Homeخبرونهالله ګل مجاهد د قتل په تور بندي شو

الله ګل مجاهد د قتل په تور بندي شو

تاند ( یکشنبه، د ثور ۲۳مه) په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې د پرځیدلی جمهوري نظام د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد د یوه کس د وژلو په تور بندي شوی.

سرچینې د وژل شوي کس نوم قاري سعیدالله ښودلی او ویلي، چې نوموړی د ۱۴۰۲ په وروستیو کې وژل شوی او مجاهد پکې په لاس لرلو تورن دی.

ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه لیکلي: موجود مدارک، شواهد او د قضیې د تحقیق ډول ایجاب کوي چې د نوموړي آزادي محدوده شي. له دې امله یې د تحقیق تر بشپړېدو او د صلاحیت لرونکې محکمې تر حکمه په توقیف کې د پاتې کېدو تصمیم ونیول شو.

الله ګل مجاهد او ورته نږدې سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې الله ګل مجاهد شاوخوا یو کال مخکې له ترکیې څخه ایران او بیا افغانستان ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون په بلنه ستون شوی و.

هغه د جمهوري نظام پر مهال هم د طالبانو له مدافعینو و، خو له واک ته رسېدو وروسته یې د یو شمېر کسانو لخوا چې د طالبانو وسله والو ته ورته ول، په یوه رسنیزه شوې ویډیو کې د اهانت او بندي کېدو څخه وروسته له هېواده وتلی و.

مجاهد له پخوا څخه د ځمکو په غصب، وژنو، زورواکۍ او باج ګیرۍ تورن و، خو ده دا تورونه رد کړي وو.

2 COMMENTS

  1. حکمتیار لالا هم باید د دا خلی جنګونو د قتلونو او وژنو او د روسانو د وخت د جهاد سره د خیانت حسابونه تصفیه کړی- د تصفیی اجبه فضا
    برابره شوی ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...