Homeخبرونهلومړنی انسان چې د خنزیر پښتورګی ورته پیوند شوی و، ومړ

لومړنی انسان چې د خنزیر پښتورګی ورته پیوند شوی و، ومړ

تاند (دوشنبه، د ثور ۲۳ مه) لومړنی انسان چې د خوک یا خنزیر پښتورګی ورته پیوند شوی و، له پیونده دوې میاشتې وروسته مړ شو.

د امریکا د باسټن د ماساچوسیت عمومي روغتون د شنبې په ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل:«د ماساچوسیت د عامه روغتون کارکوونکي د ریک سلیمن په ناببره مړینه د زړه له کومي خواشیني دي. داسي هیڅ نښه مو نه ده موندلې چې هغه دې د پښتورګي د پیوند له کبله مړ شوی وي.»

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ماساچوسیت روغتون جراحانو د مارچ په میاشت کې په نړۍ کې په لومړي وار د خوک پښتورګی، چې جنیټیک یې وراصلاح کړی و، ۶۲ کلن سلیمن ته پیوند کړ. د نوموړي پښتورګي له کاره لوېدلي وو او مرګي حاله و.

ماساچوسیت روغتون د سلیمن د مړینې په خبرپاڼه کې ویلي چې د نوموړي د پښتورګي بریالی پیوند په درسته نړۍ کې د ګڼو انسانانو لپاره چې پښتورګي ته اړتیا لري، یوه هیله غوړولې وه.

د سلیمن د پیوند له بریالیتوبه وروسته د پښتورګي تر ۱۴۰۰ ډېرو ناروغانو د پیوند لپاره خپل نومونه ولیکل او د انتظار په لیست کې ثبت شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...