شنبه, جولای 27, 2024
Home+‏ژوند په کابل کې| ناديه دفتاڼۍ

‏ژوند په کابل کې| ناديه دفتاڼۍ

لږ وخت کيدهٔ چې زموږ کډه له کلي کابل ته راغلې وه
پلار مو کوچنى کور کرايه کړي ؤ حويلۍ د يوې اوږدې لارې په انداﺯه وه
يواځې څلور کوټې يې درلودې، اشپزخانه يې وړه وه
پلار مې خپل ځان ته يو کوچنی کاروبار پيدا کړ
يو شپه ﺯموږ د ښوونځي په هکله له مور سره غږيده.
سبا ته يې ﺯه او زما دوې نورې وړې خويندې یې په ښوونځې کې شاملې کړو
د ښوونځي او‌ کور تر منځ مو پنځلس دقيقى لار وه
هر سهار به ﺯه او خويندې مې ښوونځي ته پهٔ پښو تلو
ﺯموږ کور نسبت نورو ځایونو ته په ارامه ساحه کې ؤ
کوڅه به معمولاً خالې وه چا سره مو شناخت نه درلود.
يوه خو د ژبي مسٔله وه، بل موږ دې ځاى کې خپل خپلوان نه درلودل.
بیا وروسته ورو، ورو موږ هم د کابل له تنګو کوڅو او واړه کورو سره عادت شو
د کابل له هوا او له ستورو خالي کوچنى اسمان سره.
کلې کې دا هر شي ﺯموږ په نظر ډير غټ ښکاريدل، حويلۍ خو به‌ د هر چا پراخې وې
دا چي کلي کې اپارتمان او نور بلند منزلونه نه ول نو اسمان به دومره غټ ښکاريده چې ته وا هيڅ پاى نه لري.
د شپې به چې رڼا ورکه شوه ستورو اسمان داسې ځلاوو لکه شین غمي دار کمیس
خو د کابل اسمان داسې نه ؤ
اسمان جګو او يو بل ته نږدي اپارتمانونو وړوکى کړی ؤ .
ستورى به مو په څه ﺯحمت پکې پيدا کول.
خو وروسته له کابل سره پوره بلده سوم، ژوند پکې راته عادي سو، خلګو سره مو وپېژندل، اوس کابل هغه ارامه او کوچنی ښار نه دی.
کابل د رنګونو ښار دی.
کابل مې د ارمانونو د پوره کيدلو ښار شو.
د همدي رنګين ښار برکت دی چې درس مې ولوست، لوړې زده کړې مې وکړې
زما د ارمانو له پوره کيدو سره سم کابل لا هم شايسته بڼه خپلوله، ورځ تر بلې ښکلې کېدهٔ
بس د هغه شاعر خبره چې
خپل وطن موږ ته جنت ښکاري دروېشه
کهٔ هر څو پکې د شاتو ویالهٔ نشته

1 COMMENT

  1. “خپل وطن مونږ ته جنت ښکاري درویشه
    کهٔ هر څو پکې د شاتو ویالهٔ نشته”

    په وطن کې هم شات سته، او زر هم سته. خو ستونزه دا دي چې، افغانانو د عقل له سختي قحطې سره مخامخ دئ . الله ج دی دا قحطې ورکه کړي نور به هر څه سم سئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب