جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبطنزونههپي ویلنټاین ډې!/لیکوال: سیدولي ناصر

هپي ویلنټاین ډې!/لیکوال: سیدولي ناصر

ټوله ورځ مې په راډیو کې د عاشقانو د ورځې خبر ووایه. څو ځله به مې په زړه کې راوګرځېدل، ما خو خپلې مېرمنې ته دا هم ونه ویل چې نن د عاشقانو ورځ ده. بیا به مې ویل سیدولیه د هغې یې په دې کیسو څه؟.
ناوخته له دندې راغلم، ستړی وم، یو څه شېبه مې ارام وکه. برقونه نه و، زیاتي مې موبایل را واخیسته فیسبوک ته شوم، چې دا انلاین شوم یوې تایلنډۍ فیسبوکې معشوقې ګلان او د عاشقانو د ورځې مبارکي رالېږلې وه. ما هم مجبوراً ورته ولیکل تاته دې مبارک وي، دا دی او هغه دی …

مېرمن مې څنګ ته ناسته وه. وای، دا څه شی کوې او دا جلکۍ څوک ده؟ مال، دا خو یوه تایلنډۍ ده، مسلمانوم یې.

وای، دا خو ډېر ثواب لري. تر هغې په موبایل کې مصروف وم چې چارج یې خلاص شو. برقونه نه و، لږ وختي څملاستم، شېبه وروسته تږی شوم، تپه تیاره وه، په څه شې مې پښه کېښوده، پوه شوم چې خرابی مې وکه خو ځان مې پې غلی که.

مېرمن مې نارې سورې وکړې چې په پښه مې وختې.

مال، وبخښه ښځې تیاره وه، نن خو هسې هم د عاشقانو ورځ ده. مسکۍ شوه خو نور یې څه ونه ویل.
ویده وم په معده مې درد شو. را پاڅېدم، د شپې دولس بجې وې ګورم چې ښځه مې هم را پاڅېدلې او له زوی سره مې مصروفه ده.

ډېر وږی شوی وم، خو له لټې ورځې بېرته څملاستم. منتظر وم چې هغه را وزګاره شي نو یو د یو څه خوراک  خواهیش به تې وکم.

مېرمن مې را وزګاره شوه، وای څنګه را ویښ شوی یې؟
مال، هسې لږ وږی شوی یم، لږ وچه مېوه، کیک، کولچې، شین چای به راباندې ونه لوروې؟… مال ځه نو نن خو هسې هم د عاشقانو ورځ ده …

وای، ور جګ شه د میز په سر کيلي ګانې ایښي دي، المارۍ خلاصه کړه او هر شی دې چې زړه وي، خوره یې.
مال، خو زما چای هم په کار دی. وای، هغه هم د میز په سر دی هملته یې وچیکه.
مال تا خو دا د عاشقانو ورځې ته ډېر په بده ونه کتل؟؟؟

پاڅېدم ځان ته مې چای واچاوه او په ښځې مې غږ وکه مال هپي ولنټاین ډَی!.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب