شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهمولانافضل الرحمان د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسۍ نیوکې وکړې

مولانافضل الرحمان د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسۍ نیوکې وکړې

تاند (پنجشنبه، د ثور ۲۷ مه) د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان په وړاندې د پاکستان پر پالیسۍ یو وار بیا نیوکې وکړې.

ده بې له دې چې د افغان طالبانو نوم واخلي وویل، پاکستان شل کاله په پټه په یوه هیله مرستې وکړې خو نن له افغانستان سره په لانجه کې دی او پولې یې ورتړلي دي.

مولانا فضل الرحمان  چې په ملتان کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، زیاته کړه، له افغانستان سره د پولو د بندولو دلیل ترهګري ښودل کېږي خو ایا دا ستونزه له افغانستان سره چین نه لري؟

د ده په ادعا د ترکستان د تحریک غړي په افغانستان کې مېشت دي او د چین پر ضد فعالیتونه کوي چې چین پرې خوابدی دی خو له دې سره سره چین د افغانستان په بازارونو د قبضې هڅه کوي، همداراز روسیه د افغانستان پر بازارونو د لاس بري په لټه کې ده.

د جمعیت علمای اسلام مشر وویل چې له شل کلن ملاتړ سره سره پاکستان هر څه له لاسه ورکوي او د دې دلیل دا دی چې پاکستان یوازې د جګړو استعداد لري نه د اقتصادي ودې.

ده د پاکستان پر پوځ هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې پوځ په سیاست نه پوهیږي او باید د سیاست ډګر سیاستوالو ته پرېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب