Homeخبرونهد ځاځي اریوب نښته کې پاکستاني لوري او طالبانو ته د مرګ...

د ځاځي اریوب نښته کې پاکستاني لوري او طالبانو ته د مرګ ژوبلو خبرونه

تاند ( ۵ شنبه، د ثور ۲۷مه) د پکتیا له ځاځي اریوب ولسوالۍ څخه راپورونه ښيي، چې د چارشنبې ورځې نښتو کې د طالبانو سرتېرو او پاکستاني لوري ته ځاني زیانونه اوښتي.

یو شمېر سرچینو په دې نښتو کې د ۶ طالب سرتېرو ټپي کېدل تایید کړي، خو ویلي چې پاکستاني لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل کیږي، چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو یو شمېر افغان ملکیان هم ځاني زیان لري.

پاکستان په وروستیو کې بیا- بیا ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان د حریم د نقض باعث شوی، چې د طالبانو سرتېرو یې پر وړاندې غبرګون ښودلی او د نښتو خبرونه ورکړل شوي.

د طالبانو چارواکو او پاکستاني لوري د وروستیو نښتو په تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...