شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد بغلان زیانمنو ته د نړیوالو او واکمن رژیم په لږې پاملرنې...

د بغلان زیانمنو ته د نړیوالو او واکمن رژیم په لږې پاملرنې نیوکې

تاند ( ۵ شنبه، د ثور ۲۷مه) د بغلان په ګډون د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د وروستیو خونړیو سېلابونو له راوتو او درنو ځاني زیانونو وروسته، د دغو زیانونو قربانیانو سره د نړیوالو د مرستو پر کمرنګۍ نیوکې په زیاتیدو دي.

په دې ترڅ کې د جمهوري نظام یوه چارواکي عمر داودزي ویلي، چې نړیوال ان افغان ناورین ځپلو سره توپیري چلند کوي او د نورو ناورین ځپلو برعکس ډېره لږه پاملرنه ورته لري.

هغه مني، چې د افغانستان د ننني وضعیت یو اصلي عامل د ده په ګډون افغان سیاستوال دي او دوی ټول باید د افغانستان له ناورین ځپلو بښنه وغواړي.

د بغلان او نورو ولایتونو د وروستیو پېښو زیانمنو سره د مرستو پر څرنګوالي هم نیوکې زیاتې دي او د طالبانو منتقدان د دوی رژیم په دې برخه کې په کم کارۍ تورنوي.

بغلان کې د طالبانو د والي ویاند علم مجیدي بیا ویلي، چې د دوی رژیم د سېلابونو د هر قرباني کورنۍ سره سل زره افغانۍ مرسته کوي.

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند بغلان ته د سفر پر مهال ځایي چارواکو سره د سېلاب ځپلو د لاسنیوي په اړه د خبرو او تدابیرو اعلان کړی.

افغانستان په وروستیو کلونو کې سختو طبیعي پېښو ځپلی او اټکل دا دی، چې دغه هېواد به د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلونونو له تر ټولو متضررو هېوادونو وي.

طالب چارواکي د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې مسوول نړیوال ادرسونه ملامتوي، چې د دوی رژیم سره د سیاسي مخالفت لپاره یې افغانستان کې اړوندې کار لاندې پروژې ځنډولي.

د طالبانو منتقدان بیا دوی ګرموي، چې د ملایانو په لاس د واک په انحصارولو او نړۍ او افغانانو سره په نه تعامل یې د افغانستان وضعیت لا بحراني کړی او اوس یې پر نورو د ملامتۍ اچولو هڅې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب