شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهچین خپل نوري فایبر د واخان له لارې له افغانستان سره وصلوي

چین خپل نوري فایبر د واخان له لارې له افغانستان سره وصلوي

تاند (دوشنبه، د ثور ۲۴ مه) چین غواړي چې د واخان کوریدور (دهلېز) له لارې افغانستان ته نوري فایبر وغځوي.

په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ له سرپرست وزیر سره په کتنه کې وویل، هیواد یې لېواله دی چې د واخان کوریدور له لارې افغانستان ته نوري فایبر وغځوي.

د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، افغانستان او چین د تاریخي دودونو پر اساس، تاریخي اړیکې لري او دا اړیکې تر ډېره حده په اجتماعي او اقتصادي برخه کې لا هم شته او د دوه اړخیز درناوي پر اساس او ملي ګټو ته په پام دوام لري.

ده زیاته کړه، افغانستان به ژر خپل نوري فایبر په خپله خاوره کې دننه په واخان کې تر پولې پورې نوري فایبر وغځوي چې په نوري فایبر له چین سره وصل شي.

ده له چین څخه په دې مننه وکړه چې د مخابراتو وزارت د کدرونو د روزلو ته یې تیاري ښوولې ده.

د چین له نوري فایبر سره د افغانستان د نوري فایبر وصلېدا به نه یوازې په افغانستان کې د انترنیټ د کیفیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي، بلکې د انترنیټ بیه به هم ورسره ټیټه شي.

د چین سفیر د طالبانو د مخابراتو وزیر ته وویل چې د دغه هیواد حکومت هڅه کوي چې چینايي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

د چین د ایم سي سي شرکت مسوولان په وروستیو کې کابل ته لاړل او له طالب چارواکو سره یې د مس عینک د استخراج په اړه خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب