شنبه, مې 4, 2024
Homeکلتورسینماپیغله ګوهر خان د “بیګ باس ۷ ”ګټونکې شوه

پیغله ګوهر خان د “بیګ باس ۷ ”ګټونکې شوه

 زاهد صمدزی –

ګوهرخان موډله ده او په ځینو فلمي ائیټم سندرو کې د کار کولو له امله یې ډېر خلک پېژني.

د هندوستان د ټلوېزوني څېرو مشهورې ستورې او موډلې ګوهرخان د رېښتنولۍ په وړاندې د مبارزې یا بیګ باس خپرونې د اوومې لړۍ اتلوالي ترلاسه کړه.

په هغه ننداره کې چې د ډسمبر په ۲۹مه د یادې خپرونې د ونډو اخېستونکو له نڅا او سندرو سره پیل شوه، په پایله کې ګوهر خان د ۵۰ لکو ډالۍ او د اتلولۍ کپ ترلاسه کړ.

د بیګ باس خپرونه چې د نړۍ په کچه مینه وال لري،خو په هندوستان بیا لومړی مقام لري.

دا خپرونه چې د بیګ باس په کور مشهوره ده،پکي د تر لسو کسانو ورځنی ژوند په یو ساعته ټلوېزوني پروګرام کې مخامخ خلکو ته ښودل کېږي،تر څو په کور کې د غړو ورځنی کردار چې دوۍ یې لري،خلک د اس ام اس له لیارې ورباندې پرېکړه وکړي.

د بیګ باس له ټولو دولسو اوونیو په هره اوونۍ کې د یوه تر څو کسانو نومونه رایه ته لوېږي چې لېدونکي به د پیغامونو له لارې هڅه کوي په خپلو رایو سره نوماند کس له کور اېستلو څخه وژغوري.

البته په یاد کور کې د رېښتینولۍ ،دروغو ،ایماندارۍ او نورو برخو د کردارونو په ترسره کولو سره ،مینوال خپل د خوښي وړ کس ته رایه ورکوي چې په کور کې خپلې درې نیمې میاشتي تېرې کړي.

په یاد کور کې شرایط شته چې باېد ترې سرغړونه ونه شي،او که چېرته دا وشي،د غټ مشر یا بیګ باس لخوا ورته سزا ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب