شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد کابل او اسلام اباد له خبرو وروسته پر ډیورند کرښه نښته...

د کابل او اسلام اباد له خبرو وروسته پر ډیورند کرښه نښته درول شوې

تاند (پنجشنبه، د ثور ۲۷ مه) د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالي او د خیبرپښتونخوا د کورمې د تیري منګل د سیمو ترمنځ پر ډیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسیدلې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ له خبرو وروسته پرېکړه وشوه چې د تګ راتګ لاره بېرته پرانیستل شي.

د ځاځي اریوب اوسیدونکي وايي چې نښته وروسته له دې وشوه چې پاکستاني پوځیانو غوښتل د ډیورند کرښې دې خوا ته ازغن سیم نصب کړي او طالب ځواکونو یې په وړاندې غبرګون وښود خو پاکستاني چارواکي وايي چې نښته وروسته له دې وشوه چې د افغانستان له لوري وسله والو کسانو غوښتل چې ازغن سیم پرې کړي او د پاکستان لور ته واوړي.

د طالبانو او پاکستان حکومتونو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو راپورونه وايي چې د نښتې له کبله تر نن غزمې پورې د خرلاچۍ لار بنده وه.

همداراز د یوه طالب او یوه پاکستاني پوځي د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د یوه پاکستاني پوځي وژل کېدا او د ۴ نورو ټپي کېدا تایید کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب