شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالب چارواکي له روسیې وغوښتل چې افغانستان ته د صادراتي غنمو بیه...

طالب چارواکي له روسیې وغوښتل چې افغانستان ته د صادراتي غنمو بیه ټیټه کړي

تاند (پنجشنبه، د ثور ۲۷ مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له روسیې څخه وغوښتل چې افغانستان ته د صادراتي غنمو بیه ټیټه کړي.

عزیزي دا خبره نن (چهارشنبې) په قزاقستان کې د روسیې – افغانستان په ناسته کې وکړه.

دا ناسته د (روسیه- اسلامي نړۍ: د کازان ۲۰۲۴ فورم) په نوم د نړیوالې اقتصادي غونډې په چوکاټ کې دایره شوه.

عزیري غونډې ته وویل:«د روسیې په فدراسیون کې ځینې تجارتي مالونه شته لکه غنم او اوړه چې افغانستان ورته اړتیا لري. خو له بده مرغه د روسیې تجارتي تعرفه ډېره لوړه ده. موږ غواړو چې بیه یې ټیټه کړي.»

ده زیاته کړه، افغانستان ته د صادرېدونکو مالونو لپاره دې ځانګړې تعرفه وضع شي.

تر دې مخکې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف په منځنۍ اسیا کې دننه په سیمه ییزه همکارۍ کې د افغانستان د فعال رول پر اړتیا ټینګار وکاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب