تاسو به اورېدلي او لوستلي وي، چي انسان پنځه ډوله حسونه (د ليدلو، اورېدلو، خوند کتلو، بوىولو او لمسولو) لري.
مګر يو بل ډول حس چي په مجموع کي د پورتنيو پنځو حسونو د امتزاج پايله ده هم وجود لري چي ډېر فلاسوفه ئې د درکولوحس بولي، مګر په اصل کي دغه حس د پورتنيو حسونو د يو ځاى کېدو پايله ده.
دا چي څنګه او ولي، دا يو بېل او خورا اوږد بحث غواړي، خو دلته د ډېر لږ وضاحت لپاره يوازي دونه ويل کافي بولم، چي تاسو خپلي سترګي پټي کړى او د يو شي په اړه فکر و کړى، نو تاسو که چيري هغه شى ليدلى، اورېدلى، بوى کړى، لمس کړى او يا هم خوړلى وي، سمدستي هغه شى درک کولاى سي، مګر که په پورته پنځو حسونو کي يو مو ئې هم تاسو نه وي کړى، نو تاسو هغه شى نه سئ درک کولاى، مثلاً: تاسو د مرګ او له مرګه وروسته د قبر په اړه فکر وکړئ تاسو هيڅ ډول درک هم نسئ کولائ، ځکه تر اوسه مړى (په معاصره زمانه کي[1]) نه دى را ژوندی سوى، چي موږ ته د مرګ او قبر له کيفيته بحث وکړي او کوم څه چي موږ ته اسماني کتابونو را رسولي هغه موږ يوازي د ايمان په زور قبول کړي او بس، مګر که چيري موږ د ژوند په اړه فکر کوو، نو په زرهاوو فکرونه راته پيدا کيږي. خوښي، غم، لوړي، ژوري او نور، ځکه ژوند مو ليدلی، اورېدلى، خوند مو ئې کتلى او ورسره مخامخ سوي يو.
په شاعري کي هم همدغه شپږم ډول حس(درک) خورا مهم اصل جوړه وي او همدغه د درک قوه ده چي خيال، عاطفه او احساس جوړه وي او هغه ډول حس انسان ته ور پيدا کوي، چي له يادو سوو مشهورو پنځو حسونو څخه بهر وي.
يعني د شاعرۍ دغه حس هم هغه د خوبونو دنيا ده، چي په لاشعور کي ځاى لري او په ځينو خاصو وختونو کي را ويښيږي او انسان ته يا خوښي يا غم ور په برخه کوي.يعني هر څوک د خپل ليدلور له مخي په هغه انځور کي خپل ځان ته ځاى پيدا کوي مثلاً:
ستا د بنګړو شرنګ مي هر سهار راويښه وي
په زړه کي مي د ميني ولولې را پـــــــــــــــــــاروي[2]
اوس تاسو پورته بيت ته ګورئ، يو مين چي کله دا بيت اوري نو د خپلو پنځګونو حواسو په وسيله يو شپږم حس(درک) د هغه په خيال کي راپنځيږي، هغه ته سمدستي د اورېدلو د حس په زور د خپلي محبوبې د بنګړيو شرنګ ور په ياديږي او د ليدلو د حس په زور د هغې ښکلې څهره په ذهن کي ورګرځي او د بوى د حس په زور د خپلي محبوبي هغه مخصوصه بوى چي هر انسان ئې په جلاجلا توګه لري پر لګيږي او د لامسې د حس په زور د خپلي محبوبې د لمسولو شېبې ور په زړه کيږي او د اورېدلو د حس په زور ئې د خپلي محبوبې مين ږغ ور په ياديږي او شپږم حس(درک) د هغه په خيال کي ور پيدا کيږي او په زړه کي د ميني ولولې همدغه شپږم حس دى، چي د يادو سو پنځو حواسو په زور را پيدا سو.
که چيري بيا يو متقي، زاهد او پرهېزګاره سړى همدغه بيت اوري، نو هغه ته په سهار وختي کي د اذان اواز ور په ياديږي او په يو تقدس الوده دنيا کي هر څه تر خپل حقيقي محبوب (الله ج) پوري محدوده وي، يعني د ليدلو د حس په زور د ستر خالق ستره پنځونه يعني موجوده کائينات ګوري، د اورېدو د حس په زور د انسان رنګين او مرغانو حسين اوازونه اوري، د بوى د حس په زور د نړۍ بېلابيل ښکلي بويونه حسوي او د لامسې د حس په زور خپل خارق العاده وجود لمسوي او د خوند د حس په زور د ستر پرودګار د خوندورو نعمتونو خوند ګوري او دغو ټولو حسونو د يو ځاى والي څخه ئې د خپل حقيقي محبوب پر سترو شهکارونو وياړ راځي او په زړه کي ئې د خوښۍ حس غځوني کوي.
نو په همدې توګه هر څوک په هر شعر کي خپل ځان خپل نظر او خپل عکس ويني، نو په شاعرى کي هم حس همدغه شپږم حس ته وايي.
[1]:دلته ځکه د معاصري زمانې خبره سوې چي حضرت عيسْى(ع) د انسان د بيا ژوندي کولو معجزه درلودله.
:[2]
سلامونه،
استاد مرهون محمود ښې چارې او د قلم په شاعر احساس مو برکات!!
-په ډیره بخښنه ، د پورته لیکنې څلورمه کرښه کښې یوه کوچنۍ سهوه ؛چې ممکن ټایپي وي؛:
-(…ډیر فلاسفه ې د “درکولو!”حس بولي،…)
زما په نظر باید” درک کولو” وي!؛ ځکه درکول د ورکول په لړ کې دیوڅیز تاته درکولو په مانا!!راځي.
په ټوله پښتنه مینه .له توجه مو مڼڼه.
د درک کولو حس؟ مرهون استاذ هسې لګیا دی. پر علم ریشخند وهي. فکر کوي چې لوستونکي هم بیچاره محصلان دي.
تر علم اخلاق مهم دي. ویب سایت چلونکي نه باید چې غیري علمي او غیري منطقي کمنتونو ته اجازه ورکري.