چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهد اعتراضونو په منځ کې د یورووېژن لومړی مقام د سویس شو

د اعتراضونو په منځ کې د یورووېژن لومړی مقام د سویس شو

تاند (یکشنبه، د ثور ۲۳ مه) د اروپا د سندرو په سیالۍ یا یورو وېژن کې سویس لومړی شو.

دا مسابقه تېره شپه په داسي حال کې وشوه چې د فلسطین پلویانو مظاهرې کولې.

د سویسي سندرغاړي (نیمو) سندره لومړۍ، د کرویشیا ډله ییزه سندره دوهمه، د اوکرایني او فرانسوي سندرغاړو سندرو درېیم او څلورم مقامونه وګټل.

نیمو، چې په ۱۹۹۹ کال د سویس په یوه کوچني ښار، بیل کې زېږېدلی، رپ سندرې وايي.

ده د لومړي مقام له ګټلو وروسته وویل، هیله لري چې یورووېژن په راتلونکې کې د سولې او مینې دفاع ته دوام ورکړای شي خو فکر کوي چې لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.

د یورووېژن ترتیبوونکي هڅه کوي چې دا کالنۍ مسابقه یې هر کال له سیاسته لېرې وي، خو سږ کال د غزې د جګړې له کبله یو شمېر کسانو ورڅخه وغوښتل چې اسراییلي سندرغاړی له مسابقې وباسي.

د مسابقې ترتیبوونکو دا غوښتنه ونه منله خو له اسراییلي سندرغاړې څخه یې وغوښتل چې د خپلې سندرې شعر بدل کړي.

له دې سره سره اعتراضونو دوام وکړ.

اسراییلي سندره پنځمه شوه.

د یورووېژن د مسابقې تر پیلېدو څو ساعته مخکې د غزې پر جګړې او په یورووېژن کې د اسراییلي سندرغاړې پر ګډون زرګونه معترض مظاهره چیان د سویډن په مالمو ښار کې، د مسابقې د ترسره کېدو ځای ته نژدې راټول شول او له پولیسو سره یې اخوډب وکړ.

د سویډن په مالمو ښار کې د مسابقو له پیلېدو مخکې لا ګڼې مظاهرې وشوې. د هغوی غوښتنه دا وه چې پر غزې د بې رحمانه یرغل په خاطر دې سږ کال د یورووېژن په سیالیو کې اسراییل ته د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

پرون د ماښام په اووه بجې د مسابقې تر پیلېدو مخکې مظاهره چیانو، په داسي حال کې چې د فلسطین بیرغونه یې په لاسونو کې وو، شعارونه ورکول:«د یورووېژن په لارې نسل وژنه یا اتحاد»

دوی د یورووېژن د شعار بڼه اړولې وه چې «د موسیقۍ له لارې یووالی» دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب