پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد هند او روسیې استازو د افغانستان د وضعیت په اړه مشوره...

د هند او روسیې استازو د افغانستان د وضعیت په اړه مشوره وکړه

تاند (پنجشنبه، د ثور ۲۶ مه) هند او روسیې پرون (چهارشنبې) په نوي ډیلي کې د افغانستان په اړه دوه اړخیزې سلامشورې او د افغانانو د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې.

هندي رسنیو د خپل هیواد د باندنیو چارو وزارت پر اساس راپور ورکړ چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د هند په باندنیو چارو وزارت کې د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې معین جې پي سینګ د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې.

دوی د افغانانو د سوکالۍ لپاره له افغانستان سره په پراختیايي چارو کې د مرستې پر اړتیا ټینګار وکړ.

هند په تیرو څو لسیزو کې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرسته کړې ده. د هند په مرستو په جوړو شویو پروژو کې د سلما بند، د نیمروز – دلارام سړک، د ملي شورا ودانۍ او ګڼې نورې پروژو ته سترګې اوړي خو روسیې نه د افغانستان له جمهوري حکومت سره او نه د طالبانو له حکومت سره د پام وړ مرسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...