شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهافغان محصلانو ته د جاپان د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونو اعلان

افغان محصلانو ته د جاپان د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونو اعلان

تاند ( یکشنبه، د ثور ۲۳مه) په کابل کې د جاپان سفارت له ۳۵ کلنۍ څخه کم عمرو  افغانانو ته د ماسټرۍ او دوکتورا د بورسونه اعلان کړی دی.

دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه بورسونه د هغو افغانانو لپاره دي چې عمرونه یې تر ۳۵ کلونو کم وي او په ۲۰۲۵ کال کې په جاپان کې د زده کړو لېوالتیا ولري.

د اعلان له مخې، کومو کسانو ته چې د دې بورسیو له لارې جاپان ته استول کېږي د میاشتې ۱۴۰زره ینه یا ۱۰۰۰ ډالره ورکول کېږي.

د جاپان سفارت دا هم ویلي چې دا پروسه به د “آغا خان” بنسټ په همکارۍ ترسره شي او وروستۍ پایلې به یې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې اعلان شي.

جاپان له هغو هېوادونو دی چې به افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې هم افغانانو سره بشري، صحي او تعلیمي مرستو ته دوام ورکړی او طالب چارواکي یې افغانستان سره دا مرستې بې غرضه او غیر سیاسي ګني.

2 COMMENTS

  1. سلام
    جاپان همېشه له افغانستان سره بې غرضه مرستې کړي دي
    افغانستان دې هم الله ج وکړي چې یوه
    وخت له جاپان سره مرستې وکړي

  2. جاپان نن ورځ علومو کی ډیر ښه مقام لری او زموږ سره تل خواخوږی او ښې مفیدی پروژی یی تمویل کړی خو مع الاسف موږ د هغوی د خادمانو د ښه خدمت او ساتنی ښه ریکارد نلرو لکه کوم خیانت چي د.ناکامورا سره وشو.
    د الله ج له نعماتو ښه استفاده هله کیدای شی چي موږ علومو ته لاسرسۍ ولرو،ځان او د هغه مخلوق وپیژنو، د انسان اهم ضروریات څه دی؟
    هوالذی خلق لکم ما فی الارض جمیعا ؛دی ته ښه توجه ساینسدانان کولی شی.
    و اعدوا لهم مااستطعتم من قوه و من رباط الخیل ترهبون به عدوالله و عدوکم ؛ ددی تخنیکی او ساینسی برخه د مدرسو او شیوخو کار ندی ځکه یی کله حرام او کله مباح بولی ،همداسی نور د زرو نه زیات آیات الکونیه باندی تفسیرونه او تحقیقی بحوث د جامعاتو او معتبرو علمی مراکزو له خوا تر سره شوی چي د علومو نه بی خبره شیوخ ورباندی خبر هم ندی .
    مثلا د وزیر په سویه د فیصدی په صحیح استعمال هم نه پوهیږی او په ځینو کارو کی خپله د فعالیت او اصلاح فیصدی تر خلفای راشدین هم پورته ښیی او دا غلطی نور جاهلان ورپسی تکراروی.
    نو ښه ده که علوم له جاپانیانو زده شی او مهمه دا ده چي اهل یی ورته معرفی او جاپانیان یی تثبیت کړی نه شیوخ غیر مسؤل و واجب الاحترام ؛ که دوی ته پاتی شوه دا خواران بیا هغه نازولی یا پټاویان ور استوی چي باقی او ندیم شهادتنامی ورکړی.
    دا شیوخ نورو ته ژوند نه غواړی یواځی انحصارګر او غاصب باید د دوی نه وی او جاپانی بورسونه هم باید د شیوخو زامن یا لمسی باید غصب کړی.
    دا طرز فکر او عمل ملت هلاکت خوا ته وړی لکه موجوده سیلابونه ،ملا خالد ، ملا ندیم او امثالهم څه کولی شی هغه هم پداسی حال کی چی متخصصین فرار ته مجبور شوی او ځای یی نسواری ملایانو ډک کړی.
    خلاصهّ؛نباید دولت ،بدوی مدرسو سطحی ته را ټیټ شی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب