شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد ملا عمر قبر سره د هغه په نوم مدرسه جوړیږي

د ملا عمر قبر سره د هغه په نوم مدرسه جوړیږي

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۴مه) په زابل کې د طالبانو د تحریک د مؤسس ملا محمد عمر مجاهد له قبر سره د ۳۷۷ زره ډالرو په لګښت د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

 د زابل لپاره د طالبانو والي مولوي حزب الله افغان وويل، چې دغه مدرسه د اتحاد الجمعیات خیریه بنسټ د ۳۷۷ زره ډالرو په لګښت په درېیو پوړونو کې جوړېږي، چې ۴۴ خونې به ولري.

د نوموړي په خبره د یادې مدرسې رغنیزې چارې به په ۶ میاشتې کې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

طالب چارواکي دا ډول مدرسې جوړول د دیني او عصري زده کړو د فاصلو ختمولو هڅه ګڼي، خو منتقدان یې باور لري چې ګواکې طالبان، د داسې مدرسو په جوړولو غواړي افغانستان په « طالبستان» غواړي.

4 COMMENTS

  1. درواغ هم یو حد لرئ. ملا عمر د پاکستان په نظامي روغتون کې بستر د شکري ناروغي په رنځ اخته او د پښتورګو د تکلیف له امله مړ سو. دا چې د هغه دا قبر دلته څنګه انتقال سو عجیبه او غریبه کیسه دي. ولې په هر ډول افغانستان د عجایبو او غرایبو هیواد دي، مونږ دا دعوا هم لرو چې علی ابن ابی طالب رضی قبر هم مزار کې موجود دي. واقعیت دا چې عبدالرحمن ابن ملجم چې د علی شیعه هم وو، علی رضی په هغه چاړه سرته اوواهه چې څو ورځي په زهرو کې ایښودل سوي وو. د علی رضی له شهادت نه وروسته زامنو یې په نجف کې خاورو ته وسپاره. اوس دا چې دا قبر مزار ته څنګه راغى د ملا عمر د قبر په څیر دا هم یوه معما دئ.
    مطلب

  2. د تاند ټولو لوستونکو ته اسلام علیکم وړاندې کوم
    زه له ډیره وخته د ډیرو لوستونکو تبصرې لولم، یو نیم وخت خپل نظر هم لیکم. که رښتیا درته ووایم لکه څرنګه چې ځینې په زړه پورې یا ډیر مهم خبرونه لولم په هغه اندازه د لوستونکو تبصرې ګورم. بالاناغه هره تبصره لولم.
    ما له دغو تبصرو ډیر څه زده کړل. دغو تبصرو راوښودل چې د انسان باطن یا هغه څه چې یې په ذهن کې وي، هغه په لیکلو کې نه شي پټولی.
    په همدې وجه زه د ځینو تبصره کښونکو د شخصیت په اړه قضاوت کولی شم، شاید نور به یې هم کولی شی. ځینې چې سپکې – سپورې خبرې لیکي، راته ښيي چې شخصیتي ستونزه لري، د ځینو په تبصرو کې عقدې د لري نه معلومیږي.
    نو که زما خاکسار مشوره منئ. بد رد حتي خپل ډیر لوی دښمن ته هم مه لیکئ. د چا عقاید مه جریحه داره کوئ. ملا نه یم او ملا مې نه خوښیږي خو لوپر ته مي مشوره ده چې څه چې نه منې مه یې منه خو د خپلو وطنوالو د عقایدو احترام وکړه. ستا د وطن ټول ۴۰ میلیون وګړي مسلمان دي. ته د ټولو نظر نه شې بدلولی خصوصاً په کنځلو.
    البته دا یواځي لوپر نه دی چې په خپلو نظرونو کې باید تجدید نظر وکړي د نورو په اړه به په بله تبصره کې ولیکم.

  3. سلامونه
    زه اوس دادی ۷۱ کلونويم او ۵۲ کاله مي المان کي تير شول دلته په غربي نړي کي نو زما د زده کړي په وخت کي مي له مختليفو محصيلينو سره اړيکي درلودلي چي ديری يي چپيان يعني د سوسيتلستي نظام ملاتړ يي کاوه خو د هغوی مبازره په ضد د کابيتااستي سيستم وه او که به يي تنقيد په کليسا کاوه نو هغه د کليسا په ضد به او نه د عيسوي مذهب.
    موږ اوس هم د تالبانو له سر غړوني د بشري حقوقو نه ده چي افغان اولس يي غوښتونکي دي داده لوپړ حق هم ده خو دی بايد د اسلام او تالب په منځ کي توپير وکړای شي زما په هاند لوپړ يو ګومارل شوي تنخاخور د کومي بهرني سازمان له ده.

  4. لوپر لکه چې، له نوم څخه یې جوته دي، په روحې ناروغي اخته مسکین دئ. دې هڅه کوي چې، د لوستونکو پاملرنه ځان ته را واړوي. نوره څه نه الله ج پرې پیرزو کړي او نه یې هم له کورني څخه څه ورته پاتې دئ. نو علمیت دی نلري په دین نه پوهیږي ، ټولنیز اخلاق یې له صفر سره مساوي دئ نو مجبور دي چې، د لوستونکو پاملرنه رسول ص ته په سپکو سپورو لیکلو راجلب کړئ. داسې روحي ناروغان له دې څخه خوند اخلي چې څوک ځواب ورکړي. د ما نظر خو دا دئ چې، دا رزیل په ځواب نه ارځي، پریږدي چې د لیونې سپۍ په څیر وغاپي په خپله به ستړي شئ لکۍ په کونه به وتښتي. دا لوده ځناور شخصیت نلري ده ته په ځواب ورکولو شخصیت مه ورکوئ. په اسلام او رسول ص پسې ډیر سپې غاپي لوپر یې یو د پاسه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب