شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد کابل تفریحي پارکونو کې کتابتونونه جوړیږي

د کابل تفریحي پارکونو کې کتابتونونه جوړیږي

تاند ( ۵ شنبه، د ثور ۲۷مه) د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو لپاره د طالبانو د رژیم رئيس قاري ولي ګل جواد ویلي؛ پلان لري، چې د پلازمېنې په ټولو تفريحي پارکونو کې يو يو کتابتون جوړ کړي.

هغه د کتاب نړیوالې ورځې اړوند غونډې ته دا هم وویل ، چې د کتاب لوستنې کلتور د نشتون له کبله اوسمهال ګڼ کابل ښاريان له ښاري کلتور څخه ناخبره دي، چې دغه چارې کابل ښار بدرنګه او ښاروالي له ستونزو سره مخ کړې ده.

دغه طالب مقام د ژمنه کړو دغو کتابتونونو شمېر او نور معلومات نه دي په ډاګه کړي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، تفریحي پارکونو او ښاري مسایلو ته ظاهراً د دوی پاملرنه زیاته شوې، خو له پارکونو دوی ښځې ان د لوړ عمر ناروغې مېرمنې هم له قدم وهلو منع کړي او هم یې پر کتابونو او چاپ چارو یې بندیزونه لګولي.

د کتاب لوستنې پلویان د طالبانو د کتاب پالنې هڅې ستایي، خو ټینګار لري چې دا هڅې نه باید ایډیالوژیک رنګ ولري او محدودیتونه پرې وضع وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب