شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهتورخم دروازه په موقت ډول وتړل شوه

تورخم دروازه په موقت ډول وتړل شوه

تاند ( ۵ شنبه، د ثور ۲۷مه) په تورخم کې د طالبانو د رژیم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت ویلي، د تورخم دروازه به په موقت ډول له پنجشنبې څخه د درېیو ورځو لپاره د مسافرو او مریضانو پر مخ تړلې وي.

کمیسار د دغې لارې د تړل کېدو علت د پاکستان هېواد له لوري نویو ودانیو ته د زړو دفترونو انتقالول ښودلي.
تورخم کې ځایي مسوولینو له خلکو غوښتي، چې په یادو ورځو کې پر دغې لارې د تلو هڅه ونه کړي.

د تورخم د کمیسار په خبره یاده لار به د باربرۍ موټرو پرمخ ۲۴ساعته خلاصه وي او د دغو موټر چلوونکي کولای شي، دواړو لوري ته په عادي ډول تګ – راتګ وکړي.

د جمهوري نظام په وروستیو کې پاکستان او افغان چارواکو تورخم کې جوړه شوې دروازه پرانیسته، چې توندو غبرګونونو سره مخ شوه.

د دې دروازې له پرانیستل کېدو وروسته، د دروازې پورې غاړې ته پاکستاني چارواکو ګڼ تاسیسات جوړول پيل کړل، چې اوس بشپړ شوي او عملاً استفاده ورڅخه پيلیږي.

افغان څارونکي د پاکستان دا هڅې او د افغانستان د مخکینیو او اوسنیو چارواکو ناغېړي د ډیورنډ فرضي کرښې د رسمیت موندلو زمینه جوړونکي ګڼي او نیوکې ورباندې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب