شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهازبک پلاوی په کابل کې پر ترانس افغان پروژې او د سکرو...

ازبک پلاوی په کابل کې پر ترانس افغان پروژې او د سکرو پر واردولو خبرې کوي

تاند (یکشنبه، د ثور ۲۳ مه) د ازبکستان یو پلاوی کابل ته تللی چې د ترانس افغان ریللارې د پروژې د عملي چارو پر پیلولو او سروې خبرې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام محمدوف او د افغانستان لپاره د دغه هیواد د ځانګړي استازي عصمت الله ایرګش اوف په مشرۍ پلاوي نن له امیرخان متقي سره وکتل.

د ازبکستان په پلاوي کې یو شمېر انجینیران هم شامل دي چې د ترانس افغان پروژې سروې او عملي چارې پیل کړي.

ازبکستان ډېر لیواله دی چې دا پروژه ژر پیل شي.

د ثور په ۱۵ مه د ازبکستان د ترانسپورت مرستیال وزیر یاسربېک چاري یف د تاکشند د پانګونې په نړیوال فورم کې وویل چې ترانس افغان رېللاره به د ۲۰۲۷ تر پایه جوړه شي.

ده پر پانګوالو غږ وکړ چې د ترانس افغان پروژې په ګډون د سترو سیمه ییزو پروژو په جوړولو کې ونډه واخلي.

تر ده یوه ورځ مخکې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وویل چې له بهرنیو شریکانو سره یې د چین، قرغیزستان- ازبکستان او د ازبکستان، افغانستان – پاکستان د ریللارو د جوړولو چارې یو ځای پیل کړې، دا ستراتیژیکې پروژې به د سیمې اقتصادي وضعیت زښت بدل کړي، منځنۍ اسیا به پر یوه داسي نړیوال ترانزیتي مرکز واړوي چې شمال او جنوب، ختیځ او لوېدیځ سره وصلوي. پانګوال او نړیوال سازمانونه رابولي چې په دې سترو پروژو کې ګډون وکړي او په مدرنو بنیادونو د ورېښم ستره لاره احیا کړي.»

د ترانس افغان نوی جوړېدونکی کوریدور به اروپايي اتحادیه، روسیه، افغانستان، پاکستان، هند او د جنوبي اسیا نور هیوادونه له یو بل سره د ریللارې په وسیله ونښلوي.

په افغانستان کې دا ریللار، چې ۶۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، له مزارشریف څخه پیلیږي، له سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردک، لوګر او پکتیا ولایتونو څخه تېرېږي او په ډنډوپټان ولسوالي کې د پاکستان له ریللار سره یوځای کېږي.

 د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت همداراز وايي، ازبکستان غواړي چې له افغانستان څخه یو میلیون ټنه سکاره وارد کړي.

بهر ته د افغانستان د سکرو صادرات وروسته له دې چې پاکستان یې له اخیستلو ډډه وکړه، خورا کم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب