شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده کابل ته تللی

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده کابل ته تللی

تاند (پنجشنبه، د ثور ۲۷ مه) راپورونه وايي  چې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده کابل ته تللی او هلته یې د کابینې له غړیو او په کورنیو چارو وزارت کې له والیانو سره کتلي دي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه کابل ته د ملاهبت الله اخوندزاده د سفر په اړه رسماً څه نه دي ویلي خو طالب سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي چې د کورنیو چارو وزارت په شاوخوا کې له تېرو درو ورځو راهیسې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

سرچینې وايي چې اخوندزاده نن (پنجشنبې) کابل ته رسیدلی دی.

څرګنده نه ده چې د ده د دې سفر هدف څه دی او یا یې په کومو موضوعاتو د کابینې له غړیو او والیانو سره خبرې کړي دي.

ظاهراً دا کابل ته د ملاهبت الله اخوندزاده دوهم سفر دی.

طالبان په نامعلومو دلایلو د خپل مشر ویډیو او تصویر نه خپروي او ویل کېږي چې نوموړی په غونډو کې خلکو ته شا اړوي چې مخ یې څوک ونه ویني.

3 COMMENTS

  1. دده اورته ددجال وغیم که دی رښتیا افغان او مسلمان وي خپل ولس سره د مخامخ خبرې وکړي.دغه خامخا کوم فرنګئ یا فرنګي پنجابی ده. دغه سوډر هیڅ د افغان وینه نه لري او نه هم مسلمان بلکي مرتد ملحد فرنګئ د اسلام دښمن ده. دی که مسلمان وای امرالشیاطین نه وای له خلکو سره به مخامخ غږیدلی وای. تف لعنت په دغه ابلیس او دده په پیروانو 😡🐖🤮

  2. سل په سلو کې درسره همغږی یم لوپره دغه کوم پنجابی او فرنګئ ده سي له خپله ولسه ځان پټوي. دغه دجال ابلیس سوډر ده 🐖

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب