یکشنبه, جون 30, 2024
Home+د سرطاني تومور د مخنیوي لپاره واکسین

د سرطاني تومور د مخنیوي لپاره واکسین

تاند- یوې څېړنې وښوده چې د (mRNA) واکسین، چې د سرطان ناروغۍ د مخنیوي لپاره جوړ شوي، د مغزي تومورونو د له منځه وړلو لپاره د دفاعي سیستم له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

پر څلورو ناروغانو دا واکسین ازمویل کېږي او هیله شته چې د مازغو د سرطان یو تر ټولو خطرناک ډول ګلیوبلاستوما (glioblastoma) ته د تداوۍ نوې لار پرانیزي.

د امریکا د فلوریدا پوهنتون څېړونکو د سرطان پر ضد mRNA واکسین جوړ کړي چې د تومور په له منځه وړلو کې د انسان دفاعي سیستم تحریک کړي.

د یورو نیوز د راپور له مخې، باور کېږي چې یوازې د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې هر کال په دې ډول سرطان شاوخوا ۱۹ زره تنه اخته کېږي.

له دوه زرم میلادي کال راوروسته د ګلیوبلاستوما د درملنې په برخه کې کوم پرمختګ نه و شوی او یوازې پر کیموتراپي، رادیوتراپي یا وړانګو او جراحي عملیاتو اتکا شوې وه.

په متوسط ډول په دې ډول سرطان له اخته کېدو وروسته ناروغ ۱۵ میاشتې ژوندی پاته کېږي.

د څېړونکو ډلې د خپلو موندنو نتیجه د روانې مې په لومړیو کې په (سیل) ژورنال کې خپره کړې ده.

دا واکسین هغه سرطان چې درملنه یې سخته وي، نه تداوي کوي بلکې ایمیون سیستم یا دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

دا واکسین تر ډېره هغه یوه ته ورته والی لري چې د ایډز پر ضد جوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب