شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د شري ناروغي په خپرېدو ده

په افغانستان کې د شري ناروغي په خپرېدو ده

تاند (جمعه، د ثور ۲۸ مه) اوچا وايي، د روان ۲۰۲۴ له پیله په افغانستان کې شري مشکوکې پېښې په پر له پسې ډول په زیاتېدو دی.

دې ادارې پرون په یوه راپور کې وویل، د اپریل له وروستۍ اوونۍ پرته چې د شري لږ پېښې ثبت شوې او ښايي علت به یې دا و چې لږ خلکو د شري ناروغي ثبتولو لپاره مراجعه وکړه، سږ کال په افغانستان کې د تېرو درو کلونو پرتله د شري پېښې زیاتې دي.

د روانې مې په لومړۍ اوونۍ کې د شري ۱۶۰۴ مشکوکې پېښې ثبت شوي او په دې ناروغۍ د ۵ تنو د مړینې راپور ورکړل شوی دی. دا د ورتېرو اوونیو پرتله په سلو کې ۵ زیات دی.

په کندهار کې ۲ تنه، په کابل، هرات او فاریاب کې یو- یو تن مړه شوي دي. د ټولو مړو شویو ماشومانو عمرونه تر پنځو کلونو کشر وو او د هغو په منځ کې دوې نجونې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب