Homeخبرونهپه کرویشیا کې ۴ پناه غوښتونکي په ترافیکي پېښه کې مړه شول

په کرویشیا کې ۴ پناه غوښتونکي په ترافیکي پېښه کې مړه شول

تاند (جمعه، د ثور ۲۸ مه) یو موټر چې کډوال پکې سپاره وو، پرون (پنجشنبې) د کرویشیا په جنوب کې له سړکه ووت او پر یوه دېوال ولګېد.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې پېښه کې ۴ تنه مړه او د دوو ماشومانو په ګډون ۵ نور سخت ژوبل شول.

د پولیسو یوه چارواکي په یوه خبري غونډه کې وویل چې د موټر چلوونکی، چې د مولداویا تابعیت لري، له درو پناه غوښتونکو سره مړ شوی دی.

د ده په وینا د پناه غوښتونکو ملیت لا څرګند نه دی.

پېښه د اروپا په وخت تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې د بوسنیا له پولې ۲۰ کیلومتره لېرې سیني ښارګي ته نژدې وشوه.

راپورونه وايي، د موټر چلوونکي هغه مهال کنټرول له لاسه ورکړ چې په یوه چوک کې د پولیسو موټر ورسره مخامخ شو.

د پولیسو چارواکي سرادارویچ رسنیو ته وویل چې په ټپیانو کې دوه ماشومان دي چې د یوه عمر ۱۲ او د بل ۱۵ دی او باور کېږي چې افغانان دي.

د کرویشیا رسنیو بیا ویلي چې د غیرقانوني کډوالو موټر چلوونکي غوښتل چې له پولیسو وتښتي خو وارخطا شو او موټر یې له دېوال سره ټکر کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...