيا به يې کله غواړې؟

– دا ستا دي، نور يې نه غواړم، خو…. نه مي درته ويل، نن مي څه پيسې پکار دي

د خدايداد د پيسو غوښتنې اريان کړم، په ذهن کې مي بېلابېلې پوښتنې را پيدا شوې، آيا ريښتيا به پيسو ته اړتيا لري، که يې د کتابونو خرڅلاو ته ملا تړلې ده، يواځې به يې ماته راوړي وي که به يې پر نورو خلکو هم خرڅوي، کتابونه مي وکتل، يو د افغانستان تاريخ وو، دوې د افغانستان د خلقي ګوند د واکمنۍ کالنۍ وې، دوه د لنډو کيسو ژباړل شوي کتابونه، دوې د شعرونو ټولګې او يو د مېکسيم ګورکي د (مور) ناول ژباړه وه. نه پوهېدم چي خدايداد دا کتابونه را باندې خرڅوي او که ريښتيا پيسو ته اړتيا لري، کتابونو ته مي چي و کتل، فکر مي کاوه، چي دا خو که ارزانه هم وي، تر درې زره به په کم نه وي، دا خو زما د ټولې مياشتې تنخا ده، کله يې د اخيستلو وس لرم، خو خدايداد د څنګ له جېبه يو کاغذ را و ايست، پر کاغذ يې د دغو کتابونو نومونه او بيې ورته ليکلې وې، کاغذ يې زما مخته کښېښوو:

– دا دى تاته يې ګران نه درکوم، ته خو مي يار يې

– نه دوولس سوه خو ډېرې نه دي

کتابونه زښته ارزانه وو، هم خوشاله وم هم خفه وم، د خدايداد اوسنۍ بڼې او ناروغه حالت اندېښمن کړى وم، زړه مي نه غوښتل چي داسې نايابه کتابونه دومره ارزانه ځنې واخلم، زه لا په همدې چورتونو کې وم چي خدايداد ولاړ شو، پټو يې پر ځان سم کړ، ما په همدغو ورځو کې تنخا اخيستې وه، په نن سبا کې به مي کور ته پيسې لېږلې، خو د خدايداد راته پراته کتابونه هم لکه بې موره يتيمان په دې تمه وو، چي نور يې له خدايداد سره دوکان پر دوکان څوک د بې ارزۍ په لاسونو کې کښته پورته نه کړي، جېب ته مي لاس کړ

– اوس خو دا زر روپۍ واخله، بيا به ګورو

– بيا نه ګورو، دا ډېرې دي، بس خداى دي و نازوه

– چېرې دي بيړه ده او ريښتيا راته ووايه په دې پيسو څه کوې؟

– اوس ناوخته يم، خو غاړې دي بندې که دي نور کتابونه پکار وو ږغ به کوې

زه لا بيرته کمپيوټر ته نه وم کښېنستى، چي خدايداد په بيړه له دوکانه و ووت. کتابونه مي بيا يو په يو سره واړول، په دوکان کې خلک پخپله خوښه چڼلي کتابونه اخلي، خو نه پوهېدم چي دا کتابونه د خدايداد مجبورۍ په را واخيستل او که د کتابونو پټ فرياد، چي نور يې نو د خدايداد بې قدري نه شواى زغملاى. د خدايداد په اړه اندېښمن شوم، چي ولې د کتابونو خرڅولو ته اړ شوى دى، هغه خو د کتابونو د اخيستلو او را غونډولو مشهور لېونى وو، اوس څه ټکه لوېدلې وه، چي هغه خپل نازولي کتابونه د خاورو په بيه خرڅول.

د محرم د مياشتې اوومه وه، د جمعې ورځ وه، د کوټې ښار ټول د امنيتي ستونځو په خاطر تړلى وو، خو د «شالدرې» د کتابونو دوکانونه- چي له لوى بازاره لږ لرې جنوب ختيځ لور ته وو- په عادي ډول خلاس وو، ځکه چي هغې خواته نه د شيعه ګانو د عاشورا جلوسونه ور تلل او نه هلته شيعه ګان اوسېدل، خو ملېشه عسکرو په موټرو کې ګزمې کولې، زه په دوکان کې ناست وم، ناببره د خلکو زوږ شو، سړک له خلکو ډک شو، زه هم وارخطا ورته را ووتم، که ګورم ملېشه عسکرو يو سړى تر لاس نيولى او د «نور مسجد» پر خوا يې کشوي، سړى په خلکو پټ وو، سم نه ليدل کېده، نه پوهېدم چي څوک به وي او ملېشه عسکرو به په څه جرم نيولى وي، دوکانداران سره ږغېدل، چا ويل په توره تېلۍ کې يې څه شى پټ په غېږ کې نيولي وو، چا ويل پر بايسکل يې په توره تېلۍ کې څه شى تړلي وو او د ملېشه عسکرو د موټرو خواته ور روان وو، خلک خپلو دوکانونو ته سره ننوتل، ګڼه ګوڼه ختمه شوه، زه هم بيرته دوکان ته ننوتم او د راته غوړولي کتاب د مسودې کمپوز ته مي دوام ورکړ

د شنبې په سهار مي چي دوکان پرانيست، څنګلوري دوکان ته ورغلم، هغوى ته هر سهار «ځلاند» پښتو ورځپاڼه راتله، دوکاندار يې د کتابونو په سمولو بوخت وو، ما ورځپاڼه را واخيسته، د لومړي مخ خبرونه مي ولوستل، د منځ پاڼه مي چي څنګه پرانيستله، يوه اشنا څېرمه مي سترګو ته و  درېده، «اوه خدايداد په څه بلا اوښتى»، دا خبره مي ناببره تر خولې ووتله، دوکاندار هم راته متوجه شو، راغى ورځپاڼې ته يې کتل، خدايداد توره تېلۍ په لاس کې د ملېشه عسکرو په منځ کې ولاړ دى او تر عکس لاندې ليکل شوي وو: «يو ترهګر له چاودېدونکو موادو سره ونيول شو، د عاشورا پر جلوس بريد ناکامه»، پر خپلو سترګو بې باوره شوم، شکمن شوم چي د کوم بل عکس شرحه مي نه وي لوستې، خو عکس د بل چا نه وو، خدايداد وو، هماغه پټو يې پر ځان اچولى وو، لاسونو ته يې زولنې ور لوېدلې وې او ملېشه عسکر ورباندې را ټول وو، ټکان مي و خوړ، پينځه ورځې مخکې د خدايداد د کتابونو تېلۍ او کتابونه مي مخې ته و درېدل، ورځپاڼه مي کښېښووه، دوکان ته راغلم، له خدايداده اخيستي کتابونه مي په هماغه تېلۍ کې د مېز څنګ ته په کونج کې ايښي وو، را وا مي خيستل، شکمن غوندې مي له تېلۍ را و ايستل، بيا مي لاندې باندې سره واړول، پوزې ته مي نيژدې کړل، د کافورو بوى ترې لټېده، زړه نازړه مي بيرته تېلۍ ته واچول، د مېز د مخکيني کونج پر ځاى مي، له ځانه لرې په يوه کونج کې خوندي کښېښوول او په کار اخته شوم.

خدايداد مي يوه اوونۍ له ذهنه نه ووت، نه پوهېدم چي خدايداد په ريښتيا هم بله بلا وه او په ظاهره يې د کتابونو مينه پلمه کړې وه که څنګه،  لس ورځې به نه وې تېرې شوې، يوه ورځ سهار چي دوکان ته راتلم، که ګورم خدايداد له خپل پخواني بايسکل سره د دوکان مخ ته ولاړ دى او تر شا يې په لاسونو کې بيا يوه توره تېلۍ نيولې ده، تره مي وشوه، ګامونه مي ورو کړل، غوښتل مي ناخبره تر دوکان تېر شم، خو خدايداد له لرې راته خندل او زما ورتګ ته په تمه وو

– ياره تا مي پوښتنه هم ونه کړه، دې کورسپېرو خو د کتابونو په مينه کې وژلى- وژلى وم

– د کتابونو په مينه کې؟

– هو نو ته وا يار دي په تورو تېليو کې څه شى ګرځوي

– په تورو تېليو کې به بارودي کتابونه ګرځوي څه شى به ګرځوي

له دې خبرې سره دواړو په کټ- کټ و خندل، دوکان مي پرانيست، کمپيوټر مي روښانه کړ، خدايداد پر هماغه پخواني ځاى راته کښېنوست او له ورسره نيولې تورې تېلۍ يې بيا څلور پينځه کتابونه را و ايستل. ما يې کتابونو ته شکمن غوندې و کتل، داسې راته و ايسېدل لکه د ده مخته چي کتابونه نه، پلن څلورکونجه بمونه پراته وي. زه پر څوکۍ کښېنستم، مخ مي د ده خواته ور وګرځاوه، خو کتابونو ته مي لاس نه ور ووړ

– خدايداده! سم راته ووايه ملېشې ولې نيولى وې؟

– ياره درته و مي ويل د کتابونو پر مينه يې نيولى وم

– نو په اخبار کې خو راغلي وو، چي بارود يې درسره نيولي

– کتابونه نو تاته تر بارودو کم مالومېږي؟

– نو دا بارود دي بيا پر بل چا خرڅوه، هغه نور راوړي بارود هم درسره يوسه، زما نه دي پکار

خدايداد زما جدي انداز مجبوره کړ، چي ټوله کيسه راته وکړي، ځکه نن يې بيا پيسو ته اړتيا لرله او بيا يې غوښتل چي کتابونه ماته را پرېږدي او له څو پيسو سره په بيړه خپل هدف ته ځان و رسوي. ما د هغو نورو کتابونو تېلۍ هم په ترهېدلي ډول نيولې ورته کښېښووله، خو ده وويل چي ګوره بيا به چاته نه وايې:

– په هغه ورځ مي لس کتابونه پر بايسکله د شا له خوا تړلي وو، ملېشه وو و درولم، په غوسه يې راته وويل «هلکه شاته دي سه تړلي دي؟»، ما ناببره په ټوکه ورته وويل «بارود مي تړلي دي»، له دې خبرې سره ناببره له موټره نور عسکر را کښته شول، پر ما يې توپکونه و نيول، بايسکل يې پر سټېنډ و دراوه او دوى لرې ځنې و درېدل، نور مي چي هر څومره ورته وويل «دا کتابونه دي، ولاکه بل شى وي، خلاس يې کئ ويې ګورئ»، خو نور يې زما يوې خبرې ته هم غوږ ونه نيو، يوه عسکر زه په زوره کشولم، نورو له شا توپکونه راته نيولي وو او په موټر کې يې سيخ تاڼې ته بوتلم، لږ ګړۍ وروسته يې په بل موټر کې بايسکل هم راووړ، را کښته يې کړ، کتابونه لا پرې تړلي وو، زه يې يو ساعت په يوه خونه کې بندي کړى وم، بيا يې لاسونو ته زولنې را واچولې او دباندې يې را و ايستم، کتابونه يې زما په لاس کې راکړل، دوى راباندې را غونډ شول او بيا څو کسانو- چي خبريالان مالومېدل- زما عکسونه واخيستل. درې ورځې بندي وم، زما د کتابتون په اړه يې ډېرې پوښتنې راڅخه وکړې، په وروستۍ ورځ يې چي را پرېښوولم، د ملېشه وو مشر ښه په خندا را رخصت کړم او د خداى پامانۍ پر وخت يې په کټ- کټ خندا راته وويل:

– دا بارودي کتابونه ډېر ښکاره مه ګرځوه، که نه وي بل ځل به دي د کور ټول بارود لوخړه شي.

***

٣٠ ديسمبر ٢٠١٣م کال

کوټه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب