شنبه, جولای 27, 2024
Home+د اسراییلو ستراتیژیک فرصتونه او ننګونې

د اسراییلو ستراتیژیک فرصتونه او ننګونې

ليکوال: د پوهنتون استاد او څیړونکی عزیزاحمد فضلي
اسراییل له ستراتیژیک اړخه دریو لویو ننګونو سره مخ ده:
۱- محصوریت (جغرافیایي بندیز)
اسراییل د عربي هیوادونو لخوا د 270 درجې دایمي جغرافيايي بندیز لاندې ده. لبنان، سوريه، اردن، مصر او سعودي عربستان (د عقبه په خليج کې)، غزه او لويديځه غاړه د دغه حکومت ګاونډيان دي.
۲- د ډېموګرافیک نیمګړتیا
د اسراییلو لږ تر لږه 22٪ نفوس عربان دي، همدارنګه د عربانو د زیږون د لوړې کچې له امل د دې حکومت د جماعت په جوړښت کې به د دوی سلنه د 21 پیړۍ تر پایه د عبراني ژبو څخه زیاته شي. برسېره پر دې، مارونیت، ارمنیان، سرکاسیان، کرد، دروز او عیسوي فرقې د اسراییلو د نفوس یوه برخه جوړوي. د اسراییلو د خلکو یووالی به تر ۲۰۵۰م کال پورې ددغه حکومت تر ټولو مهمه داخلي ننګونه وي.
۳- عامه افکار
د عربي ټولنې او اسلامي همکاریوو د غړو هېوادونو د حاکمې فضا سربېره، چې لږ تر لږه د فلسطین لپاره د یو خپلواک دولت د جوړولو غوښتونکي دي، د نړۍ د عامه افکارو عمومي تمایل هم په دې برخه کې متعصب دی. په لنډه توګه، اسراییل (اشغالګر) د منځني ختیځ د هیوادونو په منځ کې یوازې پاتې دي.
 اسراییل د پورته ستراتیژیکو ضعفونو سربېره د خپلو دښمنانو په پرتله څو مهم ستراتیژیک فرصتونه هم لري:
۱- ډېپلوماتیک نفوذ
پر امريکا سربېره، چې د خپلې بهرنۍ دفاعي تګلارې په سر کې يې د اسراييلو هر اړخيزه دفاع کړې ده، د ناټو ٣٢ غړو هېوادونو هم د اسراييلو (اشغالګر نظام) د بقاء لپاره ملاتړ تعريف کړى دى.
۲- پوځي ځواک
اسراییل په ټولو څلورو  ډومینونو(هوا، سمندر، ځمکه او سایبرنیټک کې یو منظم جنګي سیسټم لري، همدارنګه دا د هغو نهو(۹) هېوادونو له ډلې دی، چې اټومي وسلې لري.
۳- اقتصادي ځواک
دا هېواد د 550 ملیارد ډالرو ډیر نا خالص تولید او د 7.8 ملیون نفوس په درلودلو سره په نړۍ کې 13م ځای لري. دا په منځني ختیځ کې یوازینی پرمختللی هېواد دی، چې ددې ډول لید سره د پیاوړي نړیوال نفوذ درلودونکی ده.
۴-  فرهنګي – رسنیو نفوذ
دا اشغالي نظام د ځواکمنو یهودي لابیګرو په مرسته، د لوړ کلتوري او رسنیز نفوذ څخه برخمن دی.
دا نظام له خپلو ستراتیژیکو فرصتونو څخه د استفادې او خپلو ستراتیژیکو ننګونو د لرې کولو لپاره اړ ده چې  د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو په اړه خپل دریځ بدل کړي، تر څو د عربو دولتونو د جغرافیایي محدودیت له امله له دغه تنګی څخه ووځي، چې دا به د سیمې له عربي او غیري عربي حکومتونو سره د ملګرتیا لومړی بنسټ وي.
ددې دولت د شتون لپاره د نړیوالو قدرتونو دوامداره ملاتړ د ځینو شرایطو پوره کولو پورې تړاو لري، لکه له ګاونډیانو سره همکاري، پیوستون او د اوږدمهاله کړکېچونو د سرچینو لرې کول. د سیمه ایز او نړیوال نفوذ د پراخېدو د چټک بهیر سره سره، د سیمې نویو اقتصادي قدرتونو لکه ترکیه، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر او داسې نورو ظهور دا هېواد اړ کوي، چې د خپل نړیوال موقف د ساتلو لپاره سیمه ایزه سوداګریزه اتحادیه له نوموړو هېوادونو سره رامنځته کړي.
ددې هېواد فرصتونو او ننګونو ته په کتو ویلی شو، چې په نږدې راتلونکي کې ددې هېواد د ویجاړېدو احتمال کم دی، خو د پام وړ بدلونونو او تګلارو رامنځ ته کېدل یوه داسې پدیده ده، چې په تل ابیب کې به یې هرڅوک شاهد وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب