شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهسیلونو له ۳۱۰ زره ماشومانو هر څه اخیستي

سیلونو له ۳۱۰ زره ماشومانو هر څه اخیستي

تاند (یکشنبه، د ثور ۲۳ مه) په افغانستان کې د سېف دي چلدرن د افغانستان د څانګې مشر ارشاد ملک وايي، اټکل کېږي چې د افغانستان په شمال په تېره بیا بغلان کې د وروستیو سیلونو له کبله د ۳۱۰ زره ماشومانو ژوند اغېزمن شوی دی او هغوی هر څه له لاسه ورکړي دي.

ښاغلي ملک رویټرز خبري اژانس ته وویل، سیلونو د ماشومانو هر څه وړي، ناببره سیلونو کلي لاندې کړي، کورونه یې ویجاړ کړي دي.»

له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې ۷ ټنه ضروري درمل، طبي وسایل او نورې مرستې یې سیل ځپلیو ته استولي او تر دې مخکې یې هم د سږو د عفونت، اسهال او سو تغذیې د مخنیوي په هدف د کابو ۲۰ زره تنو لپاره طبي وسایل او د ۵۰۰ تنو لپاره نور ضروري درمل لېږلي وو.

له بلې خوا د اروپايي اتحادیې یوه چارواکي وویل چې د دې اتحادیې له لوري د افغان سیل ځپلو لپاره یوه الوتکه بشري مرستې کابل ته ورسیدې.

د بحران د مدیریت په برخه کې د اروپايي اتحادیې کمیشنرې باینز لیناریچ نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا الوتکه په داسي حال کې د کابل په هوايي ډګر کښېناسته چې د بشري چارو شریکان یې په افغانستان کې له سیل ځپلیو سره په کومک بوخت دي.

دې زیاته کړه چې په دې الوتکه کې ۹۷ ټنه مرستې شاملې دي.

2 COMMENTS

  1. داڅوک دی؟
    داخو د افغانستان ماشومان نه دی . وحیده پیکان طالبانو ته غاښونه چیچی خو پروګرام کې یې ښکر له نوروز او پیګیر سره ورته کړی . افغانستان انتر نشنال کوم ځای یی نشنال ته ورته دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب