شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهقطر او څو نړیوالو ادارو افغان سیل ځپلو ته مرستې واستولې

قطر او څو نړیوالو ادارو افغان سیل ځپلو ته مرستې واستولې

تاند (دوشنبه، د ثور ۲۳ مه) د قطر د امیر شیخ تمیم بن حماد ال ثاني په امر د دغه هیواد د کورني امنیتي ځواک د نړیوالې ژغورنې او پلټنې ډله افغانستان ته واستول شوه چې په دغه هیواد کې د جمعې د ورځې د سیل له کبله رامنځته شوی وضعیت وڅېړي او له سیل ځپلیو سره مرسته وکړي.

د ګلف نیوز د راپور له مخې، دا ډله به سیل ځپلیو ته ضروري مرستې هم ورسوي.

همداراز سلګونه څاروي تلف شوي او زرګونه هکتاره کرنیزه مځکه ویجاړه شوې ده.

سیلونو سړکونه، پلچکونه او نور عامه تاسیسات ویجاړ کړي یا زیانمن کړي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر یدروس ادهانوم ګیبریسوس نن دوشنبې ویلي چې د افغانستان په شمال کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله چې په نتیجه کې یې له ۳۰۰ زیات کسان مړه او ډېر کورونه او روغتیایي مرکزونه یې ویجاړ کړي، ورانیو ته د رسېدو په ترڅ کې د خپلو شریکانو پر مټ ۱۷ ګرځنده روغتیایي ټیمونه استولي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ یا “یواین‌ایچ‌سي‌آر” هم ویلي چې د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې سېلاب ځپلو سیمو کې اړتیاوې ډېرې زیاتې دي او د خپلو شریکانو په مټ زیانمن شویو ته بېړنۍ مرستې رسوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي، واشنګټن په بادغیس، بدخشان، سمنګان، تخار، غور، هرات او نورو ولایتونو کې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو په نتیجه کې د ګڼو افغانانو د ژوند د اغېزمنېدو پر راپورونو خوابدی دی.

هغه لیکلي چې د دوی شریکان د خوړو، اوبو او نورو حیاتي توکو د برابرولو لپاره لاس په کار شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اساس، د وروستي سیل له کبله په بغلان ولایت کې ۳۱۵ تنه مړه شوي، ۱۶۰۰ ټپیان شوي او تر ۲۰۰۰ ډېر کورونه نړېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب