پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهشمالي وزیرستان کې د نجونو د یوه ښوونځي د ویجاړولو خلاف لاریون

شمالي وزیرستان کې د نجونو د یوه ښوونځي د ویجاړولو خلاف لاریون

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۴مه) د شمالي وزیرستان لسګونه اوسیدونکو د مۍ په اتمه د نجونو پر یوه ښوونځي د شوې چاودنې خلاف لاریون کړی.

دا لاریون د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري تنظیم شوی و.

د غورځنګ يوه مخکښ عيد رحمان وزير مشال وويل، حکومت دې د ماشومانو زده کړو ته جدي پام وکړي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي، چې ویجاړ شوی ښوونځی به ورغول شي.

پښتانه ملتپال د پاکستان پوځ او استخبارات د پښتونخوا بېلابېلو سیمو کې د نا امنۍ په روانو پېښو کې د پردې تر شا په نقش لرلو تورنوي او وایي د دې پېښو اصلي دلیل له زده کړو او ودې څخه د پښتنو محرومیت او په سیمو کې یې د لویو لوبو لپاره د جګړې د اور تود ساتل دي.

دا لاریون داسې مهال شوی، چې د پاکستان د مخکیني صدراعظم عمران خان په ګډون د پاکستان یو شمېر چارواکو تر دې مخکې پښتانه د نجونو له زده کړو سره په مخالفت تورن کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب