شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهملګروملتو له افغانستانه د رایې حق واخیست

ملګروملتو له افغانستانه د رایې حق واخیست

تاند (دوشنبه، د ثور ۲۴ مه) ملګروملتو د افغانستان د رایې حق له دې کبله وځنډاوه چې دغه هیواد د ملګروملتو د غړیتوب فیس یا حق العضویت نه دی ورکړی او په دې اړه یې کوم د منلو وړ دلیل هم نه دی وړاندې کړی.

د ملګروملتو له لوري له خپور شوي لیست سره سم، په تېرو دوو کلونو کې شپږ هیوادونو د ملګروملتو د غړیتوب فیس یا حق نه دی ورکړی. په دغو شپږ هیوادونو کې افغانستان، کومور، ایکوادور، سایوتومې او پرنسیپ، سومالیا او وینزویلا شامل دي.

کومور، ایکوادور او سومالیا د فیس د نه ادا کولو لپاره دلایل وړاندې کړي او له دې لیسته ایستل شوي دي خو له افغانستان، ایکوادور او وینزویلا سره د دلایلو او د قانع کوونکو توضیحاتو د نه وړاندې کولو په خاطر د رایې حق واخیستل شو.

دا په داسې حال کې ده چې په ملګروملتو کې د افغانستان استازی د واکمن رژیم استازیتوب نه کوي او اوسنی استازی له کابل سره اړیکې نه لري.

په تېرو درو کلونو کې، چې طالبان واک ته رسیدلي، په ملګروملتو کې د افغانستان چوکۍ لانجمنه ده.

طالبانو په ځلونو په ملګروملتو کې د افغانستان د چوکۍ د ورسپارلو غوښتنه کړې او سهیل شاهین یې دې چوکۍ ته نومولی دی خو د دې لپاره چې د طالبانو حکومت نه ملګري ملتونه او نه کوم هیواد په رسمیت پېژتي، د افغانستان چوکۍ لا هم د پخواني حکومت له لوري د ټاکل شوي استازي په لاس کې ده.

افغانستان د نلګروملتو له جوړېدو یو کال وروسته په ۱۹۴۶ م کال کې د ملګروملتو غړیتوب ترلاسه کړ. د ملګروملتو سازمان د ۱۹۴۵ د اکتوبر په ۲۴ مه تاسیس شوی دی.

3 COMMENTS

  1. معقول دلیل دادی چې تاسو اوس هم د تیر دولت نماینده دغلته کینولی او د طالب نماینده نشته نو حق العضویت څنګه درکړي. د طالب نماینده ته چوکۍ ورکړه چې فیس دې هم درکړي.

  2. ښه دا ده چې د تېر حکومت استازی دا فيس ورکړي.
    شاهين هم ذهنًا دېته تيار نه دی او لا تر اوسه عصبي برېښي.
    د غره ذهنيت او د آوارې ذهنيت دا سره فرق لري.
    حکومت يې هم نه څوک په رسميت وپېژني او نه ورته اهميت ورکوي.
    طالب چې کله ملت ته مخه کړه او له ملت نه يې غوښتنه وکړه، نو ملت به بيا هم ورته سوچ وکړي چې مشرعيت ورکوي او يا نه؟
    نه ملت ته رجوع کوي اونه له ملت رايه غواړي، بلکې د رايې حق هم ترېنه اخېستی دی، نو مشروعيت يې ځکه تر پوښتنې لاندې دی.
    واک نيونې ته خوشاله وو، خو اوس يې هغه شرايطو ته غاړه نه ږدي.

  3. د طالبانو حکومت داسې دی لکه د ګوډیو واده. یو ځناوریزم شروع دی او هر څڼور همدا وایي چې نړۍ مو ماته کړه مجاهدین بریالي شو خو حقیقت خو یې مشرانو ته معلوم دی چې د کوم سازش په اساس راغلي دا سپګن څه خبر دي. داسې بې علمه او بیسواده حکومت کولی شي. دا فکر هم دا کشران نکوي چې دا ۴۰ میلونه ډالر امریکا د هفتې د ماتې لپاره درکوي هههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب