Homeخبرونهازبکستان سره د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړيکو پر پراختیا خبرې

ازبکستان سره د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړيکو پر پراختیا خبرې

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۴مه) د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې ازبکستاني لوري سره یې د ټرانسپورتي او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د وزارت لپاره د طالبانو وزیر ملاحمید الله آخندزاده د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف، د دغه هېواد د جمهور رئیس ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف او ورسره مل پلاوي سره ناسته کړې.

اعلامیه زیاتوي: په دغه ناسته کې چې د مالیې وزارت او اوسپنې پټلۍ ادارې استازو هم ګډون درلود، د دواړو هېوادونو تر منځ پر باروړونکو موټرو د لګښت کمولو، حیرتان بندر کې ۲۴ ساعته خدمتونو، افغان موټر چلوونکو ته د وېزو اسانتيا او افغان ټرانس پروژې پلي کولو په اړه خبرې وشوې.

د اعلامیې په اساس، په دې ناسته کې د ستونزو حل په موخه د دواړو هېوادونو د ګډ تخنیکي ټیم پر ټاکلو هوکړه وشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...