شنبه, جولای 27, 2024
Home+د خوشحال په يو شعر کې د مدينه فاضله يا د عدالت...

د خوشحال په يو شعر کې د مدينه فاضله يا د عدالت مفهوم څېړنه

 پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي

چې په کار د مملکت دی

عدالت دی، عدالت دی

عدل نُور د درست نړۍ دی

درست نړۍ په ده ودان دی

درته وایم عدل کوم دی

چې تکیه د خوار، مظلوم دی

(خټک، ص ۱۲۷۲)

مدینه فاضله هغه ځای دی چې په بېلا بېلو نومونو یاد شوی دی. دا هغه خیالي چاپيریال او نړۍ ده چې د نړۍ انسانان یې د انساني ستونزو او ټولنیزو کشمکشونو پر بنسټ ارمان کوي. دوی د فلسفې، مذهب او ټولنپوهنې له اړخه یوه ښه ټولنه انځوروي. د دې ټولنې په اړه بېلا بېلو فرهنګونو کې خبرې شوي دي او ډېرو پوهانو په دې اړه نظرونه ورکړي دي. ځینو پوهانو دغه ډول ټولنه د سیاست له اړخه تر بحث لاندې نیولې ده او په دې ټینګار کوي چې په مدینه فاضله کې باید سیاسي ستونزې نه وي. ځینې مشـري او لیډرشپ د ښې ټولنې لپاره اړین ګڼي او وايي چې د یوې ټولنې مشـر یا رییس باید پوهان، مفکر او فلسفي وي. داسې کسانو هم شته چې د داسې ټولنې لپاره د عقل او عقلانیت پرته چې د فلسفې په دایره کې مطالعه کېږي. د اسلامي عقایدو او مذهب پر بنسټ خبرې کوي. د داسې ټولنو په جوړښت کې فردي ازادي، فردي اخلاق او فضیلت بنسټيز رول لري. د دې ټولو خبرو سره سره یو شمېر پوهان او فیلسوفان د مدینه فاضله لپاره عدالت اړین ګڼي، نو ځکه په دې مقاله کې د خوشحال د یو شعر له مخې د مدینه فاضله یادونه شوې ده، خو ډېره یادونه یې د نورو خبرو پرته د عدالت په اړه دي.

د خوشحال شعرونه ډېرې تتې خواوې لري چې نوو څېړنو ته اړتیا لري. په شعرونو کې یې غوره شوی شعر د مدینه فاضله، مدینه کرامیه، ارمانښار، عدالت، انسانیت او د ښو کړنو اشارې لري. په دې خیالي ځای کې هر ډول ښې کړنې تر سره کېږي. د عدالت له مخې یې ساری نه لیدل کېږي. په حقیقت کې د هرې ستونزې جرړه بې عدالتي ته رسېږي. کله چې افلاطون په جمهوریت کې د ارمانښار او یا د مدینه فاضله نظریه وړاندې کوي، یو بنسټيز لامل یې د یونانیانو په وخت کې له سقراط سره د بې عدالتۍ قضیه ده. د ناسمې ټولنې او د غیر عادلانه قضاوت پر بنسټ سقراط په اعدام محکوم شو او د زهرو جام یې پر سر واړاوه.

خوشحال یو له هغو شاعرانو څخه دی چې د نورو ژبو شاعرانو او پوهانو مطالعه یې درلوده، ښه بېلګه یې د دستار نامې په لیکلو کې د اخیستن ځای (اقتباس) په ډول د نورو پوهانو له افکارو څخه ګټه اخیستل دي او همدارنګه شعرونه او نظرونه یې ډېرې داسې خواوې لري چې د نورو شاعرانو او پوهانو له افکارو او نظریو سره یې په پرتلیز ډول څېړنه کولی شو. ټوله نړۍ په دې فکر کې ده او وه چې انسان ته چوپړ وکړي او انسان له هر ډول ستونزو څخه خلاص کړي. کله چې دغه فکر پیدا کېږي، د ټولنې جوړول او چوپړ کول پکې لومړیتوب لري؛ یعنې انسان د وراثت له اغېزو څخه پرته له ټولنې روزل کېږي، نو د انساني لارښوونو لپاره ټولنیز پرمختګ او جوړښت اړین دی، نو ځکه یونانیانو او نورو پوهانو د ښې ټولنې نظریات وړاندې کوي چې له دې جملې مدینه فاضله د یادونې وړ ده.

د یونان په کلاسیک فرهنګ کې انسان ځانګړی موقف درلود، رومیانو او نورو فرهنګونو له دوی تقلید کاوه، خو بیا هم ډېرې ټولنیزې ستونزې یې درلودې. لومړني انسانان له ټولنې سره په جنګ وو؛ يعنې له انسان سره جنګ له ټولنې سره ستونزه ده، دوی له کایناتو سمه ګټه نه اخیسته، د څارويو حقونه ورته د پام وړ نه وو، د کایناتو د تسخیر په فکر کې نه وو او نه یې د ډېرې انساني خیر ښېګڼې فکر درلود چې ستر لامل یې ناسمه او نامتمدنه فرهنګي ټولنه وه. ټولنه وروسته پاتې وه، نو ځکه انسان یې وروسته پاتې و، انساني ستونزې ډېرې وې، له همدې امله ټولنیزې ستونزې د پیاوړتیا پړاو ته رسېدلې وې.

د نړۍ د ټولو فرهنګونو په منظومو او منثورو اثارو کې د مدینه فاضله یادونه شوې ده. دا هغه خیالي نړۍ ده چې نه باید د پوهې له قلمرو، پوهې، خلاقیت، انساني ارادې او نورو ښیګڼو څخه خالي وي.

اتوپیانو (ارمانښاریانو) د خپل وخت د ښې ټولنې جوړښت لپاره خیالي نړۍ ترسیموله او د داسې ټولنې ارمان یې کاوه چې له هر ډول ستونزو څخه خلاص وي. د نړۍ له پیدايښت سره انساني ستونزې وې او هر انسان په دې پوهېږي چې ستونزې د انسان لخوا را منځته کېږي او انسان د ټولنې له اغېزو ځان خلاصولی نه شي، نو ځکه د انسان او ټولنې دوه اړخیزې اړیکې د ټولنپوهنې او انسان پېژندنې له مخې د بحث وړ دی. اتوپیانو داسې هیله درلوده چې بشر باید له دننه د خوښۍ، نېکبختۍ او هوساینې احساس وکړي. په بېلا بېلو فرهنګونو کې داسې ټولنې ته د خدای ښار، د پاکو او سپېڅلو خلکو ښار، د لمر ښار، د هیلو ښار، مدینه فاضله، مدینه ارمانيه او د ارماني نړۍ په نومونو یاد شوي دي. که دوی ورته د خدای ښار ویلی دی، دا هغه ځای دی چې هر څه پکې ښه دي او خدای تعالی یې په سیده ډول ساتنه کوي. همدارنګه د ښو او پاکو خلکو ښار ورته ویل شوی دی. که چېرې په یوې ټولنې کې خلک ښه وي، ټولنه پرمختګ کوي او له هر ډول ستونزو څخه به خلاص وي. په یوې ټولنې کې ستونزې خلک جوړوي او هر ډول هوساینه د انسان پورې تړاو لري.

د لمر ښار ورته ځکه ویل شوی دی چې لمر روښنايي ورکوي او هغه ځای چې روښنايي لري، د تیارو سره مبارزه پکې شوې وي. په همدې ډول مدینه فاضله چې په کومو نومونو سره یاد شوي دي، هر نوم یې خپله مانا او تاریخي شالید لري.

د زردشتیانو په فرهنګ کې مدینه فاضله ته (مینويي نړۍ) وايي. په ګاتونو کې د (مینويي) یادونه کېږي چې د معنوي په مانا ده. هغه نړۍ چې د ماديت سربېره معنوي ارزښت لري، په دې نړۍ کې هر انسان د مانا له مخې هر شي ته معنوي ارزښت ورکوي. ژوند د مانا له مخې د افقي عمر هغه دوران دی چې انسان پکې ښه کوي او بد نه کوي. د ژوند هره شېبه او هر کار د یوې ښې موخې لپاره وي.

د زردشت په دین کې (مینويي) جنت دی چې عالي او ښه ژوند پکې تېرېږي، د دغه ژوند تر لاسه کول د اروا په تذکیه او د انساني بشپړتیا له مخې تر سره کېږي. له اروا څخه سربېره د جسم مجاهده غواړي. د انسان په دننه کې د نُور پیدايښت د دنننۍ نړۍ په پیاوړتیا دلالت کوي، په دې دلیل روښنايي، پاکې او داسې نور هغه مسایل دي چې د مدینه فاضله لپاره په بېلا بېلو فرهنګونو کې ترې ګټه اخیستل شوې ده او داسې مسایل تداعي کوي چې د انسان د راتلونکي ژوند لپاره د خوښۍ او بریالیتوب سېمبولونه دي. د داسې ښارونو ارمان ډېرو پوهانو کړی دی، لکه: د کنفیسیوس ښه او برتر انسان، د افلاطون او فارابي مدینه فاضله، د اګوستین د خدای ښار، د ټامس مور اتوپیا، د کامپانلا د لمر ښار او د فرانسس بېکن بېلا بېلې طرحې او فکرونه د انسان د پرمختګ او ښه ژوند لپاره دي.

د زردشت په دین کې بنسټیزه موضوع وحدت او یووالی دی. د دوی په زمانه کې (مینويي حالت)؛ یعنې معنوي حالت حاکم و. کله چې په یوې ټولنې کې د مادیت پر ځای معنویت ته پاملرنه وشي، هغه جغرافیه د برلاسۍ پوړۍ ته رسېدلی شي.

د زردشت په دین کې د اهورا او اهریمن متضاد (خیر او شر) موضوع د یادونې وړ ده، ویل کېږي چې دا دواړه سره ورونه وو، اهورا یې خیر غوښتونکی دی او د نړۍ ښه کارونه تر سره کوي او اهریمن یې شر غواړي او د شر او ناسمو کړنو سرته رسولو په برخه کې ستر لاس لري او آن تر دې چې خپله شر دی او شر زېږوي. دا دواړه ورونه یو ځای پیدا کېږي، مشر یې اهریمن دی، خو د پیدا کېدلو سره (زروان) چې دوی دواړه ور څخه پیدا دي، د خپګان احساس کوي، ځکه چې دی په دې فکر کې وي چې له ده به یوازې یو زوی (اهورا) زېږي او ټولنې نړۍ ته به خیر رسوي او د خیر کړنې به تر سره کوي، خو ناڅاپه یې له ګېډې اهریمن پیدا کېږي او د اهریمن په لیدلو د حیرانتیا احساس کوي.

کله چې اهریمن پیدا شو، د نفاق تخم یې وشینده، ټولې بد امني، ناسم کارونه، غیر انسان عملونه، وچکالي، مریضي او هغه څه چې د بدۍ مدلول دي، د ده په وسیله پیدا او تر سره کېده. د ده د پیدايښت سره د انسان مقابل لوری پیدا شو او کوښښ یې کاوه چې له اهریمن سره مقابله خوا خپله کړي. اهریمن کوښښ کوي چې د اهورا سره جګړه وکړي او هر هغه څه چې نېکي پیدا کوي او د اهورا له صفتونو سره مقابله کوي. (مینويي نړۍ) یا مدینه فاضله د اهورا مزدا لخوا پیدا کېږي او لوړه موخه لري. د نړۍ له پیدايښت څخه تر اوسه او د تل لپاره د اهریمن په مقابل کې قرار لري.

د فارسي دري ژبې ځینې افسانې او اسطورې د زردشت له دین سره اړیکې لري. په دې ادبیاتو کې ستر قهرمانان او پهلوانان چې ماته نه مني، د ښارونو او لویو کلاګانو فاتحین دي، د بدو په مقابل کې مجادله کوي او نارواوو پر وړاندې مبارزه کوي چې یوه ښه، معنوي او انساني ټولنه را منځته کړي. په دغو ښارونو او ځایونو کې ښه اب و هوا وي او ډېر ښه اقلیم لري، هر څه سم دي، خلک یې ښه خلک دي، انسانان، څاروي، جمادات او نباتاتو ته پکې تاوان نه رسېږي، د مرغانو ښه اوازونه، ښکلي رنګونه، ښکلي انسانان، ښه انسانان، ښکلی طبیعت، د غرونو ښکلا، د اوبو شرهار او داسې نورې ښیګڼې لري. په پهلوي متن کې د اوو کلاوو او د اوو قصرونو یادونه کېږي چې اووه رنګونه لري او له فلزاتو څخه جوړ شوي دي. هیرودت (د کاووس افسانوي قصرونو) یادونه کوي چې د ارماني ټولنو او ښارونو څخه دي او اوسېدونکي یې د ښو عادتونو درلودونکي دي. دلته د زردشت مینويي ټولنه له اوو عدد سره تړاو لري. په اسماني دینونو، فرهنګونو او د فیثاغورث په فلسفه کې د اعدادو په شمېرو بحث کېږي او د نړۍ پیدايښت د اعدادو له مخې ټاکي او شمېرو ته معنوي ارزښت ورکوي. دوی ته شمېرې عادي مسایل نه دي، دوی شمېرې په دوو برخو ویشـي، ښې او نېکبختې شمېرې لکه، درې، اووه، دولس او داسې نورې سپېڅلې شمېرې دي. هره شمېره خپله مانا لري او د هرې شمېرې مخینه (تاریخي شالید) موجود دی. د نړۍ په فرهنګونو کې ځینې شمېرې منحوسې  دي، لکه: دیارلس، نهه دېرش او داسې نور.

د زردشت په دین کې (مینويي ټولنې) لپاره د اوو ښو کلاوو او یا اوو لوړو برجونو یادونه کېږي چې د اووه شمېره د سپېڅلتیا له مخې لوړ ارزښت لري، نو ځکه یې د نورو شمېرو پر ځای د اووه یادونه کړې ده. همدارنګه اسلامي پوهانو او فیلسوفان هم د مدینه فاضله یادونه کوي چې ښه بېلګه یې فارابي، ابن سینا، طوسي او داسې نور دي. فارابي دغه فکر د افلاطون د مدینه فاضله څخه اخیستی دی، یوناني فرهنګ او فلسفه په اسلامي فکر اغېز لري چې دغه مقابلې خواوې د دې لامل شو چې ځینو پوهانو په دې برخه کې کار وکړ، په دې برخه کې فارابي، ابن رشد، ابن سینا او داسې نور د یادونې وړ دي، خو بیا هم د فارابي د مدینه فاضله نړۍ لید او فکر د افلاطوني جمهوریت د مدینه فاضله سره توپير لري.

د اخوان الصفا په رسالو کې په سیده او ناسیده ډول د مدینه فاضله یادونې شته. د دوی په نظریو کې د افلاطون او فارابي د ارماني ټولنې خبرې انعکاس کوي. دوی د داسې ټولنې غوښتونکي دي چې دولت یې اهل خیر وي.

د (عارف خورداری) (در امدی تطبیقی بر ماهیت مدینه فاضله در ارای فارابی و خواجه نصیر الدین طوسی) مقاله د مدینه فاضله په اړه د فارابي او طوسي د افکارو پرتلیزه څېړنه ده، وايي:

(داسې ټولنې ته په لاتین ژبه کې اتوپیا، په عربي ژبه کې مدینه فاضله او په فارسي ـ دري فرهنګ او ادب کې د (ارمانشهر) په نوم یادېږي. کله چې توماس مور د خیالي نړۍ په نوم کتاب لیکي، نوم یې ورته اتوپيا کېښود، په دې ټولنه کې سیاست، قانون او هر څه په ښه شان تر سره کېږي. د دې کلمې بله مانا ده: هغه دولت او هېواد چې بشپړ وي او هر څوک یې ارمان کوي. خیالي نړۍ چې د خیال پر بنسټ بحث کوي. مدینه فاضله خیالي جزیره ده، دا هغه ځای دی چې بشـر یې ارمان کوي او تر اوسه پورې چا داسې ځای موندلی نه دی او هر انسان د دې ارمان کوي چې داسې ټولنه پیدا او پکې ژوند وکړي. د داسې ټولنو په پیدايښت او جوړولو کې د انسانانو مسولیت اړین دی.

د نړۍ له پيدايښت سره بشر پیدا شوی دی او د ټولنې له پرمختګ سره بشـر د انسانیت پوړۍ تر لاسه کړه او له دوی هر کس د دې هیله لري چې له خپل ذکاوت څخه ښه او سمه ګټه واخلي، ښه ژوند وکړي، له ستونزو سره مبارزه وکړي، ښه دنده ولري او همدارنګه د ژوند هر ډول سهولت ورته برابر وي. په همدې ډول ارمانښار پخوانۍ سابقه لري، په یونانیانو کې افلاطون د جمهوریت په اثر کې یې ستاینه کوي، د ده په وینا د بشـر نوعه به تر هغه وخته پورې ستونزې ګالي او له ستونزو سره به لاس او ګریوان وي چې خپل مشـران حقیقي فیلسوفان ونه ټاکي. اګوستین د خدای په ښار کې سوله او عدالت غوښتنه د داسې ټولنې دوه مهمې ځانګړنې ګڼي. دی داسې ځای په اسمانونو کې تصویروي او په ځمکې کې چې هره ټولنه د دې دوو ځانګړنو (عدالت او سوله) درلودونکې وي، ستاینه یې کوي. تامس مور په خپله مدینه کې خصوصي مالکیت او پیسې لغو کوي، هر کروندګر ته یوازې دوه کاله کار کافي ګڼي او د ده له انده که انسان د ورځې شپږ ساعته کار وکړي، ټولې هیلې به یې پوره شي. ویل دورانت په خپله مدینه کې علم او کشفیات ستايي. ارسطو د سیاست په کتاب کې، کامپلانا د خدای د لمر په کتاب کې، بېکن د نوي او جدید ارغنون په کتاب کې او نوی اتلانتیس، کانټ، هېګل، راسل او د داسې نورو په شعرونو، نظرونو او اثارو کې د دې ورک شوي جنت لټه کوي.) ۱. برخورداری، عارف. (۱۳۹۴). در امد تطبیقی بر ماهیت مدینه فاضله در ارای فارابی و خواجه نصیرالدین طوسی. مرکز مطالعات عالی اسلامی تهران. دوره ۴۵. شماره ۲، ص ۴۹۶.

(د فارابي مدینه فاضله له مذهب پرته فلسفي نظرونه هم لري؛ یعنې د ده له لیده سیاست، مشري، عدالت، ښه خوی او په لسګونو داسې نورې خبرې که مذهبي خوا لري، له فلسفي اغېزو یې هم ځان خلاص کړی نه دی. په افکارو کې یې د دې دوو خواوو تر منځ همغږي لیدل کېږي او یو د بل په مقابل کې قرار نه لري. دی د فیلسوفانو په ډول په عقل او عقلانیت ټینګار کوي، خو له مذهب څخه هم مخ نه اړوي، دی د ارماني ټولنې لپاره یو داسې کس غوره کوي چې له فزیکي موجودیت پرته معنوي او اروايي ارزښت ولري. په دې اړه فارابي درې نظرونه وړاندې کوي: ۱. ځینې پوهان، لکه: نظیر لیواشتر اوس شلوموپیښ، فوزي نجار، ماجد فخري، ریچارد والزر او داسې نور فلسفې ته پر مذهب غوره والی ورکوي. ۲. هغه پوهان، لکه: محسن مهدي او جویل ګرامر د مذهب او فلسفې پلويان دي. ۳. درېیمه ډله، لکه: نظیر فرایز روزنتال او داسې نور باور لري چې فارابي فلسفه د فلسفي حقیقت لپاره وکاروله او یا دایبر په دې ټینګار کوي چې مذهب له فلسفې څخه غوره دی.

له دې بحثونو څخه څرګندېږي چې فارابي د مذهب او فلسفې څرګندونې (د تخییل او عقل) په دایره کې کوي او د پورته یادو شویو پوهانو په کتار کې د لومړۍ شمېرې پوهانو په اند دی. دی د ارماني ټولنې لپاره د عقل او پوهې سربیره دیانت او پوهېزګاري اړین ګڼي. کله چې د یوې ښې ټولنې لپاره مشـر غوره کېږي، له پوهې سره باید د تخییل له موهبې ځخه برخمن وي چې له دې څخه یې موخه مذهب دی. فارابي د الحروف په اثر کې د دین او فلسفې په تړاو او نژدېوالي خبرې کوي او په دې باور دی، که چېرې دین له حقیقي فلسفې څخه پیروي وکړي، انسانان به نیکمرغي تر لاسه کړي.) ۲. برخورداری، عارف. (۱۳۹۴). در امد تطبیقی بر ماهیت مدینه فاضله در ارای فارابی و خواجه نصیرالدین طوسی. مرکز مطالعات عالی اسلامی تهران. دوره ۴۵. شماره ۲، ص ۴۹۷.

د فارابي مدینه فاضله په مدیریت او لیډرشيب بحثونه لري او د یوې ښې ټولنې لپاره یو ښه مشر ته اړتیا ویني. د مدینه فاضله د رییس لپاره دولس ذاتي او اکتسابي صفتونه یادوي، خو په فصول المدني کې یې په شپږو صفتونو بسنه کړې ده. په تحصیل السعاده کې یې هم په اړه خبرې شته. وايي: (د مدینه فاضله د مشـر د بدن غړي باید پوره وي او هېڅ ډول ستونزه ونه لري، په ذاتي او طبیعي ډول زیرک، ذکي او با درکه وي او د ښه فکر کولو توان ولري، لوړه او ځواکمنه حافظه ولري، تیز هوشه او با استعداد وي، ژبه او عبارت یې ښه او سم وي، د حکمت تر لاسه کوونکی او د پوهې مینه وال وي، د شرابو څښلو خوی ونه لري، د ډېرو نکاحګانو غوښتونکی نه وي او د هر ډول شهواني عملونو څخه ځان ساتونکی وي. رېښتیا ویونکی وي او له درواغو څخه پرهېز وکړي. د ښه نفس درلودونکی وي، له انساني کرامت سره مینه ولري، د عدل او عدالت پلوی وي او د ظالم سره مخالف وي. په عزم او اراده نیولو کې پیاوړی وي او هر ډول مادیاتو ته ارزښت ور نه کړي. همدارنګه فارابي د مدینه فاضله د مشر لپاره ځینې نورې ځانګړنې هم په ګوته کوي چې دغه ټول معیارونه او لارښوونې د یوې ښې ټولنې د جوړښت او د انساني ستونزو د له منځه وړلو لپاره اړین دي.) ۳. برخورداری، عارف. (۱۳۹۴). در امد تطبیقی بر ماهیت مدینه فاضله در ارای فارابی و خواجه نصیرالدین طوسی. مرکز مطالعات عالی اسلامی تهران. دوره ۴۵. شماره ۲، ص ۴۹۹.

په مدینه فاضله کې که د هېواد د رييس بحث کېږي او د انساني پرمختګ او ښو لپاره یې یادونه کېږي. بنسټ یې له نورو خبرو څخه پرته عدالت ته رسېږي. په مدینه فاضله کې باید مشر عادل وي او خلک هم د عدالت پر بنسټ ژوند وکړي. فارابي په خپلو فلسفي نظریو کې د عدالت په اړه د کار خبرې لري. په دې برخه کې د دې خبرې د اسلام سره تړاو لري او د مذهب او معنويت له مخې یې خبرې بنسټ جوړوي، وايي:

(۱. عدالت په کایناتو کې د نظم راوړلو وسیله ده. ۲. عدالت د اهلیت په مانا دی. هر چا ته باید دنده د پوهې په پام کې نیولو سره ورکړل شي. ۳. د انسان په اخلاقو او فضیلت کې عدالت د فرد د عملونو استازیتوب کوي. ۴. په مساوي ډول د خیرات ویشلو ته عدالت وايي. د خواجه نصیرالدین په مدینه فاضله کې عدالت هغه لامل دی چې د ټولنې پرمختګ او یووالی د هر نظام سیاسي لارو چارو لپاره اړین دی. عدالت په یو نظام کې د یووالي لامل ګرځي او دا داسې صفت دی چې د ټولنې وګړي او د ټولنې نهادونه باید پرې عمل وکړي. دی د لرغوني یونان د فلاسفه وو او نورو پوهانو په شان عدالت د ټولو فضیلتونو په سر کې ښيي. د فضیلت په محتوا کې دا څلور شیان (حکمت، زړورتیا، عفت او د عدالت) یادونه کوي، خو عدالت ته ډېره پاملرنه کوي.) ۴. برخورداری، عارف. (۱۳۹۴). در امد تطبیقی بر ماهیت مدینه فاضله در ارای فارابی و خواجه نصیرالدین طوسی. مرکز مطالعات عالی اسلامی تهران. دوره ۴۵. شماره ۲، ص ۵۰۲.

(اتوپیا د ناکجا اباد په نوم هم یاد شوی دی، د دې مفهوم ژباړه په فارسي دري کې د (عقل سرخ) له اثر څخه سهروردي لیکلې ده، د توماس مور په وسیله په (۱۵۱۶ م) لیکل شوی دی چې په هغه کې خیالي نړۍ تصور شوې ده، په دې ځای کې د ژوند نظام د ټولنیز عقل او عقلانیت په وسیله پر مخ وړل کېږي. )

د فارابي له انده په مدینه فاضله کې د فرد ستونزه د ټولنې او ښار ستونزه ده، که چېرې د انسان په بدن کې یو غړي ته ستونزه پیدا شي، نور غړي مرسته کوي چې دا ستونزمن غړی له ستونزو څخه وژغوري. په ارماني ټولنه کې د یو فرد ستونزه ټولنې ته ستونزې جوړوي، نو ځکه د ارماني ښار اوسیدونکي باید د تعاون پر بنسټ ژوند وکړي.

فارابي مدینه فاضله د سالم بدن سره تشبیه کوي او د لاندې خبرو یادونه کوي:

۱. زړه د ټولو انساني غړو مشري او رهبري په غاړه لري او د مدینه فاضله مشري د هېواد رییس په غاړه لري چې دی (مشـر) زړه دی او رعیت یې نور غړي دي.

۲. د انسان په غړو کې توپیر لیدل کېږي، هر غړی خپل کارونه تر سره کوي، ځینې غړي حیاتي ارزښت لري او رییس العضوه ورته ویلی شو. په هېواد کې هر انسان د چوپړ (خدمت) له مخې د ستاینې وړ دی.

 ۳. د انسان په بدن کې غړي سره ګډې خواوې لري او کړنې سرته رسوي. د بدن جوړښت د زړه او غړو پرته ستونزې جوړوي، د زړه او مغز اړیکې، له نورو غړو سره یې اړیکې او د غړو اړیکې په خپلو کې  د یادونې وړ دي. په ذاتي ډول د دوی تر منځ اړیکه او هماهنګي لیدل کېږي، ډېرې ګډې خواوې لري. په یوې ښې مدینه کې د رییس او رعیت، د رعیت په خپلو منځونو کې اړیکې اړینې دي.

 ۴. د انساني ښه ژوند لپاره سالم بدن ته اړتیا وي، د مدینه فاضله لپاره هم سالم نظام ته اړتیا لیدل کېږي.

فارابي د مدینه فاضله رییس او مشـر ته کامل انسان وايي چې ټول استعدادونه پکې د لوړتیا پوړۍ ته رسیدلي دي، دی هغه کس دی چې د فضیلت، تقوا او د لوړتیا پوړۍ یې تر لاسه کړې ده او د ښو اخلاقو خاوند دی.) ۵. اسکندیان، عبدالله حسینی، مردباری، پویا و سیاح، اردشیر سید. (۱۳۹۹). بررسی ماهیت و اندیشه های فارابی در باب مدینه فاضله با اندیشه اګوستین قدیس در شهر خدا. اموزش علوم انسانی دانشګاه فرهنګیان، شماره ۱۹، ص ۶۹.

امام غزالي وايي: د انسان جوړښت د یو هېواد حیثیت لري، د هېواد مشـر او رییس یې له زړه سره تشبېه کړی دی، لومړی او مشر وزیر یې مغز دی، پینځه دننني حسونه او پینځه بهرني حسونه یې رییسان دي. د غزالي او فارابي دغه نظر چې زړه یې له مشـر سره تشبېه کړی دی، په دې دلالت کوي چې امام غزالي د فارابي له فکر او فلسفې څخه اغېزمن دی.

(د اګوستین د خدای په ښار کې (ښار) معنوي ټولنه ده چې د ده په راس کې مسیح قرار لري. د دې ټولنې انسانان او فرښتې د خدای او مسیح عاشقان دي. د ښار اوسیدونکي هغه کسان دي چې له خدای څخه ډېر له ځان سره مینه او عشق کوي. د خدای په ښار کې قومیت، نژاد، جنسیت، رنګ، ژبه او داسې نور توپیرونه چې تعصب او تبعیض ته لمن وهي، نه شته او له داسې مسایلو سره مبارزه کېږي او یا داسې خبرې نه تر سترګو کېږي. په داسې هېواد او ټولنه کې ټول انسانان او امتیان په یو خدای باور لري او د خالق تعالی له ګډو حکمونو او قوانینو څخه اطاعت کوي. د دوی هيلې ګډې خواوې لري. د اګوستین (د خدای ښار) کې مسیح رييس دی او شیطان د ځمکې پر سر رییس دی. دی انسان ته د سعادت د رسیدلو لپاره ایمان ته په عقل غوره والی ورکوي او په دې باور دی چې د ایمان میوه پوهه ده. دی په دې اند دی چې د سعادت د تر لاسه کولو لپاره یوازې عقل، عقلانیت، پوهې او درک ته اړتیا نه شته، بلکې د سیر او سلوک پر بنسټ د انسان د داخلي سیر اروا ده چې د خالق تعالی هستۍ ته رسېږي.) ۶. اسکندیان، عبدالله حسینی، مردباری، پویا و سیاح، اردشیر سید. (۱۳۹۹). بررسی ماهیت و اندیشه های فارابی در باب مدینه فاضله با اندیشه اګوستین قدیس در شهر خدا. اموزش علوم انسانی دانشګاه فرهنګیان، شماره ۱۹، ص ۷۲.

په یونان کې مدینه فاضله او یا هغه ښار چې ښې او نېکې کړنې پکې تر سره کېږي (kllipolis) هغه چاپیریال دی چې هلته پوهه، فکر، فضیلت او عدالت پلی وي. د افلاطون په مدینه فاضله کې رهبر او رییس هغه څوک وي چې د عقلانیت له نظره بې مثاله وي او د هغه ابدي وجود نه بدلون کېدونکی وي. د افلاطون د مدینه فاضله بنسټ د عقلي معرفت پر بنسټ چې د مُثل د عالم سره تړاو لري، اړیکه لري. مسلمانانو فیلسوفانو د یوناني فرهنګ څخه ډېرې نظريې واخیستې چې یوه یې د عقل او تفکر موضوع ده او د افلاطون، ارسطو او د داسې نورو پوهانو څخه د نظریاتو اخیستل دي. له فارابي څخه پوښتنه وشوه، که چېرې د یونانیانو په وخت کې ژوندی وای، نو څه دې کول. هغه وویل: د ارسطو د شاګردۍ مقام مې تر لاسه کاوه. افلاطون د یونان د اتن د ښار ابادي او له له تباهۍ څخه یې ساتنه په عدالت کې ښيي. کله چې افلاطون داسې فکر تر لاسه کاوه، یو لامل یې د یونانیانو په فرهنګ او سیاست کې له سقراط سره ناسم چلند و، کله چې سقراط په مرګ محکوم شو او دی اړ شو چې د زهرو ډک جام په سر واړوي، افلاطون د سقراط نژدې ملګری او ګران شاګرد د مدینه فاضله لپاره عدالت غوښتنه اړینه موضوع وګڼله. په جمهوریت کې په دې اړه ډېرې نظريې د همدغې ستونزې پر بنسټ را منځته شوې. په یونان کې سوفسطایانو عدالت غوښتنه په فرد ګرايي باندې ولاړه ګڼله او د اعتدال لپاره یې د ټولنې د هر فرد او شخص لپاره عدالت اړین باله. د نړۍ په جوړښت کې او همدارنګه په یونان کې انسانان په دوو برخو ویشل شوي دي، ظالم او مظلوم، غریب او مالداره او د داسې نورو متقابلو خواوو درلودونکي دي. د افلاطون عدالت غوښتنه د انساني افراط په مقابل کې وو. په انساني ژوند کې افراط او تفریط ښه کار نه دی او انسان باید په اعتدال کې ژوند وکړي. د افلاطون په نظریه کې عدالت غوښتنه بنسټیز فکر دی. مخکې مې یادونه وکړه چې د افلاطون عدالت غوښتنه او د ده په فلسفه کې دغه نظریه هغه وخت پیاوړې شوه چې د دېرشو کسانو په وسیله سقراط ته د مرګ حکم ورکړل شو او همدغه بې عدالتي وه، چې افلاطون د عدالت نظریه وړاندې کړه او د یوې ښې ټولنې لپاره د ښه رهبر او رییس یادونه کوي او په سیاسي ډول رهبر باید فلسفي نظر ولري او د پوهې پر بنسټ د عقل او عقلانیت درلودونکی وي. ۷.  (حسنی، محمد باقر. (۱۳۸۹). مدینه فاضله در اندیشه سیاسی فارابی و افلاطون. فصلنامه پژوهشی. سال ششم. شماره ۱۴، ص ۱۰۹.

(فارابي کوښښ کاوه چې اسلامي عقاید له یوناني فلسفي فکر سره پرتله کړي او د یوناني افکارو له اغېزو څخه خلاص نه دی. موږ نه شو کولی چې ووایو، فارابي یوازې او یوازې د افلاطون د افکارو تشریح کوونکی دی، بلکې د ده سیاسي عقاید او نظرونه یې اسلامي نړۍ لید څرګندوي. دی د افلاطون د فلسفي فکر وارث دی، فلسفي فکرونه یې د اسلامي عقایدو او مذهب سره تړاو لري او نشو کولی چې ووایو، دی یوازې او یوازې او یا کټ مټ د یونانیانو پر فلسفې باندې بسنه کوله او یوازې د افلاطون او ارسطو فلسفي افکار یې د ارماني نړۍ او نورو خواوو په برخه کې راوړي دي.) ۸.  (حسنی، محمد باقر. (۱۳۸۹). مدینه فاضله در اندیشه سیاسی فارابی و افلاطون. فصلنامه پژوهشی. سال ششم. شماره ۱۴، ص ۱۱۵.

(د علی کرباسی زاده او زهرا ذوالفقاری مقاله ده: (بررسی تطبیقی شهر خدای اګوستین و مدینه ی فاضله فارابی) وايي، عدالت عبارت دی له:

(د فضیلت پر بنسټ د هر چا حق ادا کول دي. د هر فرد دنده ده چې عدالت پلی کړي او عدالت تر سره کړي. که د هر انسان نفس پر جسم عادلانه کردار تر سره کړي، عقل باید په ټولو بدو کړنو کې له عدالت څخه کار واخلي. د ټولنې هر وګړی باید د عدالت پر بنسټ ژوند وکړي، د همدغه وګړو څخه ټولنه جوړېږي او له ټولنو څخه نړۍ، نو په فردي ډول عدالت د ټولنیز عدالت او ټولنیز عدالت په فردي عدالت کې تداخل لري او یو د بل څخه بیلېدلی نه شي.) ۹.  (حسنی، محمد باقر. (۱۳۸۹). مدینه فاضله در اندیشه سیاسی فارابی و افلاطون. فصلنامه پژوهشی. سال ششم. شماره ۱۴، ص۷۸.

د ښه ژوند، همدردي، عدالت، سوکالي، امن او د داسې نورو حالاتو لپاره د ښې ټولنې اړتیا وي. انسان په ارادي ډول ښه ټولنه جوړوي. د ښې ټولنې په جوړولو کې د ده نېکبختي ده، کامیابي او سوکالي ده.

(هېګل باور درلود چې د انسان او طبیعت تر منځ متقابله اړیکه یا ډیالکټیک شته. کله چې انسان په طبیعت کې بدلون راولي، په خپله هم بدلېږي یا په بله وینا، انسان د خپل کار په وسیله پر طبیعت اغېز کوي او هغه بدلوي، خو په دې چاره کې طبیعت هم پر انسان اغېز ږدي او د هغه په پوهه کې بدلون راولي.) ۱۰. ګوردر، یوستین. (۱۳۹۷ل). د سوفي نړۍ. ژباړن رحیم الله دقیق. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه، مخ ۴۸۳.

 چاپیریال چې انساني نشـي، د ښو انسانانو تمه ناشونې ده. ښه چاپیریال ښه انسانان او ناسم چاپیریال د ناسمو انسانانو درلودونکی وي، خو چاپیریال انسانان انساني کوي او د ژوند کولو لپاره یې برابروي.که یوه ټولنه د پیاوړي سیاسي نظام درلودونکې وي. په اقتصادي توګه هېواد ځان بسیا وي. له فرهنګي یرغله خلاص وي، انسانان یې د ښوونې او روزنې پر ګاڼه سمبال وي، نو دا ټول پرمختګونه د انسانانو په وسیله منځته راځي. کله چې یوه ټولنه انساني ژوند ته جوړېږي، یوه اړینه خبره پکې عدالت دی. عدالت د دې لامل کېږي چې انسانان د ښه ژوند څښتن وي او خوښ ژوند وکړي. خوشحال د افلاطون، فارابي او د داسې نورو پوهانو په ډول په ښې ټولنې کې عدالت غواړي او د یو هېواد په پرمختګ کې عدالت ته ارزښت ورکوي.

په ادبیاتو، فلسفه او داسې نورو علومو کې د مدینه فاضله یادونه له بېلا بېلو زاویو او نظرونو څخه شوې ده، خو د ټولو نظرونو په پام کې نیولو سره دا یوه داسې ټولنه ده چې خلک پکې خوښ دي او هېڅ ډول ستونزې نه لري. دغه خیالي نړۍ او ځای ډېرو پوهانو له خپلې تخییلي نړۍ څخه جوړه کړې ده او په حقیقت کې د نړۍ په تاریخ کې داسې ځای لیدل شوی نه دی. د نړۍ هره پرمختللې ټولنه بېلابېلې ستونزې لري چې د مدینه فاضله معیار پوره کولی نه شي، خو داسې ځایونه شته او داسې بله نړۍ شته چې د مدینه فاضله څخه ډېره لوړه ټولنه ده او هر ډول امکانات پکې شته. هغه د ښو انسانانو لپاره جنت دی، بله نړۍ ده چې مشـري یې د یو داسې ذات سره ده چې هر څه پکې سم دي. هلته عدالت دی، نه د چا حق خوړل کېږي او نه چا ته یې له حق څخه ډېر ورکول کېږي. په ځینو ځایونو کې د مدینه فاضله د مانا او مفهوم په پام کې نیولو سره د ارمانښار یادونه کېږي.

د ارمانښار په اړه راغلي دي او غواړم د مدینه فاضله د ښه وضاحت لپاره له دې اقتباسه ګټه واخلم، وايي: (په پښتو کې ارمانښار، فارسي ـ دري کې ارمان شهر، په انګلیسـي کې (Utopia) د لومړي ځل لپاره د تامس مور لخوا پر (۱۵۱۶م) په یو کتاب کې یې یادونه شوې ده او د یو سیاسي نظام د توصیف، بې عیب او ښه لپاره یې له دې ارمانښار (Utopia) څخه ګټه واخیسته. د وخت په تېرېدلو د ارمانښار کلمه چې سیاسي خوا یې درلوده، ټولنیزه خوا یې هم خپله کړه. د ارمانښاره د مفهوم په ورته شکل نظرونه د یونان د افلاطون، ارسطو او کیوان خمسه درلودل او په اسلامي فلسفه کې ورته مدینه فاضله ویل شوې ده. ارمانښار په انګلیسـي کې (utopianism) عبارت دی له یو ډول خیال پردازۍ څخه او د ټولنیز نظم ارمان په کې وي. د یونان له افلاطون څخه نیولی تر نن پورې ډېرو لیکوالو او پوهانو په دې اړه لیکل کړي دي او خپل نظرونه یې وړاندې کړي دي او دوی ټول د یوې پرمختللې او با ثباته ټولنې ارمان کاوه او د ښې ټولنې ارماني وو. په اصل کې (utopia) کلمه یوناني ده، مانا یې (هغه ځای چې نشته)، په ځینو ځایونو کې کې ورته (ناکجااباد) وايي. (Utopia) هغه کلمه ده چې له دوو برخو څخه جوړه ده، (OU) په یوناني ادبیاتو کې د (نفې) په مانا ده او (TOPOS) توپوس ځای او مکان ته وايي. په لغوي ډول د (لامکان) په نوم یادېږي. دا هغه ځای دی چې هېڅ ډول ستونزه په کې نشته. په حقیقي ډول په دې نړۍ کې د داسې ځای موندل ناشونې ده. افلاطون لومړنی ارماني فیلسوف دی چې دغه فکر او نظر یې په جمهوریت کې راغلی دی او د سیاست لپاره د دولت او قانون یادونه کوي او د ارمانښار لپاره یې اړین ګڼي. د یوناني فلسفې له انده د ټولنې اروا په عدل ولاړه ده، افلاطون د ارمانښار لپاره عدالت بنسټيز اصل ګڼي. د عادلو خلکو په وسیله په ښارونو کې عدالت را منځته کېږي او عادل انسان کولی شي چې په ځان حکومت او فرمانبرداري وکړي. د داسې ښارونو په باطن کې سوله منځته راځي. د ښار د خلکو تر منځ هماهنګي پیدا کېږي او ستونزې کمېږي. د ارمانښار ادبیات هغه ادبیات دي چې ارماني ټولنه ترسیموي او د داسې ټولنې غوښتونکي وي چې هېڅ ډول ستونزې په کې نه وي. په ادبیاتو کې دغه مفکوره ډېره پخوانۍ ده او د بشـر له تاریخ سره اړیکه لري. د بین النهرین د سومریانو په لومړنیو نظریاتو کې دا مفکوره لیدل کېږي. د سومریانو د ګلګمېش په حماسه کې د ګلګمېش نژدې ملګړی مړ کېږي. سومریان په مرګ باور نه درلود، خو د انکېدو له مرګ وروسته ګلګمېش سره د مرګ فکر پیدا کېږي او د تلپاتې ژوند هڅه پیلوي، په همدې لټه د انکېدو له مرګ وروسته بلې نړۍ ته ځي، هلته د مرغانو غږونه نشته، څاروي نشته، شر او شور نشته، زمریان ظلم نه کوي، کفترې پروازونه نه کوي، قهر او غضب نه شته، مریضـي ګانې نه شته، زړښت نه شته او داسې نورې خبرې د ارمانښار ځانګړنې دي. بېلا بېلو لیکوالو ارمانښار د خپلې زاويې ترسیم کړی دی. د تامس مور (اتوپیا)، د اناکارسیس کلوتس (جمهوري نړۍ)، د ویکتور هوګو (روزګاران اینده او رویای والا)، د توماسو کامپلانا (د لمر ښار)، د فرانسس بېکن (اتلانتیس نوین) او داسې نور آثار په دې برخه کې د یادونې وړ دي. ابو نصـر فارابي د یوناني فلسفې پر پیروۍ او د افلاطون د نظريو پر بنسټ ارمانښار ترسیموي او د ښې ټولنې بحث پیلوي. د ده اثر (اندیشه‌های اهل مدینه‌ ی فاضله) د منځپانګې له مخې د ارمانښار موضوع وړاندې کوي او په سیاسي برخه کې یې ډېرې خبرې د افلاطون له جموریت سره اړیکې لري.) ۱۱. ویکيپیډیا.ګوګل. زردشت. دانشنامه. ازاد، مخونه بېلابېل.

په مدینه فاضله یا ارمانښار کې خلک د فضیلت خاوندان دي، چاپیریال انساني دی، ټول انسانان ښه کارونه زده کوي، ښه کارونه ګوري او ښه ورته ښه ښکاري. عملونه له ټولنې څخه زده کېږي، په داسې چاپیریال کې اخلاقي ارزښتونه او عملونه د پیاوړتیا پړاو ته رسېږي.

خوشحال خان وايي:

چې په کار د مملکت دی

عدالت دی، عدالت دی

عدل نُور د درست نړۍ دی

درست نړۍ په ده ودان دی

درته وایم عدل کوم دی

چې تکیه د خوار، مظلوم دی ۱۲. خټک، خوشحال خان.(۱۳۹۷ل). د خوشحال خان خټک کلیات. تدوین سید محی الدین هاشمي. پېښور: میهن خپرندویه ټولنه، مخونه ۱۲۷۲ـ ۱۲۷۳.

شاعر د هېواد (مملکت) په کارونو کې عدالت اړین ګڼي. دلته له مملکت څخه موخه هغه ځای دی چې عدالت پکې تأمین وي، دا چې هر ځای وي. دی عدالت د یوې ټولنې د ابادۍ لامل ګڼي. عدالت د یو ځای لپاره نُور ګڼي. انسان د خالق له نُوره دی او د مدینه فاضله لپاره د عدالت روښنايي پکار ده. د ټولې نړۍ لپاره عدل او عدالت اړین دی. په عدالت سره خوار او غریب ته یې حق ورکول کېږي. خوشحال داسې نظر لري چې د یو هېواد لپاره هر انسان ته یې حق او حقونه ورکول او همدارنګه پکې عدالت پلي کول اړین دی. د شاعر دغه اند په ناسیده ډول له مدینه فاضله سره تړاو لري. د مدینه فاضله په اړه یو بل نظر دی:

(مدینه فاضله د یوناني ژبې له (typos-place) څخه اخیستل شوې ده؛ يعنې هغه ځای چې مبارک دی. (Utopia) نوم له (T. Mora) کتاب څخه اخیستل شوی دی. د (اتوپیا) مفهوم د بېلا بېلو هېوادونو د ستاینو داستان او طراحي ده. په دې برخه کې ټولنیز سیستم او ټولې لیکنې او رسالې د ټولنیز بدلون لامل شو.

د بشـریت په تاریخ کې ارمانښار په یو عجیب ډول ټولنیزه پوهه او اګاهي په کې لیدل کېږي. په دې ښار کې ټولنیز ارمان موجود وي. پر ټولنیز سیستم کره کتنه، خلکو ته تمایل او له تورتمونو څخه تېښته، د ټولنې د راتلونکي لپاره تصور او فکر کول یې ټولنیزه دنده ده. په لومړیو کې ارمانښار له طلايي عصـر سره نژدې و. په لرغوني او کلاسیک رېنسانس کې اتوپيا په ټولیز ډول د عالي حالاتو او صفاتو استازیتوب کوي او د ځمکې پر مخ یو ځانګړی ځای دی. دا خیالي ځای دی، یا په حال کې شته او یا په تېر کې موجود و. له میلاد څخه مخکې پوهانو د ارمانښار په اړه نظرونه ورکړي دي. د افلاطون جمهوریت د مدینه فاضله په اړه خبرې لري چې موخه یې هغه ښار دی چې انسانان يې ښه انسانان دي، ټولنیزې ستونزې په کې نشته، د اقتصادي له مخې بشپړ دی. دا هغه ځای دی چې خلک یې په فضل او عدالت کې سره برابر دي.

د اتوپیا له اخلاقي تحلیل څخه په اسانۍ څرګندېږي چې اصلي مسلٔه د اتوپيا اخلاقي سعادت دی. د اتوپيایانو د اخلاقو په اند د انسان خوښي او نېکبختي په هر ډول لذت کې نه دی، بلکې یواځې په رېښتینولۍ او په بریالیتوب استوار دی. دوی پرهېزګاري لوړ خیر ګڼي چې فضیلت د انسان له ذات سره اړیکه لري. اتوپيایان په لومړیو کې خپل اخلاق له ټولو څخه ښه او هوښیارانه ګڼي. په فردي او ټولنیز ډول له ټولو څخه اړینه موضوع د پوهېدلو ده. د دوی له دیده دا هر څه د انسان له ذات سره اړیکه لري چې د انسان په ارزو کې سعادت او نېکبختي نغښتې ده.

د خوشحال عدالت غوښتنه، انسانانو ته یې حق ورکول او له غریبو او بیچاروو سره مرسته کول اخلاقي دنده ګڼي. دا د ډېرو ټولنو اخلاقي برخه ګرځېدلې ده چې له نورو خلکو سره ښه وشي. ډېروي:

عدل درست سره طاعت دی

عدل واړه عبادت دی

عبادت د یوه ځای دی

عدالت د درست نړۍ دی

یو ساعت په عدل تېر کا

دا تېری تر هغه ډېر کا

که د عدل ثواب کښمه

په ډېر به نه رسمه

په عادل هر څوک مین دی

د ظالم هر څوک دښمن دی

که کافر وي چې عادل وي

درست عالم ځنې خوشدل وي

که مومن وي ستمګار شي

د هر چا ځنې فرار شي

هر سړی چې ځان سردار کا

د طبیب غوندې دې کار کا

عدل دا مانا لرینه

عدل کړه چې څو درشینه

فضیلت د عدل ډېر دی

تر حساب تر شماره تېر دی

که عادل دی عدل کاندي

کور په کور دی په ده باندې

د ده تن به سلامت وي

روغ به پروت تر قیامت وي ۱۳. خټک، خوشحال خان.(۱۳۹۷ل). د خوشحال خان خټک کلیات. تدوین سید محی الدین هاشمي. پېښور: میهن خپرندویه ټولنه، مخونه ۱۲۷۲ ـ ۱۲۷۳.

شاعر په هر بیت کې د عدالت غوښتونکی دی. عدالت په ښې ټولنې کې وي، د ښو خلکو لخوا عملي کېږي او هر انسان پکې خوښ وي.

هیوم وايي: (ارمانښار د اخلاقو جمهوریت دی. په دغه جمهوریت کې [که وجود ولري] مېشت ښاریان د دې لپاره اخلاق رعایتوي چې دوی له آره ښه دي، نه د دې لپاره چې د نورو لخوا دې (ښه) وګڼل شي. د ګټې لپاره د قانون رعایت جمهوري عمل دی، نه اخلاق. د قوانینو د څار مسؤل ادرس ښاري دولت دی او اړیکه یې وار له مخه د شوي ټولنیز قرار داد پر بنسټ د عقل لخوا تنظیمېږي، خو د اخلاقي عمل د څارنې مسؤل انساني (زه) دی چې باخبره ضمیر یا (وجدان) هم ګڼل کېږي، د دې عمل انګېزه عاطفي ده او وار له مخه قرار داد شوې نه ده.

د بشـري ژوند د غځېدو لپاره د اخلاقو او ګټو تر منځ ډیالکټیکي مخامختیا له خورا لرغونې زمانې څخه را روانه ده او چې بشـر شته همداسې به پر مخ ځي. انسان هر ځلې د ګټې له یوې برخې غریزې څخه مشبوع کېږي) ۱۴. لېوال، عبدالغفور. (۱۳۹۴ل). انسان مجله. ولې انسان. ګڼه څلورم. کابل: د انسان مجلې اداره، مخ ۵۱.

په مدینه فاضله کې د انسانانو تر منځ دوستي، خواخوږي او اخلاق د حقیقي نیکمرغۍ پر بنسټ وي. فارابي د مدینه فاضله یادونه کوي او د انسان پالنې لپاره په چاپیریال بحث کوي او د چاپیریال اغېزو ته اشاره کوي.

 (ځينې پوهان د مدینه کرامیه یادونه هم کوي. دا هغه ټولنه ده چې خلک یې اراده لري چې کرامت ته ارزښت ورکړي. د دې مدینې (ځای) خلک کرامت ته د ارزښت ورکولو او د ویلو او کولو په وسیله د یو بل سره په مینې کولو ټینګار کوي او یو د بل سره په دې برخه کې تعاون کوي. دوی یو بل ته په غوره والي قایل دي، یو بل ته په مساوي او برابر ډول ارزښت ورکوي. فارابي مدینه کرامیه او مدرینه فاضله یو شان ګڼي او پورتنی بحث یې په مدینه کرامیه کړی دی.) ۱۵. بحرانی، مرتضی. (۱۳۹۴ل). دوستی مدنی و نوع مدینه نزد فارابی. سال یازدهم. شماره اول. ایران: دو فصلنامه علمی ـ پژوهشی، مخ ۷۷.

فارابي په خپل اثر کې د (ارا اهل المدینه الفاضله) کې ځینې اړین ټکي په لاندې توګه ښودلي دي:

۱. ژوند پرته له ټولنې نا شونی دی، ځکه چې بشـر په یواځیتوب کې هېڅ ژوند مخ پر وړاندې نشـي بوولی.

۲. ټولنه د انسان د بدن له غړو سره ورته ده، لکه څنګه چې د بدن په غړو کې زړه رییس دی او د بدن هر غړی د بدن نورې دندې سرته رسوي. یواځې انساني ټولنه ده چې د اداري چارو په مرسته مخ په وړاندې ځي، نو د ټولنې ټولې چارې باید د دولت جمهور رییس په لاس کې وي.

۳. ټولنه د فارابي له انده چې (مدینه) ټولنه ورته وايي، هغه په دوو برخو ويشي!

لومړی (فاضله مدینه)؛ يعنې هیومانیستي ټولنه او دویم یې (نازله فاضله)، يعنې غیر هیومانیستي ټولنه.

د فارابي له انده (فاضله مدینه) ارماني ټولنه ده چې هغه د افلاطون له اشتراکي ټولنې څخه استازیتوب کوي او دویمه (نازله فاضله) ټولنه ده؛ یعنې غیر هیومانیستي ټولنه چې انسان ته په دې ټولنه کې په هېڅ ډول ارزښت قایل نه وي او له ټولو حقه حقونو څخه محروم وي.

د فارابي له انده (فاضله مدینه) هغه انساني ټولنه ده چې په هغه کې انسان پالنه ډېر ارزښت لري. په دې اړه یې داسې تعریف کړې ده: (فاضله مدینه هغه ټولنه ده چې موخه یې تعاون او نېکبختیو ته رسېدل دي.)

فارابي وايي: (د انسان په بدن کې ځینې غړي لوړ او اړین دي او ځینې یې ارزښت نه لري، په فاضله ټولنه کې همداسې ده، لکه زړه چې د بدن رییس ګڼل کېږي، د بدن نور غړي د خپل استعداد او توان پر بنسټ کار کوي، د ټولنې نور افراد هم د خپلې رتبې او دندې پر بنسټ د ټولنې چارې تنظیموي. نوموړی د فاضله ټولنې مشـر هغه شخصیت غوره کوي چې پرهېزګار او دنده پېژندنې له امله الله جل جلاله ته نژدې شوی وي او د هغه لوري ته یې اروايي مقامات طی کړي وي، خو په دومره توپیر سره چې افلاطون د ارماني ټولنې او دولت د لارښوونې او اداره کولو لپاره یې فیلسوفان او پوهانو وړاندې کړي وو، خو د فارابي لپاره د فاضله مدینې مشـر د الله جل جلاله د هدایت او لارښوونو سره سم د فاضله مدینې او ټولنې یا امت د چارو په تنظیم کې ماموریت لري. فارابي د ارماني ټولنې لپاره علم، عمل او فضیلت ته ارزښت ورکوي. د ټولنې له مشـر څخه نیولی بیا تر نورو هېوادوالو پورې باید خلک د عالي شخصیتونو او عالي اخلاقو خاوندان وي. دا خلک د یوه جسم د غړو په توګه باید ګډې هڅې وکړي. په هغه توګه چې د یو سالم انسان د بدن ټول غړي یو له بل سره مرسته او ګډې هڅې لري. د فاضله مدینې غړي خپلې دندې په ښه توګه تر سره کوي. فارابي ارماني ټولنه هماغه د افلاطون د فاضله مدینه دوام دی. وايي:

(د فاضل او عادل نظام د برقرارۍ لپاره باید خلک یا ډلې تر هر څه د مخه له عدل سره پېژندګلوي ولري او عدل په ځان کې وروزي او عمل او نظر یې باید یو وي. که چیرې عمل او کار د قوم او ملت لپاره وي، نو نوموړې ټولنه بیماره او فاسده ده.) ۱۶. منګل، سلطاني. (۱۳۹۰ل). هیومانیزم د شرقي او غربي فلاسفه وو له نظره. پېښور. جنګي مجله، مخونه ۹۴ ـ ۹۶.

په پای کې د دې خبرې یادونه اړینه ده چې د خوشحال په غوره شوي شعر کې عدالت اړین ګڼل شوی دی او د مدینه فاضله نظریه د بې عدالتۍ پر بنسټ پیدا شوې ده او د عدالت د پلي کولو لپاره خورا اړین ځای لري.

یادونه: پورتنۍمقاله کې له ۱۶ ماخذونو ګټه اخیستل شوې ده چې په مقاله کې ښودل شوې دي. د لیکوال خبرې معلومې دي او اقتباسونه څرګند دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب