Homeخبرونهسیلونو په بغلان کې ۳۱۵ تنه مړه کړي، ۱۶۳۰ نور یې ټپیان...

سیلونو په بغلان کې ۳۱۵ تنه مړه کړي، ۱۶۳۰ نور یې ټپیان کړي

په داسي حال کې د سیلونو په نتیجه کې د لارو د بندېدو له کبله سیل ځپلیو ته د مرستې رسونې چارې ټکنۍ دي، په بغلان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو رييس محمدابراهیم عمري نن (یکشنبې) اعلان وکړ چې تر ټولو ډېرې مرګ ژوبلې په مرکزي بغلان او بورکې ولسوالۍ کې شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي عمري په قول ویل شوي چې د مرکزي بغلان په شیخ جلال کلي او سولې ښارګي او د بورکې ولسوالۍ په شرشر کلي کې د سیل له کبله ۳۱۵ تنه مړه شوي، ۱۶۳۰ تنه ټپیان شوي او ۲ زره ۶۶۵ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.

عمري دا هم ویلي چې د سیلونو له کبله لږترلږه زر څاروي تلف شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې سیلونو ګڼ شمېر پلونه، د اوبو کانالونه، د برېښنا شبکه او ډېرې کرنیزې مځکې ویجاړې کړي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملابرعبدالغني برادر سیل ځپلیو ته د مرستو د تنظیم لپاره بغلان ولایت ته تللی دی.

ده پرون له سیل ځپلیو سره د مرستو لپاره په یوه فوق العاده غونډه کې یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړ.

داسي ښکاري چې تراوسه سیل ځپلیو ته مرستې نه وي رسیدلي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د بغلان سیل ځپلیو سیمو ته د لاریو تګ ممکن نه دی نو یې پرېکړه کړې چې په څارویو مرستې لېږي.

د هوا اټکل څه وايي

د افغانستان د هواپېژندنې اداره وايي، وړاندوینه یې ښيي چې نن او سبا به هم د هیواد په شمال ختیځو او مرکزي سیمو کې ورښتونه دوام وکړي.

د دې ادارې له اټکل سره سم، د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، کابل، لوګر، میدان وردک ، کونړ او لغمان په سیندیزو حوزو کې د باران او واورې احتمال شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...