شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد قزاقستان ولسمشر په سیمه ییزه همکارۍ کې د افغانستان د فعال...

د قزاقستان ولسمشر په سیمه ییزه همکارۍ کې د افغانستان د فعال رول غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه، د ثور ۲۷ مه) د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف په منځنۍ اسیا کې دننه په سیمه ییزه همکارۍ کې د افغانستان د فعال رول پر اړتیا ټینګار وکاوه.

د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې، توقایف دا خبره نن د منځنۍ اسیا د امنیتي شورا د سرمنشیانو په غونډه کې وکړه.

په وروستیو کې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته د منځنۍ اسیا د هیوادونو لېوالتیا زیاته شوې ده.

ازبکستان جدي هلې ځلې کوي چې ترانس افغان پروژه، یعني له افغانستان څخه تر پاکستان پورې د ریلارې جوړېدل ژر پیل او بشپړ شي.

تېره اوونۍ افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان په هرات ولایت کې د یوه لوی لوژیستیکي مرکز، چې د سل میلیون ټنه تېلو د زېرمه کولو جوګه وي، پر جوړولو سلا وکړه.

د منځنۍ اسیا له دې لیوالتیا سره په چابهار بندر کې د هند د دلچسپۍ زیاتېدا مرسته کوي.

د هند او ایران د موافقې پر اساس، د چابهار بندر مدیریت د لسو کلونو لپاره هند ته وسپارل شو.

هند غواړي چې له دې لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره راکړه ورکړه وکړي.

د قزاقستان ولسمشر دې ته په پام چې جنوبي اسیا ته، چې انرژۍ ته یې اړتیا ورځ تر بلې زیاتیږي، د منځنۍ اسیا د ارتباط تر ټولو لنډه او اسانه لار په افغانستان تیریږي، له دغه هیواد سره همکاري د ټولې سیمې په ګټه وبلله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب