شنبه, جون 22, 2024
Home+د وردګو د واده دود او بدلې/ ۲۶ برخه‎

د وردګو د واده دود او بدلې/ ۲۶ برخه‎

احسان الله ارینزی
د واده بدلې 
 ناوې د سر جوړول:

دا بدلې د ناوې د سر د جوړولو په وخت كې د ټنگورو له خوا ويل كېږي:

د ناوې سركونډي دي كونډى سر كله جوړېږي؟

خپله مور يې نشته، پردئ مور څه پې (440) پوهېږي
*

د سندرو لير(441) يې جوړه په تندي كړه

د (…) ويندر يې جوړه كاغدي كړه
*

سردې غوړ كه سترګې تورې چې ولاړ وو به دې

(. ..) سواره راغلي سوروو به دى

*

په تورپيكي دې د چڼدنو ليري ولاړي
يا: په سپين تندي دې د چندڼو ليرې ولاړې

ته خو  د  (…) د كوره نه تلې ولې ولاړې.

*

د ناوې سر په غوړو غوړ كړي نور يې مه وو وئ
چې د (….) جنازم (
442) واخسته بيه(443) يې ښه وو وئ

*

د ناوې سر په كوچو غوړ كې نو يې وووئ

كه د پلار رضا يې نه وي بيه يې مه وووئ

*

ول  ول ده غوړيشې څڼې غوړېږي

ناوې د شرين يار سه ښه ښكارېږي

يا: ناوۍ د (… خان)  سه ښه ښكارېږي

*

سرباپې (444) شانه ورو- ورو پې وهيه

شرينه مور يې مه راخبرويه

*

سر يې دوه  دوه تاره واخلى ژړكه ورو يې بېلويه

كه خور په (…) گرانه زر يې مه جدا كويه

*

ګوتې وخوري سر اوبدنې!

په لوى سهار دي مات كړل د پيكۍ نري بندونه!

*

سهار دى ناوې ته مږنځ وګورئ

نارې كړئ شيرينه مور يې روبولئ (445)

چې تور اوربل دې جوړوي كوڅۍ دې ولونه نيسه
(…) خان) درته وېلاړ دى ګلالي مخ ته ريمالونه نيسه

*

چې تور اوربل دې جوړاه په خيال مينه وې

چې(…) يې ړنگوي، اوس گيله منه يې

*

وروره راشه سر مې واخله

 كه طلا در سره نه وي د هوسۍ په ښكر يې واخله

*

اوس به سرلرگى(446) په څڼيو پورې كړم

اوس به (… خان) ته ناوې جوړه كړم

*

وربل دې په چمو-چمو اوبدلى دى

په تا د (… خان) چپاو لويدلى دى

*

سردې غوړ كه سترګې تورې چې ولاړ وو به دې

(. ..) سواره راغلي سوروو به دى

*

چې تور اوربل دې جوړوي كوڅۍ دې ولونه نيسه
(…) خان) درته وېلاړ دى ګلالي مخ ته ريمالونه نيسه

سرباپې سر يې ورو – ورو جوړويه

دا په وروڼو ګرانه بيا يې مه وريادويه

د ناوې سينگارول:

الف: د خالونو د وهلو د وخت بدلې:

ناوې زنګيالي([447) خالونه كېږده
يا: ناوۍ رنګارنگ خالونه كېږده

ناوۍ په ليورو ښه نومونه كېږده

ب: د دڼيو د اېښودلو د وخت بدلې:

رنګ رنګ د ڼۍ پې كېږدئ چې ځلېږي
(…) ورته رابولئ هوسيږي
يا: ورته ويلاړ دى هوسېږي

ج: په ناوې باندې د گاڼو د ځړولو د وخت بدلې:

ټيك مې ځنځير دار دى ځنځير دار دى
ورور مې جوړ كړى د كابل په لوي بزار (
448) دى

*

اوس بې د سر ټيك دانې  دانې كمه (449)

اوس بې د موركۍ ده سترګې سرې (450) كمه

*

د: د ناوې د سترگو د تورولو د وخت بدلې:

ناوې سترگې توروه ولاړوو به دې

د (…) نيلى وېلاړ دى سوروو به دې

*

ناوې سترګې دې پټې كه ده تورې

سبا به (… خان) ځوانۍ پې ګورې

يا: بېګه (بېګا) به (د…. خان) ځواني پې ګوري

ر: ناوۍ ته د جامو د اغوستلو د وخت بدلې:

وينديرې جوړ كه چندنار(451)  د ما تر لوړ وړى

د (… خان) ته سرلنګۍ شال يې تربورو وړى

*

نن به دې د سره ورېښمين كښا وې(452)

سبا به دې نرۍ  نرۍ ژړا وې

ز: دا هغه بدلې دي چې د ناوې جوړولو او سينگارولو په موده كې ويل كېږي او عمومي بڼه لري:

د ژڼيو په ټولي كې چلم وار دى

د پېغلو په ټولي كې په تا نتار (453) دى

يا: د ځوانانو په ټولي كې د تا تليوار دي
ونه د بدام (454) پاڼې يې خزان تويوې
را درومه (455) (… خانه) خوركۍ دې ځان جوړوي

سحر سبا دى سپيدې نار كېږي
ناوۍ غوټۍ ده اوس به ګل كېږي
*

ناوې په بڼو دي زېړ ګلونه دي

ناوې ښه ځوانان د تا ليورونه دي

*

ونه د بدام پاڼې يې خزان تويوي

(….) ته دسې ويه ناوې دې ځان جوړوي

*

ژر  ژر يې جوړوئ چې ګرمي كېږي

(…) ته ګل نازك دى خولې كېږې

*

د لور مور ګورئ ويده ده

مه يې وېښوئ نن يې بيه لمبه تازه ده

او دا هغه بدلې دي چې د ناوې د جوړولو په موقع د كور واله ښځو له خوا ويل كېږي:

ارمان مې د (…) كلي د بخته

شخشولي يې زموږ د كور د رخته
*

ناويې زړه مې ډېر درته بدېږي

داسې خو بې پلاره لور ودېږي

يا: داسې خو بې موره لور ودېږي

*

 په ناوې مه كړئ پلو ترې پورې

(…) چينجي خوري غاړې يې تورې456)

*

ډمه ډول ويه (457) لرګي پې كېږده

د ناوې ډنى نشته نن يې بيه ودوزن پرېږده

د ناوې كتل:

كله چې ناوې سينګار شوه او شال پرې واچول شو، د ښځو د نندارې له پاره كوټې ته راوستل كېږي. دا وخت ټنگورې په سندرو كې خپله ناوې ستايي او كله كله د هغې د خپلوانو د ځورولو له پاره انتقادي بدلې هم بولي.

ناوې چې تور كجك(458) دي تاوېزنه(459) دي

ناوې خانزاد ګان د تا ليورونه دي

*

ته دو وچولي دې جر شم د خالو سره

د (پلاني) پټې دي گرو كړ له ريشكو سره

*

هلك نرى چنار دى نرى اوبه يې نه وړي

(…) ډېر ښايسته دى نابوده (460 وينديرنه وړي

په وره كې د خرما ونه وېلاړه ده

په كونج كې د (پلاني) ناوې وېلاړه ده

*

ناوې سيورى دې ببر دى

په رنګ خو ښايسته يې      په حكمت دې خداى خبر دى

*

ناوۍ نګښى دې جر شم د خالو سره

خيالي … (461) مى ګرو شوه د تخمو سره

*

ناوۍ تندى دې ورك شه له خالو سره

د موږ فصلونه گرو شول د تخمو سره

*

ناوې په بڼو دې ګلۍ (462) اوري

ناوې (… جان) سپا يې (463) دې ګوري

*

بېګه دې نرۍ سترګې تورولې

ګهېځ مې تش كالبوت ودرولې

*

په چارګل (464) كې دې وړې سرې ملغلرې

په (…) پسې به ته ځې بختورې

د موږ د ناوې څومره ستر تندى دى

ارمان مې د (…) ده شين پټى دى

*

تور اوربل دې مزى(465) اړولى دى

(…) يې ورانولو ته راغلى دى

*

د دې كلي ملك نه مالومېږي

ناوې مو كمكولۍ راته ښكارېږي(466)

تر دې وروسته هغه بدلې راځي چې ټنگوري يې وخت په وخت مخصوصاً د ناوې تر كتلو وروسته د وړلو تر وخته پورې له درياؤ او گډاؤ سره يو ځاى بولي او د هغو په ترڅ كې د ناوې د پلارګنۍ ښځې ځوروي  رټي او حتى ښكنځلې ورته كوي:

د چه ييره پاپوسه د (پلاني) ييره پاپوسه

چژګى ورته ونيسه، كليمه وو يه دووسه

*

سور اوښ مې په سرو زرو در بار كړى
ده يو ځوندي دې .. چې تا وركړى دى
*

چرګه د چرګوړيو سره وركه ده
(…) مې د رومونيو سره وركه ده
*

شو تلګۍ(467) دي بار نيولى شوتلګى دى بار نيولى
چې په زور دې راكوله اوس دې څه كبر نيولى

*

هوښياري ناوې نه دي ژړومه
د ابه كورگى دې نه دريادومه
*

د موږه تر برو شرنگ ويې روپۍ
د (….) غوړونه وچ دي د نيستۍ
*

د چلم مې كړهار شو د كوزې سوى نارې

(…..) مې داسې ناست دى خدايه …. يې وباسې
*

د انګورو نرۍ لښتې لاندې باندې
د (…..) سپينې غولينځې(468) ته (پلانى) لاندې

يا: د خيښې غولينځې د (پلاني) ته سينه لاندې

 *

د موږ ناوى څېر سترګې ده نه ژاړي
چې د ليورو لغتې وخوري بيا به ښه ژاړي
*

د پاسه په جړ- جړ اوبه توېېږي

يا: د موږ ته دوربچو (469) انگور توييږي.

(…) مې په شپاله(470) كې مرداريږي، شكر چې چاړه نه پږدا كېږي([471)

*

(…) د گرد كلي ملك يې
غړك (472) موښي په يو له كې
*

جومت شو لوټې  لوټې

(….) ځنې رووت(473) سپيره خوله لكه د كوټي

(…گل) مې ځنې رووت اشرپۍ ويشي په موټي.

*

په زېړو ګلو كې رتلې (474) خورې ګلداره به شې
كه دې ادې ته شولې ورته نو دلاله په شې

څوك ته چولو (475) گورې (…) ته چولو گورې
خداى دې مرگ ورته ولمه (476) كا چې بيه پورته ونه گورې
*

 د چه(477) ييره(478) دوه تاره، د (…) ييره د وه تاره

په غوړېو نه غوېږي پې وروكۍ نرى داره(479)

*

راووزه د موږ خپلې ناوكۍ
ورپرېږده د شا خلو غونډارۍ(480)

*

ټپس (481) په كټو كارته (482) پورته كېږي
(…) په سرخانې كله پوهېږي

*

شنې شوتلګۍ څه زور دې نيولى دى
ابه دي په بړستن كې ځان نغښتلى دى

د اس په شا دې را نه وړې چينكې
د پلار خولګۍ دې .. چاودينكې(483)

*

شين پټى دې په مخ گرو شو چاودينكې

د پلار خولگۍ دې … كتر ينكې

*

د كلي ته څټ پټي دي پوله نه لري
(…) پكې ريي ده پوزه نه لري 
 د سپي پوزه پې كېږدئ عيب نه لري
*

د كور ته شا تيره ده رڼا به نه شې

(…) د گور بندي دې خوري را به نه شي(484)

*

په كابل كې طبيبان دي راولو به يې

د (…) مخكې مې تور دى سپينووبه يې(485)

سلگون لوټونه تا خستل(486) كپن (487) دې شه
د موږ لياز (488) دې و نه كا زنې بند (489) دې شه
*

يخچك (490) مې ماتووا(491) پې لمده (492) نه شومه
(…) مې دى خر كړى پې سوره شومه

يا: (…) مې خر كووا (كاوه يا كولو) پې سوره نه شومه

*

تو (493) سپيه تو مخ دې نه دى د كتو

ما وې ته به يو سړى وې ته خو سپى يې د كوڅو
*

په كلي د شگو بران وشه
(…) د مرګي تيه (494) دي وشه
*

خيالي كټ مې ته سيره (495) لاندې ايښى دى
ده ..  مې د (…) په خوله كې ايښى دى.

 

زموږ د ناوۍ مخ ولې خولې دى

(…) كه دغه سپى داسې راپسې دى(496)

*

ټول خلك ويده دي (…) مې حسابونه كا

ايره يې خريلې برېت يې سلامونه كا

*

د موږ ناوۍ چې ژاړي گرمه نه ده
ناوې ام د (…) د خذمت (497) نه ده
*

د چې پوستين د وزې دى د (…) پوستين د وزې دى

لكڼه په لاس وركړئ دى لايك (498)

موږ ډوډۍ نه خورو ډوډۍ سي (499) لرې

(پلاني) ته يې دې وركا چې پېري لري(500)



[440] پرې او دا سندره معمولاً هغه ناوۍ ته ويله كېږي چې مور يې مړه وي او نا اهله ميره ولري.

[441] لير – لار

[442] جنازه مو

[443] د (بيا يې) مخفف.

[444] سرباپه يعنى سر جوړونكې ښځه

[445] روبوله- رابوله.

[446] سرلرگى يوې جوړه كړې چكۍ ته وايي. ښځې كنډ، لونگ، نركچور او نور ښه بوى لرونكي شيان ميده كړي او بيا د اوبو په مرسته چكۍ ځنې جوړه كړي. كله چې دا چكۍ وچه شوه ښځې يې هغه اړخ  چې لږ سولول شوى وي د ناوې په وېښاتو موښي چې خوشبويه شي. ځنې ښځې د ښايست له پاره په سر لرگي مرۍ او كونجكى پورې كوي

(كوچيانۍ پانگه، ص 102).

[447] زنګيالي – تيز اسماني شين رنګ. ښځې خال ترې وهي.

[448] بزار- بازار

[449] كړمه.

[450] يعنې چې د لور په وړلو به يې مور هومره وژاړي چې سترګې به يې سرې – سرې شي.

[451] چندنار- د سپينو زرو پسول دى. زرگر لومړى څو مربع ټوټې جوړ كړي چې بيا يې د غورغيو په واسطه يو له بل سره نښلوي. د دې ټوټو پاسنۍ برخه مثلثي وي چې د غاړكۍ په شان په غاړه كې ځوړندېږي او د لاندينو ټوټو په لمنو يې گړونگي ټړلي او ښكته ځوړند وي (رفيع)

[452] كښا- د ټوكرو خوځېدولو غږ.

[453] نتار – ناتار- غم- وير.

[454] بدام – بادام.

[455] رادرومه يعنې راشه، را ځغله- راځه.

[456] په دې سندره كې د ناوې هغه خپلوان يادېږي چې مړه شوي وي.

[457] ويه- وهه.

[458] كجك: په فرهنګ كې ليكل شوي دي (موي مخصوص پيشاني زن كه به شكل بادام اراسته ميشود)

[459] – د زرو يو پسول دي.

[460] نابوده: بد قواره

[461] د يوې ټوټې ځمكې نوم.

[462] ګلۍ – ږلۍ – ژلۍ. د وردګو په ګړدود كې (ږ) شته، خو (ږلۍ) استثنا په (گ) ويله كېږي.

[463] سپايي – سپاهي – عسكر.

  [464]چارګل: هغه پسول دى چې له سرو او سپينو څخه جوړېږي. مدور شكل لري. پزه ورته سورۍ كېږي او چارګل د پاسه پرې ټومبل كېږي.

[465] مزي – رشته 

[466] د كوچيانو بدلې:

ړنگه دې گوډۍ ده  چرگان پكې رانيوى نه شم

داسې د دستور ده، سيالانو ته كتى نه سم

يا: دا د تا كورگى يوه زه پكې جاېيدى نه شم

(كوچيانۍ پانگه … ص 78).

[467] شوتلگى – شوتلكه: هغه وحشي شوتله (شفتل) ده چې له اهلي شوتلې سره په رنګ كې توپير لري. څاروي يې نه خوري او په وحشي ډول شنه كېږي. خلك يې ليونى شوتله هم بولي.

[468] غولينځ د غوا تيو يا پستان ته وېل كېږي. په دې بيت كې د خيښې تي د غوا له غولينځو سره تشبيه شوي دي.

[469] د وربچه– دريچه – كلكينچه.

[470] شپول – غوجل.

[471] سره له دې چې د وردگو په گړ دود كې ټولې (ي گانې) شته؛ خو ځينې كلمې چې په(ى) ليكل كېږي او وېل كېږي استثناء په (ږ) تلفظ كېږي. لكه پږدا (پيدا) مږدان (ميدان).

[472]غړك- مشك: د وزې پوستكى په خاص ډول آش كېږي او بيا تر رنگ وروسته (پى يا شودې) پكې موښل كېږي. خوشال خټك وايي:

چې سړې شړومبې يې خورم په وخت د لوږې

پاچا يي د اورنگ زېب زما غړكه.

[473] رووت- راووت.

[474] را تلې

[475] چوله- درز.

[476] ولمه- مېلمه.

[477] چه- چا.

[478] ييره- ايره- ږيره- ريش.

[479] داره: رڼې متيازې

[480] غونډارۍ هغه گردۍ – گردۍ كوچنۍ ډوډۍ دي چې خوږې او غوړې ښې په ډول پخېږي. په وردگو كې ډېر لږ خلك د اقتصادي كمزورتيا له امله د غلمينۍ (ګندمي) ډوډۍ په څنگ كې گډلې (گډوله) دوډۍ هم پخوي. په گډوله ډوډۍ كې غنم يا بآقلي (دوې حصې غنم، يوه حصه باقلي يا نيم، نيم غنم يا نسك(پخوانى تركيب) سره گډېږي). د شاخلو ډوډۍ نه پخېږي او يوازې څارويو ته وراچول كېږي؛ خو دلته د طعنې په ډول د شاخلو غونډاري ياده شوې ده.

[481] ټپس- يو لوى ښكاري مارغه دى چې ځمكې ته راكښته كېږي او چرگوړي تښتوي. د ټپس غټ ډول ته تجير يا كجير ويل كېږي.

[482] كارته- كښته.

[483] چاودينكه: په وردگو كې دوه ماناوې لري:

الف – هغه ښځه چې بې نظافته وي او يا يې لاس او پښې چاودې وي.

ب – هغه ښځه چې په عمر پخه او په بييه (ونه، قد) ډېره ټېټه وي. دې ډول ښځو ته لويشتينكه (يعنې يوه لوېشت) يا كترينكه (قطره، كتره) يعنې ډېره كوچنۍ او خورد جثه هم وېل كېږي.

[484] د ناوې كوم نژدې خپلوان چې مړ وي.

[485] د منگلو بدل:

په كابل كې تركوڼون دي راولم به يې

د شاعزيز سر مې لوى دى په تراشم به يې

(ولسي پوهه، ص 54).

[486] خستل- اخستل.

[487] كپن- كفن

[488] لياز- لحاظ

[489] زنې بند– رنخ بند: يو نرى سپين ټوكر دى چې د مړي زنه پرې تړل كېږي.

[490] يخچك- لخچك: كنگل شوې واوره يا اوبه چې ماشومان پرې ښوېږي.

[491] ماتووا- ماتولو

[492] لمده- لنده

[493] تو- تف  – د لاړوغورځول.

[494] تيه- تهيه

[495] سيره- سيورى

[496] كه چېرې د ناوې پلارگنۍ د خيښۍ په جريان كې له خپلو نويو خيښانو سره ښه چلند نه وي كړي پر هغوى يې بابيړۍ كړي وي يا دى ورته نورې چارې، دا بيت ورته وېل كېږي.

[497] خذمت – خدمت

[498] لايك- لايق – وړ

[499] سي- سبوس

[500] د كوچيانو بدل:

موږ ته كنځا مه كئ خداى مو نيك آوازې كه

موږ سره (پلانۍ) ده، خداى مو په بدنامې كه

*

په نيمو شپو سر تور ملنگ راغلى ده

(…) مې د څوكۍ جار، باچا بللې ده

د موږ خورې ورځه سالو سر داره سې

(پلانۍ) دې خس بنه ته يې واكداره شې

يا: (…) دې چلمچي، ته يې باداره سې

*

اوښه وخورې دا لوى ورنونه

په شا دې وېوړې، بې موره لوڼې

يا: په شا دې وېوړې، بې پلاره لوڼه

*

د اوښ له پايه ولوېدې رسيه

په كوم لورې يې وېوړې پرديسيه

*

(پلانۍ) مې راوستلې ده

ما تا ته دربښلې ده، د ما ورور په تي رودلې ده

*

ناوې د كجاوو سرو ته وخته

(…) ته كپن گز كئ ساه يې وخته

*

پورې په ژۍ دوه اوښان راوخاته

ښه څې له (…) مې لاس راوخاته

*

(پلانيه) وكه د سرو اوښو خيراتونه

څې راخلاص سوې د (…) له جنجالو نه

يا: څې راخلاص سوې د (….) له مينتو نه

*

دا بدلې لكه چې ناوې ته په خطاب كې ويل كېږي:

وو د پرنگي لورې د ډولو په زور مې راوړې

وو د پرنگي لورې د مېړو په زور مې راوړې

*

سپينې ناوكۍ څې كوډې ونه كې

(…) زموږه خپل څه ور په خوله نه كې

يا: (…) زموږه خپل څې بېلتون ونه كې

(كوچيانۍ پانگه… ص 123 – 124).

د وردګو د واده دود او بدلې/ ۲۵ برخه‎

2 COMMENTS

  1. نه غواړم له چا سره بحث وکړم، یواځي غواړم خپل نظر شریک کړم. د لیکلو کمال څه اسانه کار ندئ. ارینزي صاحب ته الله ج دا کمال ور په برخه کړي چې، د وردګو د درنو قومونو د ودونو رسم او رواج لوستونکو ته ور وپیژنئ. دا چې، لیکل یې دومره په اوږدو کیږي د دې معنی دا ده چې، ټولنیز کلتور یې همدومره غني دي. د پښتنو د نورو قومونو په څیر دی وردګو په سیمه کې پرتي پرګڼي میړنې خلک دي او شخصآ زه یې د هرې لیکنې په تمه د ورځي یو یا دوه ځله د ټانډ پاڼه ګورم. که د چا نه غوښیږي نو نه دی لولي، او د شیطان دی تننی او داسې ډیرو نورو توهین امیزه سپکو سپورو لیکلو ته اړتیا نسته. ارینزي صاحب ته دی الله ج خیر ورکړئ.
    البته د یادولو ګنړم چې، زه وردګ نه یم، خو حق ته حق ، سپین ته سپین ویل مې هم تلل دي او هم فلسفه ده.

  2. که د چا نه غوښیږي نو نه دی لولي، او د شیطان دی تننی او داسې ډیرو نورو توهین امیزه سپکو سپورو لیکلو ته اړتیا نسته. ارینزي صاحب ته دی الله ج خیر ورکړئ.د کوزی پښتونخوا د پښتنو یوه اصطلاح ده (ټیم پاس کوم ) په دی یو ویشتمه پیړی کی ارین زی صاحب او پاجا صاحب دواړه ټیم پاس کوی ځکه چی وزګار دی د علمی لیکلو څه ورسره نشته نو په ببو لالو لیکلو ټیم پاس کوی ښه کوی یو متل دی (هندو چی وزګار شی خپلی ۰۰۰۰ تلی)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب