Homeخبرونهملابرادر له سېلاب ځپلو سره د لیدنې په موخه بغلان ته تللی

ملابرادر له سېلاب ځپلو سره د لیدنې په موخه بغلان ته تللی

تاند ( یکشنبه، د ثور ۲۳مه) د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، شمالي ولایت بغلان ته له سېلاب ځپلو سره د مرستو ارزونې او زیانمنو سره د خواخوږۍ په موخه رسېدلی.

د هغه دفتر ویلي، چې د طالبانو د رژیم یو شمېر چارواکي هم نوموړي سره په دې سفر کې ملګري دي.

د ملا برادر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي: د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په بغلان ولایت کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د ټپیانو عاجلې درملنې، د خوراکي توکو او موقتي سرپناه برابرولو په اړه سیمه‌ییزو مسوولینو او اړوندو مرستندویه ادارو استازو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په شاوخوا اتو ولایتونو په تېره بیا بغلان کې وروستیو سېلونو سلګونه کسان مړه او ټپيان کړي او ګڼ خلک ورک دي چې خپلوان يې لا هم پسې ګرځي.

د سیمې خلکو بیا د مرستو د نه رسېدو شکایت کړی او ویلي، چې ګڼ خپلوان یې لادرکه دي یا یې مړي موندل شوي، خو د سېلابونو او تش لاسۍ له امله یې د تذفین مراسمو د سمبالولو وس نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...