شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ د پاکستان پوځ ته د مرګ ژوبلو...

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د پاکستان پوځ ته د مرګ ژوبلو ادعا کوي

تاند (جمعه، د ثور ۲۸ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، په پنځو حملو کې یې د پاکستان پوځ ته مرګ ژوبلې اړولي دي.

دې بېلتون غوښتونکې ډلې پرون په یوه خبرپاڼه کې، چې رسنیو ته یې استولې، ویلي چې د بلوچستان په تمپ، قلات او کواه کې یې پر پنځو جلا سیمو د پاکستان پر پوځ او مخابراتي برج بریدونه کړي دي.

دا بېلتون غوښتونکې ډله ادعا کوي چې د دغو بریدونو په هر یوه کې یې د پاکستان پوځ ته مرګ ژوبله اړولې خو په یوه کې لږترلږه دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي او مخابراتي برح ویجاړ شوی دی.

دا ډله وايي چې سرشیندونکو یې وړمه شپه په قلات کې د پاکستان د «غاصب» پوځ د مرکزي کمپ پر مرکزي دروازې د لاسي بم برید وکړ چې له کبله یې درې ساتونکي ټپیان شول.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، تر هغو به دې ډول بریدونو ته دوام ورکړي چې د پاکستان پوځ، چې دوی یې د بلوچستان غاصبان بولي، له بلوچستان څخه وتلي نه وي.

د پاکستان پوځ تراوسه پورې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب